The news is by your side.

اترا او د مخابراتو وزارت چېرته دي؟

0

صادق ترابزی-

په دې ورځو کې له ټولو سره د مخابراتي شبکو د لوړې بیې او ټیټ کیفیت انديښنې دي او د اترا ادارې او مخابراتو وزارت تر څنګ یې مخابراتي شبکې تر نیوکو لاندې نیولي دي.

ولې بیې لوړې دي؟

په افغانستان کې د اټکل له مخې اوه میلیونه خلک موبایل کاروي چې له بیلابیلو مخابراتي شبکو ګټه اخلي، همدا چې کم کسان موبایل او انټرنیټ کاروي، د دې لامل شوی چې خصوصي مخابراتي شبکې بیې لوړې کړي.

ځکه هر ځای چې یوه مخابراتي شبکه تر پوښښ لاندې نیسي، هلته انتن (بي ټي اس) باندې زیات مصرف راځي، د تیلو له مصرغه رانیولې د کارمندانو تر معاش او ان وسله والو ډلو ته د باج تر ورکولو پورې. ړسله والو ته د دې لپاره پیسې ورکوي چې بي ټي اس یې ورته و نه سوځوي، همدا لامل دی چې د مخابراتي شبکو په پوښښ باندې لوړ مصرف راځي او له مشتریانو لوړې پيسې د ټیټ کیفیت خدماتو په وړاندې اخلي.

که  افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره پرتله کړو چې هلته اړیکه پاکه، انټرنیټ چټک او بيې یې کمې دي دا بې انصافي ده، ځکه هلته د مخابراتي شبکو لپاره امنیت شته، برښنا شته، ځمکه شته، مافیا ترې باج نه اخلي، وسله والې ډلې ترې د ماليې په نوم پيسې نه اخلي او اړونده دولتي ادارې ترې هم د خدماتو په بدل کې ډېرې پيسې نه اخلي چې په شخصي جیبونو کې یې واچوي.

بله مهمه خبره دا ده چې هلته له یو بي ټي اس (انتن) چې ساحه یې تر پوښښ لاندې راوستې وي، لسګونه زره کسان ګټه اخلي، خو دلته بیا زرګونه دي چې خپله مخابراتي شرکتونه اړ کیږي چې له لوړو مصارفو سره یو ځای خپل خدمات په لوړه بیه خرڅ کړي.

د مالوماتو له مخې په پاکستان کې ۵۰ ـ ۸۰ میلیونه خلک موبایل کاروي چې د ۱۰جي بي انټرنيټ بیه پکې ۲۲۰ کلدارې ده او د اړیکو بیې خو تر دې هم کمې دي، دغه راز په ایران کې ۲۵ میلیونه خلک موبایل کاروي چې بیې هم ورسره کمې دي، هند کې بیا ۲۰۰ میلیونه یا له دې زیات خلک موبایل کاروي چې ورسره د انټرنیټ بیه ۱۰جي بي په ۲۰۰ هندي کلدارې ده او د اړیکو بیه هم ټیټه ده، نو یو لامل چې په افغانستان کې خصوصي شرکتونه په لوړه بیه خدمات پلوري، همدا دی چې مشتریان یې کم دي او کمو مشتریانو ته خدمات په لوړه بیه رسیږي او څومره چې مشتریان زیاتیږي، هغومره ورسره بیې هم کمیدلی شي.

ولې خدمات سم نه دي؟

مخابراتي شبکې د خدماتو په کیفیت کې ملامت دي، ځکه د خدماتو په بدل کې پيسې اخلي، خو خدمات چې مهم هغه یې اړیکې او چیټک انټرنیټ دی، سم نه وړاندې کوي، دلته نو بیا د اترا ادارې او مخابراتو وزارت مسوولیت دی چې څنګه په مخابراتي شبکو باندې څار او پلټنه زیاته کړي چې تر فشار لاندې یې ونیسي او مجبور یې کړي چې د اخیستل کیدونکو پيسو په بدل کې سم خدمات وړاندې کړي.

دلته څو خبرې دي

اول: اترا او مخابراتو وزارت کې مسلکي کسان نشته، چې څنګه کولای شي د مخابراتي شبکو د غږ کوالټي او انټرنیټ چټکتیا چک کړي، تاسو د اترا له رییس او یا د مخابراتو له وزیر پوښتنه وکړئ چې ایا کومه ورځ دې مخابراتي شبکه کې کار کړی، ایا د مخابراتو له اصطلاحاتو سره بلدتیا لرئ، ایا خپل مسوولیت پيژنئ چې څه دی او څنګه یې سرته ورسوئ، ښکاره خبره ده چې و به وایي نه، ځکه دوی په دې برخه کې تجربه نه لري.

زه یو مثال ووایم، اترا او مخابراتو وزارت مسوولیت لري چې کابل ښار کې یو بي ټي اس ته لاړ شي، وګوري چې هلته کومه ټکنالوجي نصب شوې ده، ایا له خدماتو سره معادل ټکنالوجي شته چې خلک له ستونزې سره مخ نه کړي، خو ښکاره خبره ده چې نه به وي.

مخابراتي شبکې اوس هم په بي ټي اس کې له (Network Dish) ټکنالوجۍ کار اخلي، په داسې حال کې اوسنۍ ټکنالوجي چې غږ شفاف او انټرنیټ بیه چټکوي (Micro web) په نوم یادیږي چې ځینو سیمو کې لګول شوي او زیاتو کې نشته، ځکه د هغې تکنالوجۍ بیه لوړه ده او مخابراتي کمپنۍ تیارې نه دي چې په لوړه بیه ټکنالوجي وکاروي.

که له اترا او مخابراتو وزارت پوښتنه وشي چې کوم ټیم لرئ چې د کوالټۍ او نورو خدماتو په تړاو پلټنه وکړي، و به وایي چې نه، یا که و یې لري، نو داسې ټیم به وي چې هیڅ یې په مخابراتي خدماتو سره نه خلاصیږي چې کوالټي څه ته وايي او خدمات څنګه وړاندې کیږي.

دا ځکه وایم چې ټیم به نه لري، که یې ټیم درلودلی او مسلکي کار یې کولی، نو نن به د خلکو چیغې نه وتلی چې د مخابراتي خدماتو د ناسم کیفیت له امله یې وهي.

دویم: له یوې خوا خلک ناخبره ده نه پوهیږي چې له مخابراتي شبکو څنګه شکایت وکړي چې خدمات یې سم نه دي او له بلې خوا اتر خپل مسوولیت نه ادا کوي، هغه شکایتونه چې دې ادارې ته رسیږي، یا بابیزه نیول کیږي او یا که شکایت جدي وي، له اړونده مخابراتي شبکې سره پرې معامله کیږي.

مخابراتي شبکې په دې شکایت باندې جریمه کیدلی شي، خو دا چې په کمو پيسو معامله وکړي، دا شکایت همداسې پاتې شي، نو دلته موږ کمپنۍ نه شو ملامتولی، ځکه هغه سوداګري کوي او سوداګر ته چې کوم کار ګټه لري، قانوني او ناقانوني پسې یې نه ګرځي.

دریم: مهمه خبره دا ده چې له ۲۰۱۴م کال وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني مخابراتي شبکو ته وویل چې کار یې له دولت سره دی، باید دولت ته ځواب ویونکی اوسي او بازار سره به کار نه لري.

که څه هم لومړیو کې د ولسمشر دې خبرې مخابراتي کمپنۍ وارخطا کړې وې، خو وروسته مالومه شوه چې دا خبره جدي نه ده، ځکه د ولسمشر د دفتر ریاست یا بلې منبع به چې د دې لپاره پلاوي وټاکل چې مخابراتي شبکو سره کار وکړي، هغوی سره معاملې کیږي او مخابراتي شبکې بیرته بازار ته مخه کوي.

که مخابراتي شبکې له دولت سره کار وکړي، زیات تاوان کوي، خو دا چې دولت کې مسوول کسان د مخابراتي شبکو سره جوړجاړی کوي، مخابراتي شبکو ته یې بیا چانس ورکړی چې بازار ته مخه کړي او څنګه یې چې خوښه وي، له خلکو پوستکی وباسي.

نو د دې لیکنې په پایله کې ویلی شو چې کمپنۍ په اترا اداره او مخابراتو وزارت ځکه نه دي ملامت چې هغوی تجارت کوي او تجارت کې چې څنګه زیاتې پیسې ګټلی شي، همغسې کوي او په دې برخه کې قانوني او غیرې قانوني ته نه ګوري.

که اترا جمع مخابراتو وزارت خپل مسوولیت په شفاف او مسلکي ډول ترسره کړي، په همدې بیو چټک او ښه خدمات وړاندې کیدای شي، مشتریان پيسې ورکوي که یې خوښه وي او یا نه، خو د بیو په بدل کې باید ښه خدمات وړاندې شي.

خو دا چې مخابراتو وزارت او اترا کې یا مسلکي کسان نشته او یا یې له مخابراتي شبکو سره جوړجاړی کړی، نه شي توانیدلی چې له اصولو او مقراراتو سره سم مخابراتي شبکو باندې فشار راوړي چې د لوړو بیو په بدل کې ښه خدمات خلکو ته وړاندې کړي.

(Visited 40 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.