The news is by your side.

په بلوچستان کې د امریکا هوایي هډه

ازاد خان

0
ملا فضلو، جماعت اسلامي او نور هغه خبیث ملایان چې د امریکایانو د موجودیت په خاطر یې په افغانستان کې د جهاد فتواوې ورکولې، اوس دې خپل فرض پوره کړي او په پاکستان کې د امریکایي هډو په خلاف دِ د پاکستان د دولت په خلاف جهاد اعلان کړي. کنه نو له شرمه دِ خودکُشي وکړي، دا بې غیرته منافق مخلوق.
پوه هیوادونه او ملتونه داسې وي چې د خپلې ګټې او آبادی لپاره د لویو قدرتونو دوستي کوي او ددوی د ملي منافعو لپاره هم پخپل هیواد کې زمینه مساعدوي ترڅو ددوی د موجودیت څخه خپل هیواد ته ګټه ترلاسه کړي. د دوهم نړیوال جنګ څخه وروسته کوم هیوادونه چې په ډیر سرعت آباد شوي دي او خلک یې اوس په ټوله نړۍ کې په ډیر عزت پیژندل کیږي، هماغه هیوادونه دي چې د لویو قدرتونو سره یې د دوستی او همکاری لاس ورکړی. مثالونه یې جاپان، جرمني، جنوبي کوریا، تایوان، سینګاپور او ډیر نور دي. پاکستان هم له هماغو هیوادونو څخه دی چې تل یې د خپل ملي منافعو لپاره د هر ابرقدرت سره د دوستی لاس ورکړی، دا که انګریز وو، یا امریکا، یا چین او حتی روس او اسرائیل.
مګر افغانانو د آی اس آی له لاس لاندې پاکستاني ملایانو په خوله دا څلویښت کاله هم خپل هیواد وران کړ او هم یې خپل هیوادوال ووژل. د شرم او درد خبره خو داده چې هیڅ مو ترلاسه نکړل، بس په خپل وحشت او د جنګ په حیواني جسارت مو افتخار وکړ.
هغه طلایي موقع چې مونږ ته په ۲۰۰۱ کال کې په لاس راغلی وو، که مونږ په وطنپالنه، ملي احساس، عقل او مسئولیت له هماغه موقع څخه داشل کاله پوره ګټه آخیستې وای، افغانستان به اوس سینګاپور وو. مګر په تأسف سره چې برعکس مونږ دا ثابته کړه چې مونږ د داسې نړیوالې توجه او مرستې لیاقت نلرو. بس یوازې د خپلې شخصي ګټې او د خپلو جیبونو د ډکولو حیواني غریزه لرو، ځکه نو په چور او حرامو ویاړو او خوشحاله یو چې چنګیز مو وهلی، انګریز مو وهلی، روس او امریکا مو په ګونډه کړی، مګر پخپله د یو ګدایګر ژوند لرو. مونږ به ډیر ژر ددې شاهد اوسو چې په پاکستان کې د امریکایي نظامیانو په موجودیت کې به ددوی ډیر روان اقتصادي مشکلات حل شي، مګر مونږ توریالي به هماغه پاکستان ته احتیاج یو چې خیرات راکړي.
(Visited 23 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.