The news is by your side.

!ژوندي دې یو موږ خپله

فرهاد دریا

0
که مې ږېره اوږده کړه، ویل یې دمؤقت حکومت لپاره تیاری نیسي. که خپلې ږېرې ته مې “ډیزاین” ورکړل، ویل یې په نبوي سنت ملنډي وهي. که مسته سندره مې وویله، ویل یې دهلکانو چمونه مکوه، دروند اوسه. که مې غزل وویل، ویل یې زموږ غمونه کم دي چې ته زموږ پر پرهرونو مالګه دوړوې. که مې په فارسي سندره وویله، ویل یې ولي په پښتو سندرې نه وایې، له خپلې مورنۍ ژبې شرمېږې. که مې په پښتو سندره وویله، ویې ویل چې د غني په ملاتړ یې وایي.
که آنلاین واوسم، وایي چې دڅو لایکونو لپاره یې په فسبوک کې بستره خپره اچولې ده. که آنلاین نه یم، وایي چې په خپلو مینه والو ځان تلي. که د خپل د زوی له ګټې، او د موسیقۍ له عوایدو مې له بېوزلو ماشومانو سره مرسته وکړه، وویل شول چې خدای دې له ستوني مه تېروه، دیتیمو ماشومانو له برخې یې په میلونو ډالر چور کړل. که د بغلان او بدخشان له سیلاب ځپلو سره مې په زرګونو ډالرو نقدي مرسته وکړه، ویل کېدل چې باید یې وکړي، میلیونر دی. که دپروان سیلاب ځپلو ته مې نقدي مرستې را ټولې کړې، ویل کېدل ولي ټوله مرسته پخپله نه کوې چې له خلکو خیرات اخلې؟!
که مې د خپلې مېرمنې او خپلو بچيانو انځورونه له رسنۍ سره شریک نکړل، ویل یې څومره له تعصب ډک انسان دی! هره ورځ د ښځې په حقوقو خبرې کوي، خو دښځې تصویر یې تر اوسه چا ندی لیدلی. که خپل انځور مې له سلطانه او هجران سره په فسبوک کې خپور کړ، ویل یې بې غیرت دڅو لایکونو لپاره د خپل ناموس/کورنۍ انځور خپروي او او او …
لنډه دا چې تاسي درانه دوستان هر یو زما تېر حالت ته ورته، یوه کېسه لرئ. ځیني خلک د ویلو لپاره تل خبرې لري، او په خپلو قضاوتونو زموږ د خوبونو، موخې او پرمختګونو لپاره خنډ ګرځي. ښۀ دا ده چې خپل ځان او خپل موخونو ته پاملرنه وکړو، نه د خلکو خبرو او قضاوتونو ته – هغه کار چې زه یې تل تر سره کوم!😉
نو موږ خپله دې ژوندي یو!
(Visited 67 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.