The news is by your side.

پاکستان کې ملايي یو مسلک یا یوه پیشه ده

اجمل ستانکزی

0
پاکستان کې ملايي یو مسلک یا یوه پیشه ده چې خلک یې لکه معلمي، عسکري او نورو مسلکو غوندې د ځان د ګټې لپاره زده کوي. د پاکستان ډیری ملایان لکه د غرب د پوهنتونو نامسلمانه استادانو غوندې اسلام د دې لپاره نه زده کوي چې عقیده پرې لري بلکې د دې لپاره یې زده کوي چې دا یې د روزي پیدا کولو وسیله ده.
پاکستاني ملایان بیا نه یوازې دا چې ځانته پرې روزي پيدا کوي بلکې د خپل هیواد خدمت هم پرې کوي. دوی اسلام داسې تفسیروي چې په هماغه یو آیت ستا له یو نامسلمان هیواد سره ملګرتیا ناروا کوي او خپله ملګرتیا ورسره روا کوي. دوی خپله امت په ملت قربانوي خو افغانانو ته وايي چې ملت په امت قربان کړي. دوی پخپل هیواد کې د اسلام ريښې وهي خو افغانانو ته وايي چې تر هغه جګړه وکړئ تر څو مو چې شرعي نظام نه وي رامینځته کړی.
لنډه دا چې پاکستاني ملایان لکه پاکستاني پوځیانو د دغه هیواد د ملي ګټو مدافعین دي. دولت د دوی د خدمت په بدل کې لکه پوځیان دوی ته هم تنخواوې او نور مادي امتیازات ورکوي. دا خلک د دین له لارې زمونږ ساده افغانان ډیر په اسانه غلطوي. دا نن جنګ هم د دوی په فتواګانو روان دی.
Leave A Reply

Your email address will not be published.