The news is by your side.

پاکستانی ملا او ژورنالیست د پاکستاني پوځ د لاس آلې دي

0
پاکستانی ملا او ژورنالیست د پاکستاني پوځ د لاس آلې دي او د پاکستاني پوځ دریز مخکې بیايي. د پاکستاني پوځ دریز د افغانستان ورانول او تر خپل کنټرول لاندې راوستل دي. هغوی چې د پاکستاني ملا او ژورنالیست خبرې مني یا هوا ورکوي په حقیقت کې د پاکستان ګټو ته کار کوي. دوه کاله مخکې مې لیکلي وو:
کله چې ستا د هیواد ولسمشر د کوم دښمن هیواد په اړه یوه خبره وکړي او په مقابل کې یې د دښمن هیواد مشران په ده انتقاد ونیسي نو ته باید په هر قیمت چې وي د خپل دولت ملاتړ وکړې که څه هم د دولت له ولسمشر څخه به نفرت لرې ځکه دلته خبره ستا او د ولسمشر ترمینځ نه ده بلکې ستا د هیواد او د دښمن هیواد تر مینځ ده. که ته په دغسې حالاتو کې هم د دښمن هیواد ملاتړ کوې نو دا له خپل هیواد سره خیانت دی. د ولسمشر په مخالفت کې له ځانه د هیواد دښمنان مه جوړوئ. دا بیغیرتي نوره پریږدئ کنه ولسمشران به مو پخپل هیواد کې بیا بیا راځوړندیږي.
د دښمن حتا هغې ښې خبرې ته هم کمپاین مه کوئ ځکه په ګوړه کې زهر درکوي. دښمن سره یوازې دښمني باید وشي. بدبختانه یو شمیر کسانو وښودله چې د ولسمشر په مخالفت کې به ان له دښمن سره هم ودریږي.
(Visited 12 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.