The news is by your side.

بامیان ته خامخا لاړ شئ

ذينت الله قانت

0

باميان ته زما لومړی سفر اووه کاله مخکې و، زه یوه داسې ولایت ته روان وم چې نه مې تر دې وړاندې ليدلی و او نه مې هم په ياد ولايت کې له کوم چا سره پېژندل.

د سهار نهه بجې د بامیان په هوایې ډګر کې له الوتکۍ ښکته شوم، هوایې ډګر خام و څو چې د الوتکې له کېناستو جوړه شوې دوړه کمېده په الوتکه کې د ننه انتظار شوم، له الوتکې د ښکته کېدلو پر مهال متوجه شوم چې د هوايې ډګر دېوال له سیمي جال څخه جوړ شوی دی. په ترمينل پسې مې يې هره خوا سترګې وغړولې خو پیدا مې نکړ، سترګې مې په یوه کانتینر ولګېدي متوجه شوم چې ټول مسافر په همدې کانتینر ننوزي چې ور نژدې شوم همدا يې ترمینل و. له دې ځایه مې ښار ته يوه ټکسي دربست کړه. د بامیان ولايت په ښار کې د ټکسي رنګونه ژېړ نه وو ټولو موټرو شخصي پلېټونه لرل او د ټکسي کار يې پرې کاوه.

د بامیان ولایت مرکز یو وړوکی ښار (بازار) درلود، په دې ښار او بازار کې اوسېدونکي او راغلي کسان ټول ارامه طبيعت لري، په ښار کې هر ډول او د هر قوم خلک تر سترګو کېدل، خو په خوا کې يې بهرنیان هم وو چې ځينې يې په پښو او ځينې يې پر بایسکلونو ګرځېدل، دلیل يې دا و چې هلته امن و، مينه وه او د تښتونې، ځورونې او مرګ ګواښ نه وو.

د بامیان مرکز په دې وړوکي ښار کې، دوه لوکس هوټلونه وو چې کرايه يې زما تر وس ډېره لوړه وه، د غریبانه هوټل په پوښتنه نور ستړی شوم، ډېره زړه او غريبانه کوټه يې هم په زر افغانۍ کرایه نه پيدا کېده او په خوا کې به هر یوه دا خبره هم کوله چې اطاق په کرایه درکوو خو د ډوډی خوړلو پر مهال د ډوډۍ له پاره مېلمانه ورته راولو.

اړ شوم ويې منم، ځکه چې د امن په ښار کې خو باید د امن خوښوونکو خبره ومنې. له کوټې ووتم په ښار کې وګرځېدم غرمه شوه اطاق ته ستون شوم، په کوټه کې مې زړه تنګ شو له کړکۍ بهر په ننداره شوم چې په لوړ شهکار بودا مې سترګې ولګېدې، ارام ارام مې حرکت ور وکړ. له بودا سره نژدې مې د مکتب په څېر یوه زړه ودانۍ وليده، نو دا چې د سفر موخه بامیانو ته د کتابونو وېش و، زړه مې وغوښتل څو له دې کنډوالې رنګه مکتب سره هم د کتابونو مرسته وکړم، خو دې کنډوالې ته په نږدې کېدلو سره مې په داسې کسانو سترګې ولګېدې چې هېڅ مې تمه نه وه چې دلته به داسې وګړي ژوند کوي.

 په دې کسانو کې پښتانه، تاجک، هزاره او ازبک ټول وو هغه ځکه چې دا مکتب نه بلکې د محصلینو لیلیه وه او دلته د ډېرو ولایتونو محصلین دېره وو. زه هم په پوره ډاډ سره د یوه اطاق په دروازه ورننوتم په لومړي سر کې مې محصلینو ته د افغانانو له دود سره سم ځان معرفي کړ، بیا د دوی نوبت شو یو یو ځان را پېژانده، په دې اطاق کې اته تنه اوسېدل، د کندوز، تخار، بغلان، فاریاب، لغمان، ډایکنډي او دوه تنه يې د میدان وردګو وو.

 د محصلينو له پېژندنې وروسته مې د خپل سفر موخه ورته بیان کړه، له ځنډ پرته یوه محصل غږ وکړ چې استاد د اطاق کیلۍ دې راکړه چې زه بازار ته ځم، ما هم له کومې پوښتنې پرته کیلي ورکړه. لس دقیقې نه وې پوره چې محصل کوټې ته زما د سفر او کمپیوټر له بیکونو سره يو ځای را ننووت. په خندا يې وویل:

استاده موږ ستا له اجازې پرته ستا وسایل دلته راوړل او غواړو چې ته دې د سفر تر پایه له موږ سره و اوسېږي، خو باید چې په دې اطاق کې د ځان لپاره چپرکټ خوښ کړې ځکه څو پورې چې په بامیانو کې يې زمونږ مېلمه يې او دا هم ستا کوټه ده.

زیاته يې کړه دا خو بده خبره ده چې موږ دلته کوټه لرو او تاسې بازار کې اوسېږئ، دا ښار یوه ځانګړنه لري هغه دا چې دلته نوی کس په لومړي ځل راتګ سره ډېر په تنګ کېږي. زه هم خوښ شوم چې تر دې ښه خبره، د بازار د کوټې کرایه چې مې ورکړې وه نېمه يې بېرته راته راوړه ویل يې چې دا ستا حق دی هغوی نه راکوله خو مونږ ترې واخيسته.

زما سفر تر اوو ورځو په بامیانو کې اوږد شو، په دې اوو ورځو کې مې د خپلو رسمي کارونو تر څنګ له نورو ډېرو خلکو سره وپېژندل. د بامیانو ولایت په مرکز کې مو له ټولو تاریخي او تفریحي ساحو لېدنه وکړه، له هغې وروسته له شاوخوا پنځلسو تنو محصلینو سره یو ځای د بند امیر په لور لاړو، چکر زیات خوندور و، هلته مو خواړه خپله پاخه کړل، له ډوډۍ خوړلو وروسته مو د اوبو پر غاړه مست اتڼ وکړ، د اتڼ خوند هلته څو چنده شو چې مېلې ته راغلي هزاره ګان وروڼه هم راسره په اتڼ کې ګډ شول، هر کس به غوښتل چې زمونږ خوا ته راشي او زموږ ننداره وکړي او له نندارې مو وېډيو وکړي دا زما لپاره تر ډېره د خوښیو شېبې وې ځکه چې ما هلته د عامو افغانانو په منځ کې له یو بل سره مينه او ورور ګلوي وليده.

نو زما سفر بې کچې په زړه پورې او له خونده ډک و. د هغوی (محصلينو) مينه به هېڅ کله هم هېره نکړم چې له ماسره يې وکړه. زه يې تل د مينې پوروړی یم. دا یادښتونه مې ځکه وليکل چې په دې ورځو کې مې باميانو پسې زړه تنګ شوی دی، باميان ته خامخا لاړ شئ ځکه چې دا يو تاريخي او زړه راښکونکی ولایت دی او خلک يې مينه ناک دي.

تاسې هم که باميان ته لاړئ خپلې خاطرې وليکئ.

په درنښت

(Visited 38 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.