په جوزجان کې ځینو سرچینو سرخط ته ویلي چې طالبانو په شمالي ولایتونو، په تېره بیا جوزجان کې دې ډلې د ماشومانو جلب او جذب ته زور ورکړی او د دغه ولایت د لسګونو کمعمره ماشومانو مغزونه یې ورته مینځلي دي.
د دوی په وینا، طالبان له کمعمره ماشومانو په ځانمرګيو بریدونو، بمي، په تېره د چسپکي ماینونو په چاودنو او ترور کې ګټه اخلي او د همدې لپاره یې په دغو ولایتونو کې دغې لړۍ ته زور ورکړی دی.
د جوزجان یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې یاد شي وايي، طالبانو تازه د دغه ولایت له اقچې ولسوالي شاوخوا سل کمعمره ماشومان له ځانه سره بېولي او په ځانګړیو مرکزونو کې ورته روزنه ورکوي.
د دغه کس په وینا، طالبانو له دې پرته چې د کمعمره ماشومانو مور او پلار او یا د کورنۍ نور غړي خبر کړي، د هغوی زامن یې پر خپل سر بېولي او غواړي د مغزونو تر مینځلو او نظامي روزنې وروسته یې د افغانانو، په تېره افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او نورو دولتي مامورانو پر وړاندې ودروي.
په همدې حال کې د شبرغان یو اوسېدونکی ذبيح الله چې ۱۵ کلن زوی یې طالبانو د ترهګریزو بریدونو لپاره د روزنې لپاره بېولی و او اوس بېرته کور ته را ګرځېدلی وايي، زوی یې څو ورځې وړاندې د سیمې د پټ مخیو طالبانو له لوري بېول شوی و، دوی پسې سرګردانه وو او نه پوهېدل چې مړ دی که ژوندی، خو له څو ورځو هلو ځلو او پلټنو وروسته ورته په ډاګه شوه چې طالبانو بېولی او روزنه ورکوي.
د ده په وینا، زوی یې د طالبانو د فعالیتونو، چلند او فکر په اړه ډېرې کیسې ورته کړې چې په وینا یې، دغې ډلې د ده د زوی په ګډون، لسګونه نور ماشومان داسې روزلي چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ به ان د خپلې کورنۍ پر غړیو هم رحم نه کوي او څه ډول یې چې د مشرانو له لوري ورته لارښوونه وشي، له ځنډ پرته به یې عملي کوي.
بل خوا د جوزجان محلي چارواکیو هم تایید کړې چې طالبانو تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې لسګونه کمعمره ماشومان د هغوی د کورنیو له خبرېدو پرته له ځانه سره بېولي او د خپلو نظامي موخو لپاره یې کاروي.
د دوی په وینا، طالبان د تنکیو ځوانانو تر څنګ، کمعمره ماشومان ځکه د روزنې لپاره بیايي چې د په وسیله یې د لویانو هغو په پرتله ښه او ژر خپلې موخې چې ترهګریز بریدونه، ترور او ماین چاودنې دي عملي کولای شي.
د یادونې وړ ده چې طالبانو به مخکې هم ګڼ شمېر کمعمره ماشومان د دیني زدهکړو په بهانه پاکستان ته لېږل او هلته به یې د پاکستان په سلګونو دیني مدرسو کې چې د دا هېواد د ایايسای او پوځ تر مستقیم څار لاندې د دیني زدهکړو تر څنګ، فکري او نظامي روزنې هم ورکول کېدې.
که څه هم دا لړۍ اوس هم روانه ده او لسګونه زره افغان ماشومان او تنکي ځوانان اوس د پاکستان په دیني مدرسو کې پر فکري روزنو او په نوبت سره نظامي زدهکړو بوخت دي.
تنکي ځوانان او کمعمره ماشومان هغه نوی نسل دی چې د هېواد راتلونکی سرنوشت ورسره تړلی او څومره چې د وسلهوالو ډلو او ترهګرو لاس ته ولوېدل، په هماغې کچې اوس او هم په راتلونکي کې د هېواد لپاره خطرناک دي چې ډېر ګواښونه پېښولای شي.
مدني فعال حامد افغان وايي، حکومت او د ماشومانو او تنکیو ځوانانو کورنۍ باید د خپلو بچیانو او د هېواد راتلونکې ته جدي پام وکړي او اجازه ور نه کړي چې د ترهګرو لاس ته ولوېږي او هغوی یې د هېواد، خلکو او ان انسانیت پر وړاندې وروزي. دا د دوی مسوولیت دی او په هر ډول چې کېږي، باید مخه یې ونیسي، که نه بدې پایلې لرلای شي.
هغه زیاتوي، وسلهوالې ډلې که څه هم د خپل هېواد او خلکو پر وړاندې یې وسله را اخیستې او د پردیو په لارښوونه او اشاره یې پر وړاندې جنګېږي، خو د کمعمره ماشومانو ناوړه کارول باید پرېږدي او د هغوی له ژوند سره لوبې و نه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د وسلهوالو ډلو ډېره برخه همدا تنکي ځوانان او کمعمره ماشومان جوړوي او په هېواد کې د روانې جګړې پر مهال په ځلونو داسې تنکي ځوانان او کمعمره ماشومان نیول شوي او وژل شوي چې که په ښه ډول روزل شوي وای، د هېواد راتلونکی به پرې روښانه و.
If you’re interested in writing for Dawat Media, Dawat Media 24 and Afghan Sabawoon – please send us an email via dawatmedia@yahoo.com