The news is by your side.

ایکاو سازمان ICAO

ژباړه: کفیل نیازی

0

ایکاو سازمان چې انګلیسي کې ورته International Civil Aviation Organization وایي د ملګرو ملتونو یوه ځانګړې اداره ده. دا د نړیوال هوایي چلند اصول او تخنیکونه بدلوي او د نړیوال هوایي ټرانسپورټ او هوایي کرښو پلان کولو او پراختیا ته وده ورکوي ترڅو خوندي او منظم پرمختګ ډاډمن کړي. د دې سازمان مرکز د کاناډا هیواد، نړیوال مونټریالال کوارټیر کیوبیک ښار کې موقعیت لري.

د ایکاو ICAO شورا د هوایي چلند  او د دوی بنسټیزو فعالیتونو، د الوتنو تفتیش ، غیرقانوني مداخلې مخنیوي، او د نړیوال ملکي هوایی چلند لپاره د پولو څخه تیریدو پروسیجرونو اسانتیاوو په اړه معیارونه او وړاندیز شوي عملونه غوره کوي. د ایکاو شورا د هوایي ټرافیکي پېښو تفتیش لپاره پروټوکولونه ټاکي چې د ټرانسپورټ د خوندیتوب چارواکو لخوا په هیوادونو کې د شیکاګو نړیوال کنوانسیون کې لاسلیک شوی ده.

د هوایی چلند کمیسیون (ANC- International Navigation Commission) د ایکاو ICAO دننه یوه تخنیکي اداره ده. نوموړی کمیسیون د نولسو کمشنرانو څخه جوړه شوې ده، چې د ICAO قراردادي دولتونو لخوا نومول شوي او د ICAO ایکاو شورا لخوا ټاکل شوي دي. نوموړي کمیشنران د خپلواکه کارپوهانو په توګه کار کوي، که څه هم د دوی د دولتونو لخوا نومول شوي دي مګر د دولت یا سیاسي نمایندګیو په توګه کار نه کوي. نړیوال معیارونه او وړاندیزونه د هوایي چلند کمیسیون ANC لارښوونې لاندې رامینځته کېږي او د ICAO (ایکاو) سازمان د تصمیم نیونکو لخوا د یوې رسمي پروسې له لارې عملي کېږي. د کمیسیون د تصویب څخه وروسته معیارونه او وړاندیزونه یو ځل د (ایکاو) ICAO سیاسي شورا ته لېږل کیږي ترڅو د پلي کیدو دمخه د غړو هیوادونو سره مشورې او همغږي وشي.

ایکاو سازمان له نورو نړیوالو هوایي ټرانسپورټي سازمانونو سره توپیر لري، هغه دا چې په ځانګړي توګه نړیوال واک (د لاسلیک کونکو هیوادونو په مینځ کې) لري.

تاریخچه:

د ایکاو سازمان څخه د مخه د هوایي چلند نړیوال کمیسیون International Commission for Air Navigation  موجودیت درلودلو. دوی خپل لومړی کنوانسیون په ۱۹۰۳ میلادي کال کې د آلمان په برلېن ښار کې ترسره کړی وه، خو د ګډون کونکو اتو هیوادونو استازي هیڅ کومې هوکړې ته نه وه رسېدلي. د دوهم ځل لپاره په ۱۹۰۶ میلادي کال کې همدا کنوانسیون بیا په برلېن کې جوړ شو چې ۲۷ هیوادونو پکې برخه واخیستله. دریم کنوانسیون په ۱۹۱۲ میلادي کال کې په لندن ښار کې ترسره شو چې پکې د الوتکو لپاره د راډیو ټیلیفون کارونې نښې ځانګړې شوې د هوایي چلند نړیوال کمیسیون International Commission for Air Navigation تر ۱۹۴۵ میلادي کال پورې همدې فعالیت ته دوام ورکړ. دوه پنځوس هیوادونو د نړیوال ملکي هوایي چلند Provisional International Civil Aviation Organization  (پیکا) په اړه د ۱۹۴۴ میلادي کال د ډسمبر په اوومه نېټه د شیکاګو کنوانسیون لاسلیک کړ، چې دغه کنوانسیون د شیکاګو کنوانسیون په نوم هم پیژندل کیږي. کله چې دغه هوکړه د ۲۶ هیوادونو کنوانسیون تصویب کړه د دې شرایطو سره سم، لنډمهاله د ملکي هوایي چلند مؤسسه رامینځته شوه، او ورسته د دایمي سازمان لخوا ځای په ځای شوه. په همدې اساس ، پیکا د ۱۹۴۵ میلادي کال د جون په میاشت کې د ICAN پرځای کار پیل کړ. د ۱۹۴۷ میلادي کال د مارچ په پنځمه کنوانسیون تایید کړ او د ۱۹۴۷ میلادي کال د اپرېل په څلورمه یې (پیکاو) لغوه اعلان کړ او په (ایکاو) باندې بدل شو او له هغه ورسته یې په همغه ورځ خپل فعالیت ته ادامه ورکړه. د ۱۹۴۷ میلادي کال د اکتوبر په میاشت کې (ایکاو) د ملګرو ملتونو د اقتصادي او اجتماعي شورا لاندې د یوې ادارې په توګه وپېژندل شوه.

 د۲۰۱۳ اپریل په میاشت کې ، د قطر هیواد د دې سازمان د دایمي څوکۍ په توګه د خدمت وړاندیز وکړ. د کاناډا د حکومت لخوا د ویزو د سستو چارو له امله همدا شان قطر ژمنه وکړه چې د ICAO (ایکاو)  لپاره به پراخه نوي مرکزي دفتر جوړ کړي او هم به ټول روان لګښتونه به پوښښ کړي. د قطر هیواد دا په ګوته کوله چې مونټریال “د اروپا او آسیا څخه ډیر لیرې دی،”سوړ ژمي لري”،  او له بلې خوا د کاناډا حکومت لخوا په  (ایکاو) ICAO باندې وضع شوي مالیه خورا لوړه ده. د Globe and Mail ورځپاڼې په وینا ، د قطر دغه بلنه لږ تر لږه د کاناډا د لومړي وزیر سټیفن هارپر چې د اسرایلو بهرني سیاست پلوی وه لخوا هڅول شوې وه. نږدې یوه میاشت وروسته ، قطر خپله داوطلبي بیرته واخیسته وروسته له هغه چې د ICAO حکومت کولو شورا ته جلا وړاندیز وکړ چې د ICAO (ایکاو) درې میاشتنی کنفرانس د دوحې ته راوړل شي چې وروسته د ۲۲–۱۴ رایو په واسطه ماتې ورکړل شوه او هوکړه ونه شوه چې دا درې میاشتنی کنفرانس په دوحه کې ترسره شي.

(Visited 160 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.