The news is by your side.

په نړۍ کې تقریباً ۴۵ اسلامي هیوادونه دي چې

ازاد خان

0
په نړۍ کې تقریباً ۴۵ اسلامي هیوادونه دي چې هر یو خپل آرام ژوند کوي او حکومتونه یې د خلکو د ښه ژوند او هوساینې لپاره تلاش کوي. ټول ددې پیړۍ د عصري ژوند سره ځانونه عیاروي، بین المللي اصولو ته احترام کوي، د ساینس او ټیکنالوژي زده کړې کوي، د نړۍ د شتمنو هیوادونو سره د ګټو د ترلاسه کولو لپاره د دوستی اړیکي ساتي او د یوویشتمې پیړۍ په معیارونو د نورو هیوادونو سره سیالی کوي.
مګر په همدې ۴۵ هیوادونو کې یوازې یو قام دې چې ځانونه د خدای، د محمد، د قرآن او د اسلام ساتونکي بولي، جهادونه کوي، امارتونه جوړوي، خپل خلک وژني، د خپل هیواد شتمني لوټوي، خپل عامه تأسیسات په بمونو آلوزوي، ځانونه د نړۍ له نورو مسلمانانو بهتره ګڼي، په زرګونه دیني مدرسې جوړوي، هرکال په زرګونه ملایان او قاریان تولیدوي او که چیرې کوم وحشي مسلمان په بل هیواد کې هم د جهاد او د انسان وژنې شوق وکړي هغه ته هم خپله غیږ خلاصوي او پخپل هیواد کې ورته هرکلی وایي. دا قام یوازې همدا احتیاج، سوالګر، جاهل، بې سواده او دربدره افغان دی اوبس. حال دا چې د نورې نړۍ مسلمانان یې لا په سمو مسلمانانو کې نه شمیري او د افغان مولوي لا په جاهلانو کې شمیري.
(Visited 22 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.