The news is by your side.

څوک مقصر دی؟ خپل که پردي؟

فرهاد دریا

0
ولی مونږ تل پردي په خپلو ستونزو کې مقصر ګڼو؟ ولی تل پړه د پاکستان، ایران، هندوستان، روسیې، انګلستان، امریکا او په نیم لوی جهان اچوو؟ فکر نه کوئ چې مونږ هم د ددی هیواد د اوسیدونکو په حیث، د پخوانیو او اوسنیو ناخوالو ځنې مسؤلیتونه په غاړه لرو؟ آیا وخت ددی ندی چې ومنو دا ټول پرله پسې توپانونه د هغو تیروتنو بیه پرې کول دي چې مونږ پخپله يي عاملین وو؟
مونږ ته د وړکتوبه دا عادت راکړل شوی چې تل د خپلو ناکامیو او پاتې راتلو اصلي ريښه د بل چا په نیت او کړنو کې ولټو – نور ملامت کړو او خپل ځان ته عذر او بهانې جوړې کړو – داسی یو عادت چې لویانو به زمونږ په وړاندې کاوه! بلآخره، د خپل کار په پایله کې چې مونږ پخپله ترسره کړې، ځو او د تره زامن، ترورزي، ورونه، ترونه، ماماګان او ګاوڼډیان، نژدې خلک او حتی خپل تقدیر ملامتوو. مونږ د نورو په ملامتولو او خپل ځان ته برائت ورکولو سره عادت کړې او غټ شوي یوو. او ددی علت چې په لویو او ملي مسایلو کې هم په اغلب ګمان چې د هیواد د ټولو بدبختیو اصلي علت په بهرنیانو پورې تړو، ښایي تر ډیره بریده اصلي ریښه يي همدا زمونږه فرهنګي او تاریخي عادت سره تړاو ولري.
هو، پدې کې هیڅ شک و تردید نشته چې زمونږ د شریک هیواد په تراژیدیو او بدبختیو کې د شیطاني قدرتونو دخالت د لمر په څير څرګند او د رد وړ ندی. دا سمه ده چې پېسې، وسله او نقشه د نورو ده، مګر دا مونږ یوو چې د دښمنانو نقشې په خپل لاس عملي کوو. دا مونږ یوو چې د خپل هیوادوال او همشکله بندګانو وينه د بل د رضایت دپاره توېیوو. دا مونږ یوو چې ټول عمر د امتیاز اخستلو دپاره، برتري غواړو او د خپل بل هیوادوال په ستوني مو چاړه راښکلې ده. ډیر ځله، مونږ خپله پردیو ته دروازې پرانستلې دي.
تر هغې چې په ټول واک او ارادې دا ونه منو چې د خپل هیواد په حق کې مو څه کړي دي، والله که پاڼه رپ ووهي، او د وضعیت سمون به هم لکه سراب له مونږه لرې وي. مونږ نشو کولې د ځان اصلاح کول د نورو پېل کړو!
پړه به منو چې مخکې لاړ شوو!
(Visited 73 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.