The news is by your side.

افغانستان په وروستيو دوو لسيزو کې

لیکنه: حشمت ناصري

0

افغانستان چې يو وخت د سيمې تر ټولو امن هېواد و، د دريو لسيزو کورنيو جګړو له پيل وروسته پر کنډوالې بدل شو. د همدې کورنيو جګړو په پايله کې له (۷) ميليونو څخه ډير افغانان مهاجر او بې ځايه شول، (۲) ميليونه شهيدان او (۲) سوه زره نور يې معلول او معيوب شول.

په امريکا کې پر سوداګريزو مرکزونو بريد نړۍ له دروند خوبه رابېداره کړه او نړيوالې ټولنې، چې له افغانستان سره يې اړيکې شلېدلې وې، د بحران د حل لپاره هڅې پيل کړې.

د بُن کنفرانس او په‌کې شوي توافقات د دې لامل شول چې په افغانستان کې د یوه نوي سیستم بنسټ کېښودل شي. د بُن په کنفرانس کې افغانانو هوکړه وکړه چې د نړيوالې ټولنې په همکارۍ به يو معتدل، دیموکراتيک او قانونمن دولت په افغانستان کې رامنځ‌ته کوي. د دې هوکړې پايله دا شوه چې يوه لنډمهالې اداره رامنځ‌ته شي څو د بُن کنفرانس پرېکړې عملي بڼه خپله کړي.

لنډمهالې اداره رامنځ‌ته او وروسته پر انتقالي دولت بدله شوه چې په دې سره په افغانستان کې د خلکو د غوښتنو او ارمانونو سره سم د يو دموکراتيک نظام د جوړېدو لپاره لومړنی ګام پورته شو. له ټول هېواد څخه د ۵۰۳ تنو انتخابي او انتصابي استازو په ګډون لويه جرګه جوړه او خلکو ته د خپل راتلونکي برخليک د برابرولو په اړه زمينه برابره شوه.

په لويه جرګه کې د نورو مهمو او ملي مسايلو تر څنګ د افغانستان اساسي قانون هم په ۱۲ فصلونو او ۱۶۲ مادو کې تصويب شو چې په دې کار سره په افغانستان کې د يو قانونمند او باثباته دولت د رامنځ‌ته کېدو زمينه برابره شوه.

د اساسي قانون له تصويب او د جمهوري رياست د لومړنيو ټاکنو په ترسره کېدو سره افغانستان د ولسواکۍ نظام پر لور ګامونه پورته کړل. په ټاکنو کې د خلکو په تېره بیا د مېرمنو ګډون دې پروسې ته يو نوی رنګ ورکړ او دا لړۍ هم په برياليتوب ترسره شوه.

د ولسمشريزو ټاکنو په ترسره کېدو او د انتخابي حکومت د چارو له پيل سره د نظام اساسي برخو ته د عملي بڼې ورکولو لپاره زمينه برابره شوه او د افغانستان ملي شورا (پارلمان) چې دا مهال د دولت ځواکمنه قوه ده، رامنځ‌ته او پر فعاليت يې پيل وکړ. دا مهال افغانستان يوې نوې مرحلې ته داخل شوی و او يو هېر شوي هېواد کرار کرار د نړيوالو پام د ځان پر لور راړولو.

د توکيو، برلين، لندن، پاريس او روم په څېر کنفرانسونو دې ته زمينه برابره کړه چې په اقتصادي، ټولنيز، نظامي او سياسي برخو کې د افغانستان بيارغونې لپاره مرستې راټولې شي.

د هغو تاسيساتو چې د کورنۍ جګړې پرمهال زيانمن شوي وو، بېرته د جوړېدو په موخه يې يوې ملي ستراتيژۍ ته اړتيا درلوده او بلاخره د نړيوالې ټولنې په مرسته افغان دولت د ملي انکشاف ستراتيژۍ په نوم يوه ستراتيژي برابره کړه.

د دې ستراتيژۍ په رامنځ‌ته کېدو سره په اقتصادي، ټولنيز او سياسي برخو کې بنسټيز ګامونه پورته شول او همدارنګه د پوليسو او ملي اردو بيا جوړېدو او رامنځ‌ته کېدو ته هم پاملرنه زياته شوه. دا مهال د ملي اردو سرتېرو شمېر تر ۲۰۰ زرو تنو او د ملي پوليسو شمېر له ۱۰۰ زرو تنو ته رسېدلی.

د رسنيو ازادي هغه څه وو چې خلکو يې هېڅ تمه نه درلوده، خو انتخابي حکومت ورته پاملرنه زیاته کړه او دا مهال د هېواد په ۳۴ ولايتونو کې شاوخوا ۹۰۰ چاپي، غږيزې او تصويري رسنۍ پر ازاد فعاليت بوختې دي.

د ښوونځيو زده‌کوونکو شمېر دا مهال له اوو ميليونو څخه زيات دی چې له ډلې يې ۴۰ سلنه ښځينه زده‌کوونکې دي.

همدارنګه، د افغانستان په پوهنتونونو کې نږدې ۴ زره نارينه محصلين پر زده‌کړو بوخت وو، خو دا مهال شاوخوا ۱۰۰ زره محصلين چې له ډلې يې ۲۵ سلنه ښځينه دي؛ په پوهنتونونو کې پر زده‌کړو بوخت دي.

د نورو ممهمو بدلونونو تر څنګ، د قوي او باثباته پشتوانې سره د نويو پيسو چاپ هم د کورنۍ او بهرنۍ سوداګرۍ ودې او پراختيا ته زمينه برابره کړه.

په وروستيو دوو لسيزو کې افغان حکومت د هېواد په ۳۴ ولايتونو کې د سلګونو روغتونونو او روغتيايي مرکزونو په جوړولو سره روغتيايي خدماتو ته د خلکو لاس‌رسی اسان کړ او د مور او ماشوم د مړينې کچه يې د پخوا په پرتله خورا راټيټه کړه.

د برېښنايي انرژۍ تامين د افغان حکومت يو له مهمو لومړيتوبونو څخه شمېرل کېده. په لومړيو وختونو کې شاوخوا ۶ سلنه خلکو برېښنا ته لاس‌رسی درلود، خو په تېرو دوو لسيزو کې دا شمېر تر ۴۵ سلنې لوړ شوی دی.

همدا ډول د مخابراتي شبکو له رامنځ‌ته کېدو سره دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۰ ميلیونه خلک له مخابراتي اسانتياو څخه برخمن دي او شپږ ميلیونه افغانان له انټرنيټي خدماتو څخه استفاده کوي.

د وروستيو دوو لسيزو په جريان کې افغان حکومت د کروندګرو، مالدارانو او باغدارانو د ودې لپاره د هېواد په ۳۴ ولايتونو کې له ۴۰ زرو څخه زیاتې انکشافي پروژې تطبيق کړي دي.

همدارنګه د هېواد په کچه د نږدې ۶ زره کلیومتره سړک په رغونې؛ کلي له ولسواليو، ولسوالۍ له ولايتونو او ولايتونه له ښاري سيمو سره نښلول شوي دي او د خلکو د تګ راتګ، په تېره د سوداګريزو راکړه ورکړې او د کرنیزو اقلامو د انتقال په برخه کې لازم اسانتیاوې رامنځته شوي دي.

په حقوقي بڼه د ځمکوالۍ چارو تنظیم او ښاري پراختیا په برخه کې چې پایله یې اقتصادي وده او ټولنیز هوساینه ده د حکومتوالۍ اړین اسناد تدوين او تصويب شوې چې په دې کار سره نه يوازې د شاوخوا ۱۰۰ کلونو پخوانۍ تشه ډکه شوې بلکې د افغانستان د ځمکوالۍ چارو تنظیم په تړاو ۵۰ کلن واضح او مډرن لید لوری رامنځته شوی چې له امله یې د هېواد په کچه د حکومت ملي او انکشافي پاليسيو او پلانونو تطبيق ته لازم فرصتونه برابر شوي دي.

له دې ټولو سره سره افغانستان نور په نړۍ کې د يو منزوي او وروسته پاتي هېواد په توګه نه پېژندل کيږي. افغانستان دا مهال د ۳۴ مقيمو سفارتونو او ۳۸ غيرمقيمو سفارتونو کوربه دی.

په ورته وخت کې افغانستان په نورو هېوادونو کې ۴۲ سفارتونه او ۱۶ چنرال قونسلګرۍ لري. دا مهال افغان دپلوماتان په لوړو بين المللي مقاماتو کې فعاله ونډه لري.

په سارک، ايکو، کاريک او نورو نړيوالو سازمانونو کې د افغانستان غړيتوب د دې ښکارندويي کوي چې دا هېواد په سيمه‌ييزه او نړيواله کچه فعاله ډپلوماسي لري.

دا مهال افغانستان سختې او نه‌هېرېدونکې مرحلې تر شا پرېښي دي او اوس ټول افغانان تر يو بېرغ لاندې په سوله‌ييز چاپېريال، دوستۍ او ورورولۍ سره ژوند کوي. کوچنيان او ځوانان په خندنۍ څېره د زده‌کړو ترلاسه کولو په موخه ښوونځيو او پوهنتونونو ته ځي.

ښځې او مېرمنې چې يو وخت له خپلو حقونو او امتيازاتو څخه بې برخې او په انزوا کې وې، دا مهال له نارينه‌و سره اوږه په اوږه په سياسي، ټولنيز، فرهنګی او اقتصادي برخو کې فعاله ونډه لري.

اوس‌مهال افغانان په ملي پروسو کې د مشارکت له لارې د هېواد په ګټه خپله فکر کوي، خپله تصميم نیسي او خپله انتخابات کوي.

دا مهال هر افغان خپل ورک شوی هويت بېرته پيدا کړی او د خپل روښانه راتلونکي لپاره فکر کوي.

له دې ټولو سره سره افغانستان اوس هم يو اوږد سفر په مخ کې لري، تر څو د پرمختګ او ټولنيزې ارامۍ لوړو څوکو ته ورسيږي.

هيله ده چې په نظام کې ملي همبستګۍ او د خلکو مشارکت د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره وسيله وګرځي.

(Visited 38 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.