The news is by your side.

افغان سوله په کوم قیمت؟ (۲)/ ایمل جلال

0

د تېر په دوام پدې لیکنه کې د افغان سولې پر دویم اړخ یعنې بهرني اړخ خبرې کوو. پدې اړخ د پوهېدلو لپاره لاندې مثال ته ښه پام وکړئ:
وېنزوېلا په جنوبي امریکا کې د نفتو د زېرمو له پلوه د سیمې تر ټولو شتمن هېواد دی. ولسمشر یې نیکولاس مادورو نومېږي. په هېواد کې د اقتصادي ستونزو په بهانه دا څو میاشتې کېږي چې لاریونونه روان دي. تېره اونۍ د خوان ګوایدو په نامه د مخالفینو مشر په یوې غونډه کې ځان د وېنزوېلا د نوي ولسمشر په توګه اعلان کړ. سمدستي د امریکا، کاناډا، برازیل، کلمبیا او یو زیات شمېر نورو هېوادونو لخوا په رسمیت وپېژندل شو. له بله پلوه د هېواد د برحال ولسمشر نیکولاس مادورو نه بیا د چین، روسیې او ترکیې په ګډون د نړۍ یو شمېر نورو هېوادونو ملاتړ وکړ. اوس دا معلومه نه ده چې ددې هېواد او خلکو راتلونکې به څنګه وي. ځکه راتلونکې یې اوس د امریکا، کاناډا، برازیل، چین، روسیې او ترکیې په څېر د هېوادونو په لاس کې ده. اوس به دوی یو بل سره تر هغه ډغرې وهي تر څو د یو ملت د سرنوشت په اړه سره جوړ شي او په وېنزوېلا کې داسې نظام رامنځته کړي چې د ټولو په ګټه وي چې دا ناممکنه ده.
که لږه توجه وکړئ، پورتنی مثال د ماهیت له مخې د افغان سولې د بهرني جهت سره کټ مټ اړخ لګوي. که چېرې له احساساتو را ووځو او د سیاست منطق ته غوږ ونیسو نو ټول باید پدې پوه شي چې د افغان سولې بهرنی اړخ دومره پېچلی دی چې له بده مرغه په هېواد کې حقیقي سولې او ثبات ته رسېدل شاید کلونه وخت ونیسي. پوهېږم. موږ احساساتي ملت یو او دا خبرې پر هېچا ښه نه لګي خو لږه ورته زړه تنګ کړئ!

۱ – د افغان سولې په بهرني اړخ کې تالېب رول نه لري. دلته د قاعدې له مخې هېوادونه یو بل سره خبرې کوي. دلته د تالېب رول سمبولیک دی او د هېوادونو ترمېنځ د پیغام رسونکي یا رېبار رول لري. تالېب د افغانستان پر سر د روسیې، چین، امریکا، پاکستان، ایران، ترکیې، هند او عربي هېوادونو د چانه زنۍ یوه ابزاري وسیله ده تر څو هر هېواد په افغانستان کې خپلې ملي ګټې خوندي کړي. تالېب قدرت غواړي او په هر قیمت چې وي غواړي یې. آیا باور لرئ چې داسې سوله ممکنه ده چې په عین حال کې د ټولو هېوادونو ملي ګټې په کې خوندي وي؟!

۲ – کاشکې ټوله مسئله یواځې د بهرنیو ځواکونو د حضور په اړه وي. دلته د پاکستان او ایران سره د ډیورند او اوبو پر سره د افغانستان جنجال، په افغانستان کې د هند او پاکستان د نفوذ پر سر جنجال، په سیمه کې د چین اقتصادي ګټو ته د احتمالي ګواښونو پر سر د چین جنجال، له افغانستانه چین ته د راډیکال اسلامیزم د پراختیا د ګواښ پر سر د چین جنجال، د افغانستان له لارې سوېلي آسیا ته د انرژۍ د لېږد د لیکو پر سر د روسیې جنجال، په افغانستان کې د کلتوري او سیاسي نفوذ پر سر د ایران – سعودي عربستان د رقابت جنجال، په هېواد کې د ترک توکمه لږه کیو او د اسلام د اردوغاني وېرژن له لارې د ترکیې د نفوذ جنجال، د سعودي او اماراتو په مقابل کې د قطر او ترکیې د بلاکونو ترمېنځ د رقابت جنجال، د اندونېزیا په څېر د پراختیا په حال کې د هېوادونو بهرني سیاست ته د افغانستان د داخلېدلو جنجال…
دلته لسګونه نورې کیسې هم درته لیکلی شم خو فکر کوم د مشت نمونه خروار په توګه به همدا بس وي. که مو پام کړی وي په پورتنيو جنجالونو کې حتا د امریکا نوم هم نه دی اخیستل شوی. اوس څه فکر کوئ چې له افغانستانه یواځې د بهرنیو ځواکونو وتل به حقیقي سولې او ثبات ته لار هواره کړي؟!
۳ – سوله هېڅکله په جنګ نه اخیستل کېږي. د نیویارک ټایمز د خبر له مخې تالېبانو منلې ده چې په افغانستان کې به د القاعدې او داعش سره جنګېږي. دې باریکۍ ته ښه پام وکړئ: آیا تالېب سوله کوي که د جګړې صف د امریکا پر پلوۍ بدلوي؟ ددې جملې کلیوالي معنا دا ده چې په افغانستان کې به جګړه جاري وي خو نوم به یې د القاعدې او داعش سره مبارزه وي او تالېب به یې د لومړۍ کرښې عسکر وي.
که تر دې ځایه مو لوستی وي په راتلونکې برخه کې به د سولې په بهیر کې د افغان حکومت د رول، خنډونو، ننګونو، فرصتونو او بلاخره د سولې د شونتیا په اړه بحث وکړو.

افغان سوله په کوم قیمت؟ (۱)/ ایمل جلال

(Visited 92 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.


cheap jerseyscheap nfl jerseyscheap mlb jerseyscheap jerseys