The news is by your side.

ګران ولسه! بیداره سئ

مولوي رحمت الله اندړ

0 1
«ګران ولسه! بیداره سئ»
د رئیس صیب خبرې د یوه عام ساده سپینږیري کليوال خبرې وي او تر دې باید زیاته توقوع هم ورڅخه ونه شي، ځکه رئیس صیب نه دیني عالم دی او نه له کوم پوهنتون څخه د فراغت سند لري، نه کومه سیاسي پوهه او درایت لري او نه په داسې موضوعاتو کې ښکیل پاتې شوی چې سیاسي درک او پوهه یې لوړه شي، یو کلیوال ګرځیدلی سړی دی او بس.
حتی زه په دې باور یم چې دی به دهغه قرارداد له متنه هم نه یې خبر چې په قطر کې د امریکایانو او دوی تر منځ لاسلیک شوی دی، ځکه رئیس صیب د قطر په دفتر کې فعال نه و او نه یې دا ظرفیت درلود.
د امریکا د نظام په اړه چې غږیږي؛ نو سادګې او ناخبرې یې بېخې جوتېږي چې سړی بالکل نظام هم نه پیژني او نه په دې پوهېږي چې نظام څه ته وایې.
خو ځینې خبرې یې له تالبي طرز تفکراو خپلي تګلاري سره په ټکر کې دي.
د بهرنۍ پالیسې په اړه چې وایې: « موږ ټولي دنیا ته دا ویلي چې له موږ سره دا پالوسې ګرسره موجوده نه ده چې د بل چا په امورو کې مداخله وکړو»
که دغسې وي، نو دا شل کاله جګړه مو ولي وکړه؟
اسامه چې د القاعده مشر وو او په امریکا کې یې د ترهګري پړه په غاړه اخیستې وه، تاسې ولي امریکایانو ته ونه سپارل؟ ولي مو هر مفرور او مخرور ته په افغانستان کې ځای ورکړی وو؟
خو تاسې ویل چې افغانستان د هر مسلمان مجاهد کور دی او په اسلام کې کرښې او جغرافیې نه شته «الاسلام ملة والکفر ملة» اسلام یو او کفر بل ملت دی … ستا عقیده او فقهه خو اوس هم همدغه ده چې په هر اسلامي هېواد یرغل وشي او یوه لویشت خاوره یې یرغلګر لاندې کړي پر تاسې جهاد فرض عین دی …
رئیس صیب!
دا خبره ستا نه ده او نه ستا له تګلارې او عقیدي سره سمون خوري، بلکې د دوحي په قرارداد کې له امریکایانو سره لاسلیک شوی چې نظام به درته سپارل کېږي، خو د تېر په څېر به ترهګر چې تاسې به ورته خارجي مجاهدین ویل په افغانستان کې نه ساتئ، بلکې له هغه چا سره به هیڅ ډول مرسته هم نه کوئ چې د امریکایانو ګټې ګواښي … که مو خدای مه کړه جهاد ته شوق وشو؛ نو په خپل منځ کې به جهاد سره کوئ، خبردار! چې جهاد مو له افغانستانه بهر را ونه وځې …
رئیس صیب وایې:
«ملته! پر تا د دې نعمتونو شکر لازم او واجب دی… که ملت دا شکر ادا نه کړي پر بل عذاب به اخته شي»
لومړی خو ستاسې له راتګ سره دا ملت د فقر او ذلت په عذاب اخته شو، اوس به نو په عذاب موږ شکر وباسو چې هسې نه پر بل عذاب اخته شو، مطلب دا چې ستاسې راتګ له پبل او تر پایه عذاب دی.
د امریکایانو په زور او قرارداد حکومت نیول او تېر نظام چپه کول نعمت بولي او د دې نعمت شکر پر ملت واجب ګڼي، ځان او ډله ورته دومره سپیڅلي ښکارېږي چې که چا یې پر خلاف څرګندوني وکړي او یا یې نقد کړل خدای مه کړه د نعمت ناشکري کېږي.
رئیس صیب!
د ځان لپاره داسې اصول مه جوړوئ چې تطبیقول یې درته سخت وي.
ځان او ډله دومره مه سپیڅلي کوئ چې له نور ولس سره مو تعامل ګران شي.
د مجاهدینو او خلقیانو تر منځ کرکه او نفرت تر دې بریده تبلیغ شوی وو چې مجاهدینو به له خلقیانو سره ستړي مشې نه کوله، ویل به یې چې لاس مو پرې مردارېږي، څه وخت وروسته بیا په یوه چوکۍ او میز سره کیناستل، حتی یو له بل سره یې خېښې او دوستې وکړي، دا نیابتي جګړې دي، تر جګړه وروسته سړی په ځان پوهېږي چې مخالف مې تر ما ښه مسلمان و خو هسې موږ د جهاد جذبي اخیستي وو.
څه وخت وروسته به تاسې هم له همدغو خلکو سره په یوه میز او چوکۍ ناست یاست چې پرون مو تکفیر کړي وو او نن ورسره نظام نه شئ جوړولای.
لنډه دا چې نه تاسې سپیڅلي یاست او نه مو ډله سپیڅلي ده، د سیاست په لومو کې راګیر یاست د دې پر ځای چې خپلو تېروتنو ته دلایل ووایاست ویې منئ او د سمون او اصلاح هڅه یې وکړئ.
تاسې په خپلو خبرو کې هغه وژنې تبریه کړي چې د عفوي تر اعلان وروسته ستاسې جنګیالیو کړي او لا یې هم کوي، تاسې ته دا ډېره ستره خبره ښکاره شوه چې خپلو مخالفینو ته مو بښنه وکړه او دا درته ستره ګناه او خیانت نه ښکارېږي چې اوس یې په یوه او بله پلمه وژنئ، کورونه او مالونه یې د غنیمت په نامه ور چور کوئ …
تاسې خپله ملاشموله اداره هم همه شموله وبلله او د وضاحت لپاره مو د امریکا د نظام مثال ورکړ..
صایبه!
مثال او ممثل دې دواړه غلط دي، دا سمه ده چې ستاسې په اداره کې د هرې سیمي او ژبې خلک شته خو یواځې ملایان دي، یواځې په ملایانو همه شموله اداره نه جوړېږي، نظام خو لرې پرېږده.
ممثل دې هم غلط و، په امریکا کې نظامونه په زور نه چپه کېږي چې په پایله کې یې یوه ډله یې له بلې ډلې انتقام واخلي او هلته د نوي رئیس جمهور په راتګ سره هیڅکله هم ټول سیستم نه تغیر شوی او نه له منځه تللی او نه یې ګرده فرامین لغوه شوي …
رئیس صیب!
تا څو ځلې خپل حکومت د اشرف غني له نظام سره او بیا د امریکایانو له نظام سره پرتله کړ، ته نه یې خبر چې تاسې تېر نظام تکفیر کړی وو او د هغوی پر خلاف مو جهاد اعلان کړی وو، نو اوس څنګه د خپلو کړو وړو لپاره مرتد او اجیر نظام معیار جوړوي او هر چارې ته د اشرف غني او امریکایانو له عینکو ګوري، هغوی خو ستاسې په اند کفار، اجیر او مرتد وو، هغوی چې هر څه کړي غلط یې کړي، ته اسلامي نظام جوړ کړه.
د رئیس صیب په خبرو کې نور بلها ډېر تناقضات دي، بس په همدې به بسنه وکړو، ما اول هم وویل چې له رئیس صیب نه باید تر دې زیاته توقوع هم ونه شي، بلکې له دې ټولي ډلي تر دې زیاته هیله لرل ناسم دي، ځکه دا خبري د رئیس صیب نه وي، یواځې خوله د رئیس صیب وه.
ستر ذات دې د دې ملت شعور وغوړوي.
Leave A Reply

Your email address will not be published.