The news is by your side.

چې هېڅ کله له هېواده نه یو وتلي

الله نظر احمدزی

0 178

یو خو دې دا ځیني خلک دا بې معنیٰ خبرې نورې پرېږدي چې هېڅ کله له هېواده نه یو وتلي ، دا مزخرف احسان مو مه پر افغانانو او مه پر افغانستان اچوئ ، افغانانو او افغانستان ته د افغانانو مؤثریت مهم دی چې څنګه کولای شي په داخل د هېواد کې او له هېواده بهر د ملت او وطن لپاره د اخلاص خولې توئ کړي ، یو څوک چې بېخي له وطنه وتلی نه وي او د دوه افغانیو ګټه یې ملت او وطن ته نه وي رسېدلې ، هغه افغانان په مراتبو بهتر ګڼم چې بهرنیو هېوادونو کې کار کوي او وطن کې د وطنوالو کار او ژوند پرې جوړ دی ، یا ځیني داسې وطندوسته خلک چې پر نړۍ وال سټېج د افغان وطن او ملت په خیر غږ پورته کوي غوره ګڼم ، یوازې وطن کې اوسېدل وطندوستي نه ده هغه جلا معیارونه لري ، وطنوال له ښې ورځې وطن نه پرېږدي ، جلا وطني او هجرت پېغور نه دی ، هغوئ چې له هېواده وتلئ شي او نه وځي مانا دا چې ورځ یې ښه ده او د وتلو اړتیا نه ویني ، ځیني چې غواړي ووځي او وتلئ نه شي نو بیا د منافقې وطندوستۍ چاربیتې شروع کړي!

Leave A Reply

Your email address will not be published.