The news is by your side.

اغزن تار بايد څه وخت ټول شي؟

اسماعیل یون

0 41
(يادښت: دا تفصيلي ليکنه د هېواد د ځوان نسل لپاره ده. څوک يې چې اوسېله لري هغوی دې ولولي)
له ډيورنډ تحميلي کرښې څخه پوره (۱۲۹) کاله تېر شول، په دې ټول زماني واټن کې لر او بر افغان ولس هېڅکله هم دا کرښه نه ده منلې، خو يو شمېر واکمنو کله کله په دې باب چوپتيا غوره کړې او دا چوپتيا ددې کرښې د تداوم يو سبب ګرځېدلی دی. پر (۱۳۲۸ل) کال کابل کې لويې جرګې د افغان ولس اراده تمثيل کړه او ډيورنډ کرښه يې يوه جبري کرښه وبلله او پرېکړه يې وکړه چې افغان ولس او دولت ته هېڅکله د رسمي کرښې په توګه د منلو وړ نه ده.
تر هغه وروسته هېڅ افغان حکومت ، که څه هم کمزوري او لاسپوڅي به وو، د دې جرئت نه دی کړی چې دې کرښې ته د رسمي کرښې په سترګه وګوري. په وروستيو پنځو لسيزو کې د ډاکتر اشرف غني تر مشرۍ لاندې اداره هغه ايتلافي حکومت و، چې د واک په بهير کې يې د انګرېز ځای ناستي او برګټي (پاکستان) له خوا پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار د غځولو عملي کار پيل شو، خو د غني حکومت په دې باب چوپه خوله پاتې شو، نه يې په کور دننه، د پاکستان د دې عمل پر وړاندې له ولس سره مشوره وکړه، نه يې لويه جرګه راوغوښته او نه يې هم د سيمې او نړۍ په کچه د افغان ولس د دې برحقې داعيې غږ اوچت کړ. هغه وخت هم زموږ په ګډون يو شمېر هېوادپالو افغانانو ډېرې چيغې ووهلې چې حکومت بايد په دې برخه کې يو جدي، قانوني او منطقي غبرګون وښيي، خو حکومتي کنځلمارو به د دې داعيې غوښتونکو ته هم په کنځلو ځواب ورکاوه، دا هم يو واقعيت و چې افغانستان له نظامي پلوه کمزوری و، له کورنۍ جګړې سره لاس او ګرېوان و او يوه بل غټ جنګ ته د ورداخلېدو توان يې نه درلود، خو د سياسي او حقوقي منطق دروازې بندې نه وې.
هغه مهال پاکستان کې د هغوی سياسيونو او ځينو حقوقپوهانو دا دليل راوړ چې پر داسې غټو موضوعګانو د اړوند هېواد د حکومت چوپتيا د هغې مسلې د منلو او تائيد مانا ورکوي. موږ د همدغه دليل د بطلان په خاطر د وخت حکومتي چارواکو ته دا ويل که له نظامي پلوه مو زور نه رسېږي، نو چيغه خو پورته کړئ، چې ستاسو نننۍ چوپتيا سبا د دې کرښې د منلو لپاره د يوه دليل په توګه د افغان ولس پرضد ونه کارل شي، خو چارواکو به د (۵۰۰) بنديانو د خوشې کولو لپاره لويه جرګه رابلله، خو پر دې موضوع به پټه خوله وو.
پاکستان له ډېرې پخوا دې کار ته لابي کوله او تياری يې نيولی و. پر (۲۰۰۷م) کال زه امريکا ته تللی وم، هلته مې د نيسا (Near East South Asia Center) سنټر په يوه علمي سيمينار کې ګډون وکړ. د سيمينار يوه ورځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مناسباتو ارزونې ته ځانګړې شوې وه، په يوه ځانګړي اتاق کې کېناستو، د پاکستان درې استازي وو او د افغانستان هم درې تنه استازي. زموږ په ټيم کې زه (يون)، (صبغت الله سنجر) او (جنرال انګار) شامل وو. د پاکستان په استازو کې د (دراني) په نوم يو کس ؛ د پاکستان سفارت يو تن مسول او دوه تنه نور وو. د جنوبي اسيا د ځينو هېوادونو استازيو هم په کې د درېيمګړو په توګه حضور درلود. د غونډې منتظم وويل چې دا خبرې د ثبت او نشر لپاره نه دي، (Off the Record دي). د افغانستان او پاکستان استازي به خپلمنځي ازاد بحث کوي، د جنوبي اسيا هېوادونو استازي او د سيمينار نور ګډونوال به ازاد او منصفانه قضاوت وکړي او په پای کې به د بحث نچوړ او نتيجه وړاندې شي.
د بحث موضوع و : د پاکستان او افغانستان مناسبات. په دې کې د ډيورنډ کرښه او پر هغې د اغزن تار غځول مهمه موضوع وه، بحث د پاکستان د سفارت د مسوول کس (دراني) له خوا پيل شو، پر ډېرو مسايلو بحث وشو، خو کله چې د ډيورنډ کرښې ته راغی، هغه وويل چې ډيورنډ پوله د پاکستان لپاره يو منل شوی سرحد دی او دا زموږ لپاره نور د بحث وړ موضوع نه ده، اغزن تار بايد په دې خاطر وغځول شي چې افغانستان همېشه تور پورې کوي؛ تروريستان له اخوا افغانستان ته را اوړي، نو که دا تار وغځول شي د تروريستانو د اوښتو او را اوښتو مخه به ونيول شي، د افغانستان پلمه به ورکه شي او دا ډول نور دلايل يې هم وړاندې کړل.
د پاکستاني هيئت خبرې تفصيلي وې، خو ما يې دا څو ټکي دلته ياد کړل. کله چې د هغوی خبرې خلاصې شوې، نو ما نوبت واخيست. ما وويل په دې خاطر چې د جنوبي اسيا د هېوادونو او په دې غونډه کې د نورو ګډونوالو معلومات يو څه زيات او اپډېټ شي، غواړم د پاکستان له موجوديته بيا تر دې دمه د پاکستان د مداخلو په باب معلومات وړاندې کړم. څه چې زما په ذهن کې وو هغه مې په مسلسل ډول توضيح کړل. د ډيورنډ د کرښې حقوقي او تاريخي شاليد مې هم ورته تشريح کړ او ومې ويل چې موږ له پاکستان سره په دې باب کوم تړون نه لرو، دا له برېتانوي هند سره د وخت د امير (عبدالرحمن خان) يو تړون و چې د انګرېز د نفوذ ساحه يې په ګوته کوله، نه دا چې دا سيمې دې د برېتانوي هند الحاقيه وي او هغه هم پر ډېر جبر پر امير تپل شوی دی، په مقابل کې يې برېتانوي هند امير ته يو ډول امتيازات په پام کې نيولي وو، نو اوس دا تړون، چې تر ډېره حده شفاهي بڼه لري او په ليکلې بڼه يې د امير لاسليک نه دی تر سترګو شوی پر خپل حال پاتې نه دی، يو اساسي اړخ يې فوت شوی، نو ځکه خو په اتومات ډول ملغی دی، نه يوازې دا تړون، بلکې ټول هغه نړيوال تړونونه چې د جبر او قوې د کارولو په نتيجه کې رامنځته شوي وي، ملغی ګڼل کېږي. د اغزن تار په باب مې وويل چې دا په جبر او زور د يوه ولس بېلول دي. د برلين ډبرين دېوال يې په جبر جوړ کړ، خو يو وخت داسې راغی چې هغه بيا همداسې ونړول شو. دا چې دوی وايي په دې خاطر چې د تروريستانو د اوښتو او را اوښتو مخه پرې نيسو، نو هغه خو په دې اغزنو تارونو نه نيول کېږي. که داسې کېدلای نو امريکايانو به له ټولې امريکا او په تېره بيا له نيويارکه دا تارونه تاو کړي وو، هند به له بمبي څخه تاو کړي وو، چې اجمل قصاب يې پر تاج هوټل حمله وکړه او داسې نور هېوادونه درواخله. اصلي خبره دا ده چې (تروريزم) يوه نړيواله پديده ده چې ځينې حکومتونه يې د نورو هېوادونو د کمزوري کولو لپاره د يوې وسيلې په توګه کاروي. د (دراني) صيب له خبرو څخه موږ ته څرګنده شوه چې افغانستان کې دا دېرش کاله جګړه د پاکستان له خوا تنظيمېږي، اوس نو که پر ډيورنډ کرښه اغزن تار تېر شي، جګړه به بنده شي او که تېر نه شي جګړه به دوام پيداکوي. له دې خو ښکاري چې پاکستان دا هر څه برابروي، اوس له نړيوالو غواړي چې په دې پلمه پيسې ترلاسه کړي او يوې تحميلي کرښې ته د رسمي سرحد بڼه ورکړي. زه له دراني صيب څخه پوښتم چې تاسې تراوسه پورې د القاعدې او نورو جنګي ډلو (۳۱۵) تنه غړي امريکا ته تسليم کړي او پيسې مو ترې ترلاسه کړي ، دا مو ټول يا په پينډۍ، يا په اسلام اباد او يا هم په کراچۍ کې نيولي دي؛ يو مو هم د ډيورنډ پر کرښه نه دی نيولی، نو له کراچۍ، پېنډۍ او اسلام اباده ولې اغزن تار نه راتاووئ، نړيوال بايد پر دې پوه شي چې افغانستان له پاکستان سره ارضي ستونزه لري، نو د بېلابېلې جنګي ډلو له لارې غواړي د افغانستان ملي حاکميت دومره کمزوری کړي چې هېڅکله د دې جوګه نه شي د خپلې خاورې د خپلولو ظرفيت پيداکړي.
زموږ له ترخه او تاوده بحث وروسته دجنوبي اسيا د هېوادونو استازو وويل، موږ د دواړو هېوادونو له تاريخي ستونزو دومره خبر نه وو، خوله دې بحثه موږ د استنباط په توګه دا ويلی شو چې افغانستان په دې مسله کې مظلوم واقع شوی، نور قضاوت نه شو کولی. زموږ ناسته پر همدې بې نتيجې بحث پايته ورسېده.
له دې پورته څرګندونو مې هدف دا دی چې پاکستان د افغانستان په باب ډېر بد نيت لري او په هره زماني مطقع کې د هغه د عملي کېدو لپاره هڅه کوي.
د افغانستان د تېر حکومت کمزوري په دې کې وه، سره له دې چې له امريکا سره يې امنيتي تړون لاسليک کړ، خو نه یې له دې تړونه او نه يې هم د نړيوالو له شتوالي څخه د افغانستان د استحکام لپاره سمه ګټه پورته کړای شوه، خو برعکس پاکستان چې افغانستان ته د نړيوالو له بې درېغه پاملرنې او مرستې څخه په سخته تنګسيا کې راګير و، بيا هم د امريکا او نړيوالو له مرستې ناوړه ګټه پورته کړه، لومړی يې تر اشغال لاندې پښتون مېشته سیمو کې جنګي ډلې وروزلې، په هغو يې د پښتنو مدني بنسټونه وځپل بيا يې د هغوی په پلمه له امريکا څخه مالي مرستې ترلاسه کړې، بيا يې د همغو تصنعي تروريستي ډلو د ځپنې په پلمه د پښتنو کلي، کورونه او بازارونه ړنګ کړل، په دې ترتيب يې (پاټا) سيمه هم تر خپل بشپړ کنټرول لاندې راوسته او ځان يې د ډيورنډ فرضي کرښې صفري نقطې ته راورساوه، تر هغې يې هم په ځينو سيمو کې له (۲۰) او په ځينو کې تر (۷۰) کيلو متره دې خوا ته پښه راواړوله او د اغزن تار د غځولو کار يې پيل کړ. ان تر هغو سيمو هم (۵۰) کيلو متره وړاندې راغلل چې تر دې وړاندې هلته د افغانستان پوځي تاسيسات موجود وو.
پاکستان پر ډيورنډ کرښه د (۲۶۷۰) کيلو مترو په اوږدوالي د اغزن تار د غځولو او پر دې سربېره د (۳۳۸) پوځي چوڼيو او تاسيساتو د جوړونې کار پيل کړ. هره ورځ يې خپلو (۱۲۰۰۰) پوځيانو ته د کار زمينه برابره کړه او ګڼ شمېر کارګران او کارخونې يې هم په دې کار کې مصروفې شوې. تر ټولو دردوونکې خبره بيا دا وه چې د دې ټول تار او کار لګښت، چې نږدې (۵۰۰) مليونه ډالره اټکل کېږي، د امريکا له خوا، چې د غني له حکومت سره يې ستراتيژيک او امنيتي تړون درلود، پرې کېږي. د افغانستان حکومت کې دومره متره نه وه چې خپل نړيوال ملاتړي يې په دې قانع کړي وای، چې د پاکستان هدف د تروريزم مخنيوی نه، بلکې د افغانستان د تاريخي سيمو راخپلول دي. اوس پاکستان د اغزن تار ترڅنګ په داسې لوړو او ستراتيژيکو سيمو کې پوځي چوڼۍ او تاسيسات جوړ کړي او جوړوي چې تر اغزن تار دېخوا تر (۵۰) کيلو مترو زياته ساحه تر څار او اور لاندې نيولی شي.
اوس چې نوی حکومت راغلی، د دوی اړوندو سيمه ييزو پوځيانو په ځينو سيمو کې اغزن تار راټول کړی او په ځينو کې يې د تار د غځولو مخنيوی کړی دی. ولس هم د دوی د دې کار ملاتړ کړی دی. د نوي حکومت پر چارواکو که څه هم د دوی د مخالفينو له خوا دا تور دی چې له پاکستاني ادارو سره اړيکي لري او دا کار يې ((نمايشي)) بڼه لري، خو دلته چې سړی ظاهر ته ګوري، نو د دوی دا هڅه يو ملي کار ګڼل کېږي او شرعي حکم هم همدا دی چې شرعه ظاهر ته ګوري. د افغان ولس هيله هم همدا ده چې اغزن تار بايد ژر تر ژره راټول شي. نويو چارواکو ته دا يوه ښه موقع ده چې خپل ملي رسالت او استقلاليت ملت ته ثابت کړي. يو شمېر خلک په دې نظر دي، چې طا.ل.بان اساساً مذهبي او عقيده يي خلک دي، اسلام ته له خپل ليدلوري تر هر چا زيات معتقد او متعهد دي، خو هېوادپالنه او ملتپالنه يې هم په طبيعي ډول په ځينو عملونو کې څرګندېږي.
که د نوي حکومت سيمه ييز چارواکي د ولس په مرسته د اغزن تار د غځولو او د پاکستان د پوځي تاسيساتو د جوړولو مخه ونيسي او غځېدلی تار راټول او تاسيسات يې ړنګ کړي، نو پاکستان د دويم ځل لپاره دومره اقتصادي او روحياتي وس نه لري چې بيا دې هم دې کار ته دوام ورکړي، امريکا ته په سيمه کې هغه پخوانۍ مينه او لېوالتيا پاتې نه ده، چې يو ځل بيا دې پاکستان ته دومره دروند مالي لګښت وزغمي او خپله پاکستان هم له اقتصادي پلوه ددې جوګه نه دی چې په خپلو پيسو دې ، دې کار ته دوام ورکړي.
کېدی شي په دې کار کې ځنډ او خنډ ددې سبب شي چې افغانستان پياوړی شي او بيا په مناسب وخت کې له پياوړي حقوقي دريځه د خپلې خاورې د خپلولو هڅه وکړي. يوه بله وسيله دا هم ده، که افغانستان کې اوسنی حکومت، د پاکستان ط.ال.بانو ته هم د يو اسلامي حکومت د جوړېدو سپارښتنه وکړي، ښه به شي، ځکه چې دا کار د اسلامي شرعې له مخې هم هېڅ ډول ممانعت نه لري، نو که پاکستان کې رښتيا هم يو اسلامي حکومت جوړ شي او شريعت په کې نافذ شي، نو افغان ولس به تر ډېره حده د دوی د استخباراتو له توطيو وژغورل شي. په پاکستان کې مذهبي ګوندونو ته به هم دا يوه ښه ازموينه وي، چې افغانستان کې يې د شرعي نظام لپاره د خلکو د هڅولو غوښتنه کوله، اوس هلته څه کوي؟ که پاکستان کې رښتيا هم د شرعي نظام د انفاذ لپاره جهاد پيل شي، نو ټول به ترې خوند واخلي. مذهبي ګوندونه، پوځيان او استخبارات ټول به په افغانستان کې د جهاد د قيمت په کچه ښه پوه شي . اوس وخت کې له پاکستانه د خلاصون يوازينۍ موثره لار، په پاکستان کې همدا د جهاد پيل او د شریعت انفاذ دی او بس. د پاکستان جوړښت او اساس، پر چل، فريب، خيانت، منافقت، سود، پور او سياسي توطيو ولاړ دی. يو رښتينی شرعي نظام د دې ټولو ناروغيو لپاره ښه درملنه ده.
Leave A Reply

Your email address will not be published.