The news is by your side.

پښتانه يوازي د پيغور خلک دي / هما ظفر احمدزۍ

0

پښتانه يوازي د پيغور خلک دي 😰
لسيزې وروسته له کړاوونو راوتلې د شهيد آبا يتمه لور هيله نجيب له خلکو سره د خپلې کورنۍ او خپل ابا کيسه کوي
د تاريخ جبر او پري تيرې شوېو ناخوالو يوه څنډه بيانوي . هغه له درد او غم ډک حال په ذهن بيا تصويروي چې د وخت خدايانو پري راوستى وه .
هيله په خپله مورنۍ ژبه خبرې کوي . قربان له داسي افغانې مور چې په يوازي يې داسي لور وروزله چې لا هم د افغان ولس د سولې په نيمګړي آرمان فکر کوي . لاهم د سولې آرمان ژوندى ساتي . خو زموږ پښتانه يې يوازي په درى ژبه خبرې نوټ کوي . پيغور ورکوي چې ولي پښتو نه وايې .
زه وايم کومه پښتو ؟
راځئ چې حساب وکړو . هغه وخت پښتو او پښتانه چيرته ول چې د دې نجلۍ پښتون ابا په پښتو د سولې زارۍ کولې ؟
هغه وخت پښتو او پښتانه چيرته ول چې د سولې آرمانجن آبا تر دار کش کيده ؟
هغه وخت پښتو او پښتانه چيرته ول چې په ورځو د دار په رسۍ ځوړند ابا په وينو لت پت ځړيده ؟
هغه وخت پښتو او پښتانه چيرته ول چې د احمدشاه مسعود له قبر يې طواف کاوه او د پښتنو سيمه کې په شاړه دښته کې د هغه شهيد آبا د قبر شناختې نړيدې ؟
ډيرې داسي پوښتنې شته چې پښتانه يې هيله نجيب ته ګوته نيولو نه مخکي ځواب کړي . پښتنو بل ته ګوته نيولو نه مخکي خپل ګريوان کې وګورئ 

(Visited 138 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.


cheap jerseyscheap nfl jerseyscheap mlb jerseyscheap jerseys