The news is by your side.

ځينو مشرانو سره د زړه راز

تازه ګل شینواری

0
مشرانو احساسات مو کنټرول کړئ !
(ځينو مشرانو سره د زړه راز )
د عمر کلونو د څومره والي برسېره د ېو ځوان او پاخه انسان توپير په دی کې دی چې په پاخه شخصېت کې منطق او د بې پرې سنجش او څېړلو ځواک نسبتآ ځوانانو ته زورور وي ؛ حال دا چې په ځوانانو کې جذبات قوي او بې پرې تفکر ېو څه کمزوری وي . په بله وېنا په ځوانانو کې اکثرآ جذبات وړاندې او منطق ورپسې وي خو په پخو خلکو کې اول سوړ منطق او ورپسې تود احساس وي .
په ځينو پخوانېو روحاني فلسفو کې خو د پوخ ، هوښېار او ځيرک شخص اصطلاح د هغه چا لپاره کارول کېږي چې خپل احساسات په ښه ډول کنټرولوي ، او صرف نظر د خپلو شخصي غوښتنو ، شوق او ذوق – حالات په هغه ډول تعبير او تفسير کولی شي چې ممکن د ده د شخصي خواهشاتو برخلاف خو د ټولنې او انسانېت او حتا کاېناتو د قوانينو ، خېر او فلاح مطابق وي …
د څه د پاسه څلوېښت کاله جګړې او خون خرابې وروسته نن زموږ هېواد او ولس ېو ځل بېا د ېوې دوه لارۍ په سر ولاړ دی ؛ چې ېوه لاره ېې بېا د پخوا په څېر د وينو درېاب ته روانه ده او دوهمه لار د سولې ، ژوند او خلاصون لاره ده . دې کې خو شک نشته چي موږ ټول د دوهمې لارې او هدف غوښتونکي يو خو دغه هدف ته رسېدل صادقانه ، رښتينې او پر منطق ولاړه مبارزه او کوشش غواړي .
زه خو ګڼم چې په دغه وخت کې باېد موږ ټول په خپل دننه کې ناست پټ شېطان ته لعنت ووايو او په هېواد کې د دایمي سولې د راتګ لپاره په خپل ټول ځواک مبارزه وکړو . د پخوا وختونو په پرتله ، د تکنالوژۍ او ځانګړي ډول مجازي نړۍ د مثبتو سهولتونو له برکته ، نن موږ کولی شو په هره برخه کې خپل مثبت انساني رول تر سره کړو .
دا د بې پرواېې ، عقدو سړولو ، تورونو لګولو او پېغورونو ورکولو وخت نه دی ؛ وخت د انتخاب دی ؛ نو راځئ چې د دې وطن لپاره سوله ، سوکالي او نېکمرغي وغواړو او د حصول لپاره ېې د خېر ېوه مثبته مبارزه وکړو .
نوټ : دا څو ورځې کېږي چې باوجود د روژې د مبارکې مېاشت ، هره ورځ د هېواد له ګوټ ګوټ او خصوصاً ننګرهار څخه د وينو توېېدو خبرونه اورېدل کېږي …
نن بازار ته د سودا پسې تللی وم ، کله نا کله سړي ته داسې احساس پېدا شي چې دا ښار نه بلکې د سوالګرو او خېرات غوښتونکو د تجمع ېو مرکز دی …
چې کور ته راغلم ، فېسبوک مې چالان کړ نو د ځينو مشرانو عقده ايزو پوستونو نور هم ناهيلی کړم . دې پورته خبرو ته په پام سره مې جرآت وکړ ، دغه څو ټکي مې ذهن ته راغلل او تاسې سره مې شريک کړل ، کنه نو – نه خو ځان راته هوښېار ښکاري او نه هم ځان نورو ته د مشورو ورکولو مستحق ګڼم .
Leave A Reply

Your email address will not be published.