The news is by your side.

وطنپرستي او موسیقي- باید قدر پیژندونکي و اوسو

فرهاد دریا

0
له کورنیو جګړو وروسته، دا موسیقي وه چې تر بل هر څه یې په وروستیو شلو کلونو کې د میلیونونو افغانانو په زړونو کې د وطنپالنې او پیوستون روحیه پیاوړې کړه.
په دې شلو کلونو کې، د هیواد کوچنیو او لویو هنرمندانو په سلګونو حماسي سندرې او ترانې جوړې او اجرا کړې. دې سندرو، له هیواده لیرې په میلیونونو وطنوال په ډیرې مینې سره وطن ته راستانه کړل، او د هغوی په زړونو کې یې له وطن سره د مینې، یووالي او ملګرتیا روحیه بیرته را ژوندۍ او پیاوړې کړه. دغو هنرمندانو وکولای شوای د ګران افغانستان ښکلې او مهربانه څیره چې د جنګ په کلونو کې د نړیوالو له سترګو لویدلې وه، بیرته ور وپیژندله.
نو له انصافه لیري او نا عادلانه به وي چې موږ یې په قدر پوه نه شو او چې لږ سخته راشي، نو د موسیقي هنرمندان د “دلّاک”، “سازنده”، “‌‌‌‌‌‌ډَم” او یا آن ” دوزخ د سپیو“ په نومونو یاد کړو.
په ملګرتیا
فرهاد
(Visited 68 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.