The news is by your side.

افغان ټبر د تاریخ په اوږدو کې

دولت وزیري

0 35

افغان ستر ټبر دی، تل يې د نړۍ په تاريخونو کې د ځان لپاره ځای موندلی دی. ویاړونه یې ګټلي، قربانۍ یې ورکړي او مبارزې یې کړي دي. یا يې په خپله خپلواکه واکمني کړې ده او یا له نورو سره په واکمنۍ کې شریک واکمن وو، خو د خپلو واکمنیو په ساتلو نه دي بریالي شوي او دښمن یې هم له بې اتفاقیو ګټه اخیستې ده.

که د هندوستان د تاریخ پاڼې واړول شي، وبه لیدل شي چې افغانانو د پېړیو- پېړیو لپاره هلته خپلواک حکومتونه لرل او یا له نورو سره په حکومتونو کې شریک وو.‌ ډېر کم داسې پېښ شوي دي چې د دوی واکمني دې په خپلواکه توګه د نورو له خوا له ګواښ سره مخ شوي وي.

کله چې د دوی واکمنۍ ته د پای ټکی کښېښودل شوی دی، هغه به هم مستقیماً د نورو پښتنو له خوا و او یا به په غیرمستقیمه توګه له نورو سره د پښتنو په مرسته دا کار تر سره شوي وي.

که په هند کې د افغانانو واکمنیو ته لنډ نظر وکړو، وبه ګورو چې هلته په ډيلي کې افغان غوریان له ۶۰۲ څخه تر ۶۸۹ هجري قمري کال پورې واکمنان وو. نامتو واکمنان يې قطب الدین ایبک، ارامشاه، شمس الدین التمش، رکن الدین، سلطان راضیه، نصیر الدین بیرام، بلبن او معزالدين کيقباد وو. د دې کورنۍ وروستی واکمن د کیقباد درې کلن زوی و، چې په ۶۸۹ هجري قمري کال يې واکمني د افغان غلجیانو له خوا پای ته ورسېده. په خپله افغانان پر دوی نازل او واکمنۍ ته يې د پای ټکی کیښود. له دوی وروسته افغان غلجیان له ۶۸۹ څخه تر ۷۲۱ هجري قمري کال پورې په ډيلي کې واکمن وو. د دوی نامتو واکمنان جلال الدین غلجي، علاوالدین غلجي، شهاب الدین عمر او قطب الدین مبارک شاه وو. د دې کورنۍ وروستی واکمن نصیر الدین خسروشاه و، چې واکمنۍ ته يې د افغان لوديانو له خوا د پای ټکی کېښودل شو.

 لوديانو پورې تړلي کورنۍ د تغلقشاهانو په نامه له ۷۲۱ هجري قمري کال څخه په ډيلي کې واکمنه شوله. د دوی نامتو واکمنان غياث الدين تغلقشاه، الغ خان«محمد تغلق» ملک فېروز باربک«فېروزشاه تغلق», غياث الدين تغلق، ابوبکر شاه، ناصرالدین محمد او همایون وو.

له همایون وروسته واکمن نصرالدین محمود و، چې په ۸۰۱ هجري قمري کال يې واکمني د افغانانو په مرسته د ګوډ تېمور له خوا پای ته ورسېده. خو بیا هم په سیمه ییزه توګه په پنجاب او سند کې حضرخان واکمن و چې تر ډيلي پورې واکمني کوله.

په ۸۱۵ هجري قمري کې يې د ناصرالدین له مړینې سره واک پای ته ورسېد او پر ځای يې په ډيلي کې واک دولت خان لودي ته ورسېد، خو په ۸۱۷ هجري قمري کال د خضرخان له خوا مات او د خضرخانیه په نامه یوه کورنۍ واک ته ورسېده. دا کورنۍ هم د افغانانو په نیازیو یا لودي کورنیو پورې تړلې کورنۍ وه.د دې کورنۍ نامتو واکمنان خضرخان، مبارک د سلطان معزالدين زوی، مبارک شاه او عالم شاه په نامه وو.د دوی واک تر ۸۵۵ هجري قمري کال پورې و او له دوی وروسته په ډيلي کې د لوديانو خپلواکه واکمني رامنځته شوه.

د دې کورنۍ لومړی واکمن ملک بهلول«بلوخان» په ۱۴۵۱ م کال « ۸۵۵ هجري قمري کال» واکمن شو. له ده وروسته زوی يې سلطان سکندر لودي په ۱۴۸۹ م کال واک ته ورسېده. له ده وروسته زوی يې سلطان ابراهیم لودي په ۱۵۱۷ م کال پاچا شو. خو د پخوا په څېر  په ۱۵۲۶ م کال د بابر له خوا د پنجاب پښتون واکمن دولت خان په مرسته له واکه لیرې کړای شو.

فریدخان چې وروسته په شېرشاه سوري مشهور شو، په ډيلي کې د بابر زوی همایون ته ماتې ورکړه او د سوريانو حکومت يې رامنځته کړ. د دوی واکمني له ۹۴۵ څخه تر ۹۶۲ هجري قمري پورې دوام وکړ. د دې کورنۍ وروستی واکمن عادل شاه سوري و چې د بابر له زوی همایون څخه يې هم د پښتنو په مرسته ماته وخوړله او واکمني ته يې د پای ټکی کښېښودل شو.

پر دې واکمنیو سربېره ځینو افغان کورنیو د کلونو- کلونو لپاره په هند کې سیمه ییز حکومتونه جوړ کړي وو. د بېلګې په توګه د بنګال سیمه ییزې واکمنۍ څخه چې له ۷۳۹ څخه تر ۹۴۵ هجري قمري کال پورې وه، یادونه کولای شو. وروسته دغه سیمه شیرشاه سوري له مغلو څخه تر ۹۶۴ هجري قمري کال پورې په ځان پورې وتړله. په همدې توګه په کشمیر کې هم له ۷۴۷ څخه تر ۹۹۷ هجري قمري پورې د افغانانو سیمه ییز خپلواک حکومت و.

د ملتان حکومت هم د ۸۴۴ څخه تر ۱۰۰۱ هجري قمري کال پورې د افغانانو په لاس کې و. بل سیمه ییز حکومت له ۷۹۶ څخه تر ۸۸۴ پورې د جونپور افغان حکومت و، خو وروسته د ډيلي د لودي افغانانو له خوا ختم شو.

په دکن کې هم د افغانانو سیمه ییز خپلواک حکومت له ۷۴۸ څخه تر ۱۰۹۸ هجري شمسي کال پورې په واک کې و. د افغانانو بل سیمه ییز حکومت د ګجرات حکومت و چې له ۷۹۸ څخه تر ۹۸۰ هجري قمري پورې واکمن و. له دې سره د مالوه سیمه ییزه واکمني هم د ۷۹۴ او ۹۳۷ هجري قمري کلونو تر منځ د افغانانو په لاس کې وه. د ۷۸۴ او ۱۰۰۹ هجري قمري کلونو تر منځ د خاندېش سیمه ییزه واکمني هم د افغانانو بله واکمني وه.

پورته یادې شوې ټولې واکمنۍ د افغانانو په مټو او هلو ځلو رامنځته شوې وې، خو له بده مرغه افغانانو په خپلو منځو کې د بې اتفاقۍ له امله خپلې واکمنۍ ونه شوې ساتلای. اوس هم همدغه بدمرغي دوام لري او ټول ملت د بدمرغیو په لمبو کې سوځي.

نړیوال په تاریخونو پوهېږي او له تجربو يې ګټه پورته کوي، ځکه هغوی افغانان یووالي ته نه پرېږدي. هغوی پوهېږي که افغان متحد شول بیا د احمدشاه بابا خبره:

چې د هند د ملکو فتحه مې روزي شوه

ترو به زه د هند په لور په تماشه ځم

پر دا کړې داد دې خدای نه شي پښیمانه

نو ایران لره په توغ په نغاره ځم

Leave A Reply

Your email address will not be published.