The news is by your side.

څه می ویل درته دلـبره راته غوږ شه/ دیاسنګهـ انجان

0

څه می ویل درته دلـبره راته غوږ شه
درته وایم بـیا لـه سره راتـه غوږ شه

رابـرســیره مـی تـڼاکـی د زړګـی شوی
وینی څاڅی له ځـیـګره راته غوږ شه

سپینه ورځ په ما تیاره شوه بی له تانه
اوس خو واوره زما خبره راته غوږ شه

بـی لـه تـا ماښـا ماښـام دی رڼـا نشته
ای زمـا د ژونـد سحـره راتـه غـوږ شه

حال د زړه څرګند انجان کړی وایه چاته
ورځ ده بده له محشره راته غوږ شه
————————-
يادونه ! د هند د پنجاب ايالت په يوه کلی کی يو سردار او يو مسلمان خواږه ياران دی
مسلمان ورور غواړی چی ځانته جومات جوړ کړی خو اقتصاد يی کمزوری دی
نو سيکهـ ورور ورته دا جومات پخپل شخصی لګښت جوړ کړي
تر څو خپل عبادات په ارامه او مطمينه فضا کی تر سره کړی

(Visited 38 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.