The news is by your side.

يو غر ونړيد، جنتونه دې يې نصيب شي

ډاکټر محمد فرید بزګر

0

يو غر ونړيد، جنتونه دې يې نصيب شي.
زموږ د سيمي ټوله بدمرغي په همدې کې ده چې سياسي ستونزې د خبرو د لارې نه حلوو، سياست مو همېشه له تاوتريخوالي سره يو ځای وي. د حیوان او انسان ستر توپیر په خبرو کولو کې دی، انسان ناطق حيوان دی، که موږ خپله ستونزه د خبرو له لارې حل نه کړو نو زموږ بیا د ناطق صفت له منځه ځي، ځکه بیا په موږ کې يوازې حيوانیت پاتې کيږي لکه چې اوس هم همدا پاتې دی.
او دا د پرمختللو او وروسته پاتې ټولنې يو مهم فرق دی، هغوی که هرڅومره سیاسي ستونزه ولري، هيڅکله يې خبره وژلو او ترور ته نه رسيږي. همدا تاوتريخوالی د دې سبب کيږي چې که یو لوری ډیر هم نرم او سوله غوښتونکی وي مجبورېږي په خپل لاره د سره فکر وکړي، جګړې ته مخه کړي او يا داسې لار غوره کړي چې بیا خبرو کولو ته په کې څه نه پاتې کېږي.
په دې هيله چې يوه ورځ د دې سيمي د وګړو او چارواکو انساني شعور دومره لوړ شي چې سياسي مخالفين پرته له کومه ډاره خپل نظر وويلی شي.

(Visited 82 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.