The news is by your side.

امنيتي او دفاعي پر کومه خوا؟

جنرال دولت وزیري

0

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او د امریکا متحده ایالاتو تر منځ امنيتي او دفاعي تړون د لسو کلونو او له هغه وروسته کلونو لپاره لاسلیک شو.

په تړون کې د ۲۰۱۴ میلادي کال په پای کې د نړیوالو ځواکو تر وتلو وروسته د نړیوالې ټولنې او افغان دولت تر منځ پر اړيکو او هغه دندې چې یوه خوا او بله خوا يې په اجراکولو مکلف دي، پرېکړه وشوه.

د تړون اساسي برخې:

– په افغانستان کې د سولې، امنیت، ثبات، د دولتي ادارو پیاوړتیا، د هېواد اوږدمهاله اقتصادي، اجتماعي انکشاف او د سیمه ییزو همکاریو هڅول،

– د وسله والو ځواکونو د پیاوړتیا، د القاعدې او نورو ترورستي ډلو ځپل او له منځه وړل.

– د شیکاګو د ۲۰۱۲ میلادي کال د مې میاشتې د ۲۱ مې نېټې د نړۍ د مشرانو تر منځ د کنفرانس پرېکړې چې له امله  يې د ۲۰۱۴ میلادي کال پای ته رسېدو سره به په افغانستان کې د ايساف ماموريت پای ته رسېږي او له دې وروسته به د ناتو په مشرۍ د قاطع ملاتړ د ماموریت ځواکونه د افغان د دفاعي او امنيتي ځواکونو روزلو، مشورو او مرستو ورکولو دندې پر غاړه لري.

– د افغانستان د دفاعي او امنيتي ځواکونو هغه برخو ته چې نه دي جوړې شوي او يا کمزورې دي پاملرنه وشي. لکه د افغانستان هوايي ځواک.

– د دواړو غاړو د موافقې په صورت کې د جګړې په ډګر کې له ځواکونو سره مرسته کول.

– په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له خوا افغان قانون ته درناوی او مراعات کول.

– د امریکا متحده ایالات مکلف دی چې د افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ له پاره هر کال مالې منابع پیدا کړي.

– افغان ځواکونو ته د وسلو او لازمو پوځي تجهیزاتو برابرول.

– د افغان ځواکونو له پاره د تاسیساتو جوړونه.

– پر افغانستان د بهرني تېرې په صورت کې به دواړه غاړې به په تفاهم کې غبرګون ښيي.

– د افغانستان د چاپېريال ساتنې ته پاملرنه.

– د افغانستان پر هوايي حریم حاکميت د افغانانو خپل حق دی.

– د شفافیت په راوستو کې مرسته او له فساد پر ضد ګډه مبارزه کول.

– د غه قرارداد له ۲۰۱۵ کال څخه تر ۲۰۲۴ کاله پورې او له هغې وروسته نافذ دی.

– دغه د دواړو خواو په موافقه تعدیل کېدلای شي.

– د دې قرارداد د فسخ کېدو له پاره بايد دوه کاله مخکې بلې غاړې ته خبر ورکړل شي.

راځو دې ته چې د دې تړون پورته مواد چې نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امريکايانو له خوا يې د بشپړولو ژمنه شوې وه، تر سره شوي دي؟

په تړون کې اساسي مساله په افغانستان کی د سولې او امنيت تامينول وو.

که چېرې حالت د ۲۰۱۵ م کال سره پرتله شي نه یوازې چې امنيت، سوله او ثبات ښه شوي نه دي، بلکې څو چنده نور هم خراب شوي دي.

په تړون کې د ادارو پر پياوړتيا او اقتصادي انکشاف ټينګار شوی و، که وګورو خلک مو له پخوا څخه لا بېوزلي او بېکاري خپل وروستي حد ته رسېدلې ده. د دې تر څنګ په ادارو کې ګډوډي او انارشيزم څو چنده ډېر شوی دی.

په تړون کې وسله والو ځواکونو ته پاملرنه، د هغو برخو جوړول چې لا نه دي جوړې شوي او د کمزورو برخو پر پیاوړتیا ټينګار شوی و.

که وګورو د يوې اردو د ځواکونو د حمايې له پاره توپچي، راکټي، زرهي او هوايې ځواکونو نه اشده اړتیا ده. ایا اوس زموږ په اردو کې توپچي، راکټي او زرهي ځواکونه ایجاد او جوړ شوي دي؟ ابدا چې نه دي شوي.

د دې تر څنګ هوايي ځواکونو ته څومره پاملرنه شوې ده. ايا زموږ هوايي ځواکونه د اردو ټولې اړتياوې پوره کولای شي؟ چې ابدا نه.

په هوايي ځواکونو کې د مدافعه هوايي ځواکونه وجود لري؟ ښکاره ده چې نوم يې هم نه شته.

د هوا د کنټرول له پاره د رادارو منظم سیسټم جوړ شوی دی؟ چې البته نه دی شوی.

بله مهمه خبره د اداري فساد په مخنيوي کې څومره شفافیت رامنځ ته شوی دی، حال دا چې په هکله يې د مخنیوي پر ځای یوازې پر نيوکو بسنه شوې ده، ځکه چې په فساد کې په ستره کچه دواړه غاړې لاس لري.

دا سمه ده چې د تاسیساتو پر جوړولو ډېره پانګونه شوې ده، خو دا پانګونه د افغانستان له شرايطو سره برابره شوې ده، د تاسیساتو د ساتلو او برېښنا په هکله ورته فکر شوی دی.

که وګورو په دې هکله قطعاً فکر نه دی شوی، کېدای شي د دوی له وتلو سره سم تاسيسات هم له منځه لاړ شي.

د برېښنا له پاره افغانستان د دومره تېلو د اکمال وړتیا لري چې هره ورځ په زرګونه ليټره تيل مصرف کړي؟

ایا په تاسیساتو کې د اوبو، مهماتو او تېلو ذخیرې جوړې شوې دي؟ البته چې نه دي شوي.

د بهرني تېري په صورت کې امريکايانو خپله ژمنه سر ته رسولې ده، د پاکستان له خوا پر افغانستان د زرګونو مرمیو وارولو په هکله دوی کوم غبرګون ښودلی دی؟ چې ابدا نه.

دا او دې ته ورته په سلګونو مسالې شته، چې نړیوالو ټولنې په خاصه توګه امریکایانو يې د ترسره کولو ژمنې کړې وې. زما په فکر سمه ده چې افغانان هم په دې هکله ستر مسؤليت لري، خو نړیوالې ټولنې هم خپل مسوليت څرنګه چې اړينه وه نه دی تر سره کړی.

که امريکايان غواړي چې په سيمه کې ثبات ټینګ شي د افغانستان وسله والو ځواکونو د جوړولو له پاره دې خپلې ژمنې پر ځای کړي او د ادارو په جوړولو او د یوه قوي حکومت په جوړوله کې دې له افغانستان سره مرسته وکړي.

افغانانو ته هم په کار ده چې ملت جوړولو او یووالي ته ژمن پاته شي او هېواد په خپل یووالي سره له دې بدمرغیو وژغوري.

Leave A Reply

Your email address will not be published.