The news is by your side.

انسان د خپلې ژبې واكمن دى

جاويد حيدرزى

0

انسان دا واك و ځواك لري، چې خپله ژبه ډېره ښه او يا  ډېره ناوړه وكاروي او يا يې د چلن لورى  له خلكو سره واړوي.

د بدې ژبې كارول نه يوازې انسان له ډار، شرم او خفګان سره مخ كوي، بلكې د نورو وګړيو په زړونو كې هم د كينې، وحشت او شخړې اورته  لمن وهي.

بده ژبه هغه غشى دى، چې كه يو ځل پرې د انسان زړه سورى شو؛ نو بيا هغه  داغ  تر ډېره پښت په پښت كورنۍ، قبيلې او ملتونه مايوسه كوي او نه غواړي له دغې كورنۍ، قبيلې او ملتونو سره خوښ او خوشحاله ژوند ولري. پښتانه وايي:

خپله ژبه هم كلا ده ؛هم بلا ده. كه چا ته بده شوه بيا به هرغم  پرې راځي؛ پرته له زغم د خوشحالۍ  ور پرې تړلى پاتې كيږي.

په هره توګه كه وګړي فكروكړي انسانان( نرينه او ښځينه) د كور، پيسو، مال، موټرله لرلو ډېر ښه خوى او غوره اخلاقو ته اړ دي. ښه خوى او غوره اخلاق يوه سرچينه لري، چې هغه د ژبې ښه كارونه، خوشحالي او په ټولنه كې د كارموندنې د خوښې هڅه ده، چې له ژبې سره په اړيكه كې دي.

كه يوكس ښه اخلاق ولري؛ نو هغه كولى شي، چې په هر ځاى كې كار وكړي او يا خپله ادراه يا دفتر په  ښه توګه رهبري او اړيكې و څاري ؛ له خپلې كورنۍ  او ټولنې سره غوره راشه- درشه را جوړه كړي.

د كورنۍ او ټولنې هغه افراد او وګړي، چې نه شي كولى خپله ژبه په ښو خبرو عادت كړي ؛ پرته له شكه به دوى  تل يوازي وي او حتا د كورنۍ غړي به هم د ده له ژبې  په امن كې نه وي. د انسانانو له دې بڼو او څېرو سره نه يوازې څوك ملګرتيا نه كوي، بلكې ملګري هم سپك ورته ښكاري. كه څوك  يې خواخوږى اوملګرى هم شي ؛نو ورو، ورو ترې ليريوالى غوره كوي او بيا يوازې پاتې كيږي. كه په مخه هم ورشي لاره او كوڅه ور پرېږدي؛ ځكه نه غواړي، چې د ده له بدو خبرو هم  ځانته او هم نورو ته كړاو يا ستونزې جوړې كړي.

الله پاك انسان ته ډېر لوړ مقام ور په برخه كړى. دا انسان  كه د انسان په نوم لږ انساني خوى هم ولري؛ بايد په بدو خبرو دا مقام له لاسه ورنكړي. هڅه دې و كړي، لږ خبرې واوروي او ډېرغوږ نوروته ونيسي، چې څه وايې، د بې ځايه خبرو دې ځان وژغوري. كله چې په غصه شي؛ نو الله ته دې د صبر څرګندونه وكړي؛ ځكه، چې د صبر ميوه خوږه او د هر ستونزې خلاصى پرې كيږي.

انسان عاجزي او خوږوالى خوښوي او په دې پوهيږي، چې كله يوه ناوړه خبره واوري او يا يې نورو ته ووايي وروسته بيا ډېر پيښمانه وي، خوهغه وخت بيا كومه ګټه نلري.

په افغانستان كې ډېرځوانان او لويان بده ژبه كاروي. په دوى كې ډېري پخپلو خبرو وياړهم كوي، چې ما؛ خو خپل ملګري، مور، استاد يا يو بل مشر ته داسې وويل او ته يې نه شي ويلى او هغه كسان، چې د بدې ژبې په كارولو بيا هم د ملګرو د پيداكولو هيله لري؛ ملګري  به پيدا كړي،  خو هغه به ده ته ورته ملګري وي. يعنې د ده په شان وي او له ده سره به خوشحاله وي.

 يو سم سړى چې نه غواړي د بل په مقابل كې بده ژبه وكاروي  له يو څو ورځو وروسته به يې ورټي.

د بد ژبي سړي ستونزي نه حل كيږي، بلكې نورې ستونزې هم ځانته  او هم ټولنې ته پيدا كوي. په افغانستان كې يو شمېر بد ژبي په ډله ييزه تو ګه اغېزمن شوي او په ټولنه كې يې هغه ستونزه، چې په خبرو بايد حل شي؛ په زور او سوټيو يې د حل هڅه كوي، چې په دې توګه د بد ژبو پاڅون د ژوندانه هر اړخ زيانمن كړى دى.

هر وګړى بايد مخكې له دې، چې بل څوك مخاطب كړي بايد له ځانه سره سوچ وكړي، چې:

آيا اړينه ده  دلته خبرې وكړم؟

آيا كومه ستونزه ده، چې د هغې په اړه خبرې وكړم؟

كه ځواب مو مثبت وي او بنډارهم  دا غوښته كوله، چې بايد خبرې وكړم؛ نو ډېرې خوږې جملې دې ووايي او كه نه غوره دا ده، چې له نورو يې واوري او غور پرې وكړي.

ښه ژبه له ملګرو او دښمنانو دواړو سره اړينه ده او ښه پايله هم لري؛ ځكه انسان ته خوشحالې ور په برخه كوي.

له ملګرو سره ښې خبرې كول كه هغه مخامخ وي او يا هم  د ګرځند پر ليكه ملګرتيا ټينګوي، مينه او نږدوالى پيدا كوي.

له دښمنانو سره ښې خبرې كول د دښمنې اور وژنې او نه پريږدي، چې د اور لمبې يې پراخه شي.

هغه ژبې، چې شيطاناني بڼه لري ملګرتيا، خپلوي، خوشحاله كورنۍ او خوشحاله ټولنه نه شي ليدلي او د له منځه وړلو بهير يې پياوړى كوي.

ښه ژبه كارول ټول فسادونه او ناخوالې له منځه وړي؛ ځكه، چې خپله ژبه هم كلا ده او هم بلا!

(Visited 21 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.