The news is by your side.

اووه هیوادونه په پنځو کالو کې: د امریکايي جنرال ویسلي کلارک له قوله

 عبدالباري جهاني

0

اووه هیوادونه په پنځو کالو کي: د امریکايي جنرال ویسلي کلارک له قوله

د امریکا د متقاعد ستر جنرال ویسلي کلارک Wesley Clark تاریخي مصاحبه دونه مشهوره سوه چي په میلیونونو انسانانو واورېدله او زه یقین لرم چي زموږ اکثرو لوستونکو به اورېدلې او لوستلې وي. خو څرنګه چي د منځني ختیځ په هیوادونو کي هغه ناورین چي امریکا په لوی لاس جوړ کړی دی اوس هم روان دی او ملګري ملتونه، دا درې کاله، پرله پسې، وايی چي د یمن بشري ناورین د نړۍ تر ټولو سخت بشري بحران دی.  نړۍ یې په سترګو ویني چي په عراق، سوریه، لیبیا او سومالیه کي څه تیریږي او افغانستان هم له دې امر څخه مستثنی نه دی نو بده نه ده چي د جنرال ویسلي کلارک د تاریخي مصاحبې څو ټکي  یو ځل بیا له نظره تېر کړو.

جنرال ویسلي کلارک د امریکا له مشهوري خبریالي ایمي ګوډمېن سره، په ۲۰۰۷ کال کي، په یوه مرکه کي وايی چي«  زه د سپټمبر د یوولسمي له پیښو څخه تقریباً لس ورځي وروسته د دفاع وزارت ته ولاړم او هلته مي د دفاع له وزیر ډانلډ رمزفیلډ او د هغه له مرستیال وولفو ویتز سره وکتل. وروسته لاندي پوړ ته، د ځینو هغو کسانو سره چي مخکي یې زما تر لاس لاندي کار کړی وو، د ستړي مسي لپاره ولاړم او په هغه وخت کي یوه جنرال ماته وویل چي د هغه دفتر ته ورسره ولاړ سم. دا به ښايي د سپټمبر شلمه یا شاوخوا وه. کله چي زه دفتر ته ورسره ولاړم نو جنرال راته وویل چي موږ فیصله کړې ده چي له عراق سره جنګ اعلان کړو. ما ورته وویل: له عراق سره جنګ اعلان کړو؟ ولي؟ ده وویل زه نه پوهېږم خو دوی لکه چي بل کار نه لري او یو کار باید وکړي. ما ورته وویل چي دوی ته د صدام او القاعده ترمنځ د ارتباط په باره کي څه اطلاعات په لاس ورغلي دي؟ ده وویل نه نه! په دې برخه کي هیڅ نوی شی نسته. دوی فقط فیصله وکړه چي له عراق سره جنګ وکړي. ده وویل فکر کوي دوی نه پوهیږي چي د ټروریسټانو په برخه کي څه وکړي. مګر موږ یو ښه پوځ لرو او کولای سو چي حکومتونه نسکور کړو. ده په پای کي وویل زه فکر کوم چي که سړی یوازي چکش په لاس کي ولري نو بیا هره ستونزه لکه مېخ داسي ورته ښکاري.

زه څو هفتې وروسته بیا د ده د لیدلو لپاره ورغلم. دا وخت نو موږ پر افغانستان باندي بمباري پیل کړې وه. ما ورته وویل چي موږ اوس هم له عراق سره جنګ کوو؟ ده راته وویل تر دې لا بد تره. وروسته یې پر خپل مېز باندي یوه کاغذ ته لاس کړ او ویل یې زه همدا اوس د دفاع د وزیر له دفتر څخه راغلم. په دې یاداشت کي لیکل سوي دي چي موږ څرنګه په پنځو کلونو کي د اوو هیوادونو پر لور حرکت کوو. له عراق څخه یې پیل کوو بیا نو سوریې، لبنان، لیبیا،سومالیې او سوډان ته ځو او پر ایران یې ختموو…»

د جنرال ویسلي کلارک په مرکه کي، چي اوس هم په یو ټیوب کي موجوده ده، نوې خبره نسته او فقط د امریکا د یوه ستر جنرال له قوله د هغه هیواد پر فرعونیت او تکبر باندي اعتراف دی. د امریکا د دفاع د وزارت، د منځني ختیځ د هیوادونو، په لیست کي د افغانستان نوم ځکه نسته چي پر افغانستان باندي د حملې کولو فیصله د وخته سوې وه او حتی عملیات روان ول.

امریکا پر نیویارک او پنتاګون باندي د ځان مرګو الوتکو د حملو مسوول اُسامه بن لادن وباله. که څه هم چي هغه هیڅ وخت په دې عملیاتو کي پر لاس لرلو اعتراف ونه کړ. او تاریخ به یو وخت دا معلومه کړي چي حمله چا او څرنګه کړې وه. خو امریکا د یوه بن لادن د نیولو او طالبانو ته د امریکا له امر څخه د سر غړوني د سزا ورکولو لپاره پر ټول هیواد باندي بمباری پیل کړې. وچ او لانده یې ګډ وسوځول. په شلو کلونو پر له پسې عملیاتو کي یې په لس هاوو زره بېګناه ملکي انسانان ووژل، په لس هاوو زره ېی د تل لپاره معیوب کړل، په لس هاووزره یې له وطنه تښتېدلو ته مجبور کړل، په زرهاوو کسان یې په شکنجو کي مړه کړل او چي څه بشري جنایتونه وه هغه یې ټول وکړل او بالاخره یې بن لادن، په ۲۰۱۱ کال کي، د پاکستان د ایبټ آباډ په ښار کي، د پاکستان د پوځي اکاډمی څنګ ته وواژه. خو له پاکستان څخه یې تر نن ورځي پوري پوښتنه قدر نه ده کړې چي د امریکا دا ستر دښمن  یې څرنګه پخپله خاوره کي ساتلی وو؟

ریشتیا هم « پیل لوی ځناور دی. چي زړه یې سي هګۍ اچوي او چي زړه یې بچی زېږوي» لکه څرنګه چي یې فیصله کړې وه؛ پر افغانستان باندي یې حملې پیل کړې. د بُن جرګه یې ورته جوړه کړه. حکومت او رییس جمهور یې ورته انتخاب کړ. شل کاله یې هوايي او ځمکنی حملې پکښي وکړې. هغه وسلې یې چي په نړۍ کي یې تر اوسه نه وې استعمال کړي ورباندي وآزمېېلې. بالاخره یې د بمونو مور هم ورباندي وغورځوله. چي پر بشري حقوقو باندي څه تېری او انسانیت ته څه توهین ممکن وو هغه یې وکړ. څه باندي دوه ټریلیونه ډالر یې ولګول او لکه څرنګه چي یو وخت بې دعوته راغلي ول همداسي بې رخصته ووتل او هر څه یې وران ویجاړ پرېښودل.

طالبانو د آګسټ پر اتمه د نیمروز ولایت ونیوی او پر پنځلسمه، پرته له ټک او ټوک څخه، په کابل کي ارګ ته ننوتل. درې سوه زره کسیز پوځ، چي امریکا له کاله د څلورنیم میلیارډه ډالرو په لګښت روزلی وو، په خپله مخه ولاړ. د اردو جنرالانو، چي ویل کیږي پنځه سوه یې یوازي پنجشېریان ول، یوه هم د مقاومت خبره ونه کړه او ټول تري تم سول. رییس جمهور اشرف غني، یو ناڅاپه، په څلورو هیلي کوپټرونو کي، د خپلو ۵۳ ملګرو سره، د شمال پر لور حرکت وکړ؛ په تاجکستان کي یې د کښته کېدلو اجازه ورنه کړه او، د اوزبیکستان د مقاماتو له اجازې پرته یې، په ترمز کي عاجله ناسته وکړه. هغه سپک وضعیت چي د ازبیکستان مقاماتو له اشرف غني او په تېره بیا د هغه له ورسره ملګرو سره وکړ د هیڅ افغان لپاره د منلو وړ نه دی (وګوری د ۸صبح د شنبې د ورځي ګڼه، د اکټوبر دوهمه نېټه)

د اګسټ د میاشتي په وروستیو اوو – اتو ورځو کي، د کابل په بین المللي هوايی ډګر کي، رسوايی خو ټولي نړۍ ولیدله او کله چي امریکایی عسکر د اګسټ پر دېرشمه له کابل څخه وتل نو د لج بازو ماشومانو په څېر یې هر څه چي مخي ته ورتلل هغه یې داسي خراب کړل چي د اسلامی اِمارت چارواکي د ترکیې او قطر څخه د مرستي غوښتلو ته مجبور سول. امریکایانو له افغانستان څخه ۱۲۰ زره تنه افغانان وایستل او لا یې هم د را ایستلو خیال لري. کاناډا، جرمني، برټانیې او نورو غربي هیوادونو افغانانو ته د پناه ورکولو ژمني کړي دي. دا ټول هغه کسان دي چي لږترلږه خط او کتابت یې زده دی او دا کسان زیاتره د امریکایانو د شل کلن اشغال په وخت کي باسواده سوي دي. اوس نو تاسي فکر وکړی چی له نېستمن او وروسته پاته افغانستان څخه په دغه شمېر باسوادو افغانانو له ایستل کېدلو سره به په هغه وطن کي د کار کولو لپاره څوک پاته سي؟ پیل غټ ځناور دی. د چا زور نه ورسره رسیږي؛ چي څه یې زړه غواړي هغه کوي.

زه ګومان کوم په دې حقیقت هر څوک پوهیږي چي د طالبانو لپاره، په یوه هفته کي، د ټول افغانستان نیول غیر ممکن کار وو. دا عملیات او فتوحات باید د یوه پلان او جوړجاړي په اساس سوي وي. داسي پلان او سازش چي ولسمشر اشرف غني هم په خبر نه وو. دا کار باید د امریکا او طالبانو تر منځ د یوه پټ سازش محصول وي. له امریکا څخه پوښتنه دا ده چي ولي یې طالبان شل کاله مخکي وځپل او بیا یې هماغه طالبان، چي هیڅ ډول تغییر یې هم نه دی کړی، بیرته قدرت ته ورسول او بیا همدغه طالبانو ته، چي دوی د دوهم ځل لپاره، قدرت ته رسولي دي داسي ستونزي جوړوي چي نه یوازي طالبان بلکه ګانډي هیوادونه یې هم د حلولو توان نه لري. پیل غټ ځناور دی.

که څه هم چي د سپټمبر د یوولسمي په پېښو کي ټول ځانمرګي عربان او په هغوی کي څوارلس تنه یوازي د سعودي عربستان اتباع وه خو سزا یې افغانستان ولیدل ځکه چي« پړی پر کمزوري ځای شلیږي» سعودي ته چا هیڅ ونه ویل. بن لادن بالاخره په پاکستان کي پیدا سو او پاوکستان ته هم چا هیڅ ونه ویل. خو بیا به هم ووایو چي امریکا پر افغانستان باندي د حملې کولو لپاره یوه پلمه درلوده خو پر عراق او پر نورو هغو هیوادونو باندي یې، چي امریکايی جنرال یې نومونه اخلي، د یرغل کولو لپاره څه بهانه درلوده؟

امریکا چي څه غوښتل یې هغه یې وکړل او چي نور یې هم زړه غواړي هغه به کوي. پر عراق باندي یې له هیڅ دلیله پرته حمله وکړه. د هغه هیواد تمدن یې چي د نړۍ د تمدنونو زانګو وه، له خاوره سره برابر کړ او د تل لپاره یې پر کردانو، عربانو، شیعه او سني متخاصمو ډلو تقسیم کړ. سوریه یې داسي تباه کړه چي ګدايی ته یې محتاجه کړه. په یمن کي د بشري ناورین چاره د ملګرو ملتونو تر حوصلې او توان وتلې ده. د لبنان حالات خو هره ورځ په راډیو کي اورو او په ټلوېزیون کي یې وینو. په لیبیا کي ښايي شل کاله نور هم مشروع او قانوني حکومت منځته رانه سي. په سومالیه او سوډان کي هره ورځ قتل عامونه روان دي. د ایران وار لا تر اوسه نه دی رسېدلی او یا ښايی هیڅ نوبت ورته ونه رسیږي. امریکا چي څه غوښتل هغه یې وکړل. مګر د څه لپاره؟ زور یې درلود او باید چي آزمېېلی یې وای؟ دا زور یې ولي په اسلامي نړۍ کي وآزمېیه؟ د هغه جنرال، چي له جنرال کیسلي کلارک سره یې خبري کولي، په لیست کي یوازي اسلامي هیوادونه شامل ول. ډېر کسان فکر کوي چي د عراق صدام حسین، د یمن علي عبدالله صالح او د لیبیا معمرالقذافي یې د دې لپاره یو په بل پسې را وپرزول، سوریه یې ځکه له خاورو سره برابره کړه او په مصر کي یې د اخوان المسلمین مشروع او قانوني رژیم ته ځکه کودتا وکړه چي د اسراییلو لپاره په سیمه کي حریف پاته نه سي. که خبره داسي وي، چي تر یوه ځایه پوري ښايي حقیقت هم ولري نو افغانستان غریب خو د اسراییلو خواته  هیڅ خطر نه وو متوجه کړی. هغه څه ګناه کړې وه چي یو ځل یې بمبارډ کړ، بیا یې پر اوږو سپور کړ او وروسته یې بیرته له مځکي وویشتی. پیل غټ ځناور دی.

Leave A Reply

Your email address will not be published.