The news is by your side.

الوداع

لیکنه: شمس الحق حیران

0

پېشنمی وشو، د وروستۍ روژې سهار راختونکی دی، له لېرې جوماتونو د ګڼو آذانونو آزانګې زړونه ښکلوي، سترګې مې ډکې دي او رمضان ته په رپېدونکو شونډو الوداع وایم. موږ دواړه دېرش ورځې ډېر خواږه ملګري وو او له یو بل پرته مو یوه شېبه هم نه تېرېده. موږ دومره صمیمي وو چې آن د خولې مړۍ مو هم شریکه وه. رمضان به په مینه د نیمې شپې په تر ټولو غوره او رحماني شېبو کې له آرام خوبه پاڅولم، د مورجانې په څېر به یې په ناز ناز ښکلولم، د ستورو جنتي څېرې یې راباندې لیدې، د سمندرمخې چوپتیا غېږه یې د تکبیر او تهجد په ولولو راباندې ماتوله، د مانځه پر مهال زما د شپې له سلګیو یې خوند اخیست، آن د خپلې مینې د څادر په سپېڅلې پيڅه یې زما د بې اختیاره اوښکو له امېله تویېدونکې مرغلرې د نورو له نظره پوښلې.

رمضان د وږو او فقر ځپلیو انسانانو د تشو ګېډو، سویو آهونو او ځوروونکي انتظار له درده خبر کړم، رازده یې کړل چې په ډک جیب او شتو مې غره نه شم، په شپو ورځو ویده نه شم، د وچولي د ژورو ګونځو منځ کې جوړې شوې د ترخې غوسې ژورې غوندې کندې، د موسکا او پراخۍ په تانده للمه کړمه ډکې او اوږې مې د روحي فشار له دروند بار کړمه سپکې. رمضان مې شونډې د ایثار او مهربانۍ په یخه چینه کېښودې، د زړه له پاسه د بې دردۍ ګردجنه کړۍ مې د احساس او درک په سپينو اوبو پاکه او د کلونو تنده مې یو ځل بیا ماته شوه. د وجود په رګ رګ کې مې د انسانیت او بشرپالنې احساس په څپو شو او د پېړیو مړژواندي واقعي جسم او څېرې مې طبیعي نور خپل کړ. رمضان راباندې ګران و، موږ تر یو بل جارېدو، موسېدو او د ریان د دروازې په سپين ځنځير به؛ هره شپه او ماښام دواړه زنګېدو. رمضان د ستونزو ګاللو زرګونه لارې راوښودې، د یتیم د شلېدلو جامو د هر تار او پیوند په ژورو کې یې د انساني مینې روڼ څرک راباندې ولید، هغو بې کسه کورنیو ته یې ورنږدې کړم چې دلته نږدې په چم ګاونډ کې مې بشپړ کال اوسېدې، سهار او بېګا د وږیو بچیانو له سلګیو نالېدې؛ خو زما د خودبینۍ او پانګوالۍ پردو پوښلیو غوږونو يې کریغې نه اورېدې.

د رمضان د ستړي مسافر خوا کې مې ګڼ سهارونه په قرآني ولولو او تلاوت پیل کړل، ډېرې غرمې مې په وچو شونډو تېرې کړې، ډېرو مونځونو او دعاګانو د خپلې مانا تل ته یووړم، د خدای زرګونه قدرتونه مې د ارتو کایناتو په دې بې حسابه جوړښتونو کې ولیدل.

رمضان بې ډالۍ مسافر نه و، د آسمانونو له هاخوا د راوړې طلایي خورجین په تل کې یې رحمت، مغفرت او د جهنم د بندو دروازو زېری؛ ټول په ډالۍ راته راوړي و. هره لحظه یې ټينګار راباندې کاوه چې له راوړل شویو ډالیو یې څکه وکړم، د ریاضت زرګونه تاکتیکونه یې رازده او د قرآني آيتونو په ګلبڼ کې یې د تلاوت، ژباړې او تفسیر په وږمو تازه کړم.

رمضان زما په شخصیتي ښکلا د رښتوني انسانیت او خواخوږۍ د عاليشانه ځانګړنو د پسوللو تر څنګ؛ د ستر انسان حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د سیرت، تګلوري او ژوندلارې بلې ډېوې هم په لاس راکړې چې د یوویشتمې پېړۍ له تاړاکونو ډک ژوند تیاره اړخونه پرې روښانه او د باعزته او ویاړلي مقصود منزل ته پرې له کږلېچونو ډکه لار رالنډه کړم، د ژوند په واقعي مانا یې بیا پوه کړم او د بشري مینې او ټول منلیو ارزښتونو له مفهوم سره یې هم آشنا کړم.

 خو رمضان مې نور یوازې پرېږدي، رمضان نور درومي. د آسماني اوږده سفر په نیت یې خپله زرزري توښه ورسره اخیستې او پر بشري نړۍ خپلې پرتې رحماني وزرې ورټولوي. خدایه! له رمضان بېلېږم، سلګۍ مې ستوني کې نښتې دي؛ ځکه نن یې د وروستي ځل لپاره په نیمه شپه رابیدار کړم، ستا د ذکر او تجهد خواږه یې راوڅکل، د سپېدو په خپرېدو مې د دغه نازنین ملګري د بېلتون شېبې ورو، ورو رالنډېږي او اړ یم چې د الوداع په نارو یې رخصت کړم. خدایه! کاش نن ورځ کال شي، اوږده شي، هلته د کایناتو تر شا – په بله نړۍ کې دمه شي او هماغومره ځنډ وکړي لکه ما چې د خپل رمضان هرکلي ته د انتظار په شېبو ويستلی و. خدایه! رمضان درومي؛ خو زه به همدلته پاتېږم، زه به د ژوند لیکل شوی پور پرې کوم او بیا به ستا خوا ته درستنېږم. خدایه! د نړۍ پر مخ ژوند سخت شوی، کرکه خپره او مینه د عداوت په تورو لاسونو زندۍ شوې ده. خدایه! بېرته مې په هغه انسان مه بدلوه چې له رمضان وړاندې وم؛ خدایه! زړه مې مه سختوه، د چا د ځورولو، ښکنځلو او وژلو ځواک مه راکوه، ژبه مې ستا په ذکر ګویانه، زړه مې د مهربانۍ په اوبو خړوب، څېره مې د تکبر له غبار پاکه او سترګې مې د حیا له نوره ډکې ولره. خدایه! په ژبه، ذهن او مټو مې د حلالې روزۍ ګټلو برکت کېږده او له حرام عاید او شتو مې ځان، آل او عیال وساته. خدایه! د رمضاني مبارزې، ایثار، خیرښېګڼې، احساس، انساني عاطفې، خواخوږۍ او ستونزو ګاللو د میړانې ټولې ځانګړنې راسره ملې ولره. خدایه! ما تر بلې دې میاشتې ژوندی وساته چې یو ځل بیا مې د ژوند تر ټولو غوره ملګري رمضان ته په رحماني مینه هرکلی ووایم او په ملتیا یې ستا د رضا ګټلو او مینې تنده خړوبه کړم!  آمین ثم آمین

 

(Visited 36 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.