The news is by your side.

استعاره او حسي فعلونه

ګل رحمن رحماني

0 4

 تر ۱۹۸۰ کال پورې استعاره په ادبیاتو کې یوازې د یوه ژبني مفهوم په توګه مطرح وه چې تر ډېره ورڅخه په دودیز ډول په ادبي فنونو او بیان کې شاعرانو او د بلاغت پوهانو کار اخیسته، خو له دې کلونو وروسته په ژبپوهنه کې هم د یوه ذهني مفهوم په نوم وڅېړل شوه او په یوویشتمه پېړۍ کې له ژبپوهنې سره یو تړلی مفهوم وګرځېد.

       هغه استعاره چې په ژبپوهنه کې ورڅخه کار اخیستل کېده، د مفهومي استعارې په نامه یاده شوه چې ددې تیوري لومړی رامنځته کوونکی هم لیکا و جانسن دی. نوموړي دا نظریه په ۱۹۸۰ زېږدیز کال په خپل اثر«استعاره، هغه څه چې په کې ژوند کوو» کې معرفي کړه، خو ایراني ژبپوهه ازیبا افراشي وايي چې تر ده وړاندې په ۱۹۷۹کال کې مایل ردي هم یوه مقاله لیکلې  او د ژبپوهنې سره په تړاو یې د استعارې نوې تعریف وړاندې کړی دی. د ردي وړاندیز دا و چې د استعارو د تحلیل کچه ژبه نه، بلکې ذهن دی.

       تر دې وروسته بیا ژبپوهانو د ژبې او ذهن پر اړیکه څېړنې وکړې چې ددې اړیکې بېلابېلې خواوې د مفهومي استعارو په مرسته روښانه شوې. مفهومي استعارې ذهني ترکیبونه او جوړښتونه دي چې ټولې یې یوازې یو ژبنی جوړښت نه څرګندوي، بلکې ماناوې یې په فرهنګ، هنر، ادابو او دودونو کې هم راڅرګندېږي. مثلا په جاپاني فرهنګ کې یوه ذهني استعاره ده چې وايي «تر ټولو غوره دروند وي». د جاپانیانو دا استعاره د هغوی فرهنګ کې ټوکېدلې یاني د دوی دود شرحه کوي چې د ډالیو د ورکړې په اړه دی.

       د دوی په اند هر هغه ډالۍ چې ډېر وزن ولري، د ډېر درناوي  او د مقابل لوري د پاملرنې په مانا ده، هغه که هر څه وي. په همدې  ډول کولای شو چې فرهنګي چلند د مفهومي استعارو په وسیله تحلیل  او روښانه کړو. ژبپوهانو په دې اړه د افریقا د سویل لودیځ د یوې قبیلې لونګ مثال راخیستی دی او وايي چې دا قبیله په ښکار کې ډېر مهارت لري او اصلي کاروبار یې همدا دی. ددې قبیلې خلک په ډېرو خبرو مشهور دي. دوی په حقیقت کې له ډېرو خبرو د یوې درملیزې وسیلې کار اخلي ځکه فکر کوي چې د دوی د رواني سکون او درلمنې یوازینۍ لار همدا ده چې ډېرې خبرې وکړي او رواني استقرار ومومي. په دې سبب ډېرې خبرل کول د لونګ قبیلې لپاره یو مثبت ارزښت او د درناوي استعاره ده.

   په پښتني ټولنه کې ځینې قبېلې او کورنۍ داسې هم دي چې که چېرته مېلمه ورشي او د چایو پرمهال ورته د چایو پیاله پوره ډکه نه شي او نیمه غوندې وي؛ نو کوربه داسې انګیري چې ګني سپکاوی ورته شوی او د پوره سړي او شخصیت فکر نه دی ورته شوی، بله دا چې پیاله تر نیمايي پورې ماشومانو ته ډکېږي او هغه هم د احتیاط لپاره چې که واوړي؛ نو د ماشوم د سوزېدو امکان وي.

     په حسي استعاره کې اصلي خبره د فعل ده، فعل په ټولو ژبو کې شته دی چې په حقیقت کې د پنځه ګونو حواسو کړنې ستایيي. په پښتو ژبه کې لیدل، اورېدل، څکل، بویول او لمس کول فعلونه دي خو دا فعلونه حسي فعلونه بلل کېږي چې لوستونکي ته د کلیاتو پر ځای جزئیات انځوروي؛ خو د حسي فعلونو چاپېریال یوازې تر همدې پنځه ګونو  کړنو پورې محدود نه دی او ژبې هم له دې اړخه چې د پنځه ګونو حواسو څخه د هر یوه د کړنې د توصیف لپاره څومره فعلونه له کومو ځانګړنو سره کاروي؛ یو له بر سره توپیر لري.

     مثلا پښتو ژبه کې لیدل، کتل، پاملرنه، تر سترګو کېدل، له سترګو لوېدل، سترګک، څارل، نظر کول او نور … زموږ د لید حس (بینايي) حس اړوند فعلونه دي. خو په پښتو او ګڼو نورو ژبو کې د بوی حس د فعلونو تنوع نشته او ډېره محدود ده. به د اساس ویلی شو چې د حسي فعلونو د چاپېریال له اړخه ژبې یو له بل سره توپیر لري، خو دا بیا د ټولو مشترکه  ځانګړنه ده چې حسي فعلونه په ټولو ژبو کې له پراخ مانیز چاپېریال څخه برخمن دي او د مفهومي استعارو د تشکیل بنسټ ږدې.

      په نړیواله کچه  تر ټولو مهم اثر چې په مفهوم جوړونه کې یې د حسي فعلونو اهمیت معرفي کړ، د ژبپوه سوییتزر مشهور اثر « from etymology to pragmatics» و چې په ۱۹۹۰ کال کې چاپ شوی دی او ورسره د ژبپوهنې له لیدلوري د استعارو سپړنې او تحلیل ته لاره پرانېستل شوې ده. په پښتو ادب کې پر دې موضوع څېړنې نه تر سترګو کېږي او ددې تشې ډکول به د ادب او ژبې تر منځ د هنري پخلاینې غوره زمینه مساعده کړلی شي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.