The news is by your side.

(برید (تعرض

جنرال دولت وزیري

0

پوځي برید یا نظامي تعرض هغه پوځي حمله ده، چې د جنګیالیو یوه ډله د مخالف لوري د قلمرو ساحې ته داخلېږي، دا که په شدیده جګړه وي یا هم د تاکتیکي شاتګ په نتیجه کې.

د دغسې برید موخه ښايي د یوې سیمې لپاره د خپلواکۍ راوستل، هلته د خپلې واکمنۍ پراختیا هم کوم بل پوځي تاکتیک وي.

د جګړې له ټولو بڼو څخه که برید وي، که دفاع وي، که محاصره، کمین، خرپ او ترپ، رفتار او یا شاتګ وي، موخه همغه یوه او هغه هم د دښمن ماتول او بري ته رسېدل دي.

د نظامي دکتورینو له مخې اړينه نه ده چې یو قوماندان په هر ډول شرایطو کې، څه يې چې زړه غواړي د جګړې له هغه شکل څخه ګټه پورته کړي، بلکې د جګړې هر ډول او شکل په نظامي دکتورینو کې ځان ته جلا شرایط او اصول لري.

 که د دفاع پر ځای برید او یا د برید پر ځای دفاع ته ملا وتړل شي، پایله يې بې له ماتې او سترې بدمرغۍ بل څه نه شي کېدلاي. په سم وخت کې سمه تاکتیکي پرېکړه د بریا ضمانت کوي.

هوښیار او د جګړې په هنر پوه قوماندان لومړی خپل ځان او خپل ځواکونه ارزوي، بیا د دښمن ځواکونه له خپلو ځواکونو سره د بشري ځواک، وسلو، روزنې، انګېزې له پلوه څېړي او بیا اقلیمي شرایط، جغرافیه او خپل او د دښمن متحدین ارزوي او له دې وروسته د جګړې د شکل په هکله پرېکړه کوي.

 لومړی خو جګړې ته هغه وخت زړه ښه کول په کار دي، چې لومړی واکمن ځان نه ماتېدونکی او دښمن زيان منونکی ارزيابي کړي، د جګړې د شکل او ډول غوره کول هم همداسې دي، که چېرې د جګړې داسې شکل او ډول غوره شي، چې د هغې له مخې دښمن زیان منونکی نه وي، بری به حتمي د دښمن په ګټه وي. د دښمن په وړاندې هغه وخت جنګي دریځ غوره کول په کار دي، چې د خپلې بریا په اړه یقیني یو.

په نظامي علومو کې د دښمن محاصره او د دښمن په عمق او یا شا کې د ځواکونو ښکته کول د جګړې له ډېرو ستونزمنو او سختو شکلونو څخه ګڼل کېږي، دا ځکه چې په محاصره کې باید د دښمن په تناسب ځواکونه لږ تر لږه لس برابره وي، ځکه د دښمن په محاصره کولو کې بشري تلفات ډېر او له څلورو خواوو بايد محاصره تر سره شي.

د دښمن په عمق او یا شاته د ځواکونو ښکته کول، ځکه ستونزمن وي چې پر وخت او پر ځای که مرسته ور ونه رسېږي او یا دښمن پر وخت او موقع مات نه شي، ښکته شوي ځواکونه په ډېره اسانه توګه د دښمن له خوا له منځه ځي.

 برید هم چې ټول يې د تعرض په نامه پېژني د جګړې ډېر مشکل ډول او خپل ځانته ځانګړې اصول لري.

سون تزو به ویل:

«په برید کې د اسماني تندر په څېر پر دښمن را نازل شئ.»

د سون تزو دا خبره ډېره لنډه خو په بريد او د برید د اصولو لپاره کتاب څه چې کتابونه دي. اسماني تندر هغه وخت ځمکې ته راځي چې ټول انسانان او څاروي د اسماني برېښنا او اوازونو له کبله په ډار او وېره کې وي او بیا کله چې پر کوم څه را نازل شي، بې له شکه يې له منځه وړي او هېڅ شي يې د زغملو توان نه لري.

پوځي دکتورین حکم کوي که چېرې د برید له پاره چمتو نه وئ، تر هغه دفاع وکړئ، تر څو برید ته چې څنګه يې اصول حکم کوي په ښه توګه چمتو شئ.

اړینه ده چې مخکې له بریده دښمن بې خوبه او ستړی کړئ، د ځواکونو تر منځ او له متحدينو سره يې اړیکې کمزورې او له منځه یوسئ.

پر ښارونو د بريد څخه ځان ساتل د هوښیار قوماندان کار وي. په پوځي هنر پوه قوماندان دښمن هغه ځای ته راکش کوي چې دوی هلته د بريد له پاره ورته ښه چمتووالی نيولی وي.

د برید په اصولو کې چې پوځي دکتورین ورباندې ډېر ټينګار کوي، هغه د دښمن بوخت ساتل او د دښمن له خوا د فعالې مدافعې د جوړولو مخنیوی دی.

په برید کې د ځواکونو استعمال هم خپل اصول لري، که چېرې په بريد کې ځواکونه د مچیو او یا د مېږو د رمې په څېر یو ځای او ګډوډ قومانده شي، پایله به يې حتمي ناکامي وي.

په برید کې د ځواکونو خطونه یا ليکې باید په ډېر ښه شکل، احتیاط او بې له وېرې ترتیب او منظم شي، له ټولو معاونه او مرستندویو ځواکونو که توپچي وي، یا هوايي ځواک وي او یا نور راکټي، انجنيرۍ، لوژستیکي ځواکونه وي پر ځای او سمه توګه ګټه پورته شي.

په برید کې د دښمن له محاصرې ډډه کول په بریا کې مرسته کوي. که چېرې دښمن پوه شي چې د تښتېدلو لاره يې تړلې ده د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې جګړه کوي او د بريد کوونکي ځواک له پاره په ګټه نه ده. کوښښ باید وشي د دښمن په ليکو کې ګډوډي رامنځته شي، په دې صورت کې د دښمن وژل او یا اسیر کول اسانه کېږي.

څه چې ډېر باید ورته پام وشي هغه د دښمن د وسلو او لوژستیکي زېرمو سالم لاس ته راوړل دي. له بريد څخه موخه باید دا نه وي چې د دښمن څخه هر څه په لاس راغلي، له منځه یووړل شي، د جګړې په حالاتو کې د دښمن له زېرمو ګټه پورته کول د هوښیار او په پوځي هنر پوه قوماندان کار وي.

پوځي پوه شانګ یو به ویل:

«که له دښمن څخه لس برابره غښتلی یم، دښمن کلابند یا محاصره کوم. که چېرې پنځه ځله غښتلی وم پر دښمن برید کوم. که له دښمن کمزوری وم لومړی هغه سره وېشم او بیا برید پر کوم.»

په وروستیو وختونو کې به يې برید ته هغه وخت هم اجازه ورکوله چې ځواک به يې د دښمن په نسبت درې ځلې زیات و، دا ځکه چې په هوايي، راکټي او توپچي ځواکونو به يې دښمن ښه وځاپه او بیا به يې برید پرې وکړ.

د طالبانو، معمرالقزافي او د عراق په جګړه کې د بريد پخوانيو اصولو ته پاملرنه ونه شوه، دا ځکه چې د امريکا متحدو ایالتونو د ډېرو غښتلو هوايي او راکټي ځواکونو ګټه پورته کړه او د سون تزو په خبره يې خپل بمونه د اسماني تندر په څېر وکارول.

په اوسنيو جګړو کې اټومي او کیمیاوي وسلې هم ډېر رول لري، که چېرې يو هېواد دا ډول وسلې ولري د نه استعمال په صورت کې به هم پر مقابل لوري چې دا ډول وسلې ونه لري، د مورال له پلوه غښتلي وي.

په اوسنيو جګړو کې د هوايي، راکټي او ریاکتيفي ځواکونو رول ډېر د اهميت وړ دی، له دغه ډول ځواکونو په موقع او پر وخت او نورو ځواکونو سره په همغږۍ کې ګټه پورته کول په پوځي هنر د پوه قوماندان کار دی.

که د دښمن ځواکونه د شمېر له پلوه ډېر، خو ګډوډ، بې انګېزې او کمزوري وي، بیا هم پوځي دوکتورین برید ته اجازه ور کوي، یوازې په هغه صورت کې چې د دښمن په هکله بشپړه ارزونه شوي وي.

د جګړې د اصولو تطبیق ډېر د قوماندان په پوهې او د ځواکونو په وړتیا پورې تړلی دی، ځکه که چېرې ځواکونه د دښمن له ځواکونو سره مساوي وي، هغه لوری به جګړه ګټي چې د جګړې په هنر پوه، زړور او نه وېرېدونکی قوماندان ولري.

لکه څرنګه چې وړوکی له غټ او لږ د ډیرو سره برابر نه دي، نو اړينه ده که کمزوري یاست برید ته زره مه ښه کوي. تر هغه ځان څنډې ته کړئ تر څو د برید له پاره لازمه وړتيا تر لاسه کړي.

په پوځي هنر ناپوه قوماندان تل خپل ځواکونه له ستونزو او بدمرغیو سره مخ کوي، ځکه تل د شرايطو له ارزونې څخه عاجز وي. د پرمختګ پر وخت د شا تګ او د شا تګ پر وخت د پرمختګ امر ورکوي او یا په خپله په ماڼۍ کې ناست او قوماندې ورکوي. د دې تر څنګ که کوم واکمن په پوځې هنر ناپوه وي او د قوماندان په کارونو کې لاسوهنه وکړي او قوماندان دې ته اړ کړي چې بريد ته ملا وتړي، پایله يې بې له ماتې بل څه نه شي کېدلای.

لکه چې مخکې وویل شول، د ښه او پر ځای برید تر سره کولو کې د قوماندان رول ډېر څرګند دی، که واکمن د برید له پاره د قوماندان په ټاکلو کی اشتباه وکړي او پر دې اکتفا وکړي چې پلار يې زړور او د نظام پلوي و، زوی يې قوماندان وټاکي، په دې صورت کې د بري تمه په کار نه ده.

د جګړې په ټولو حالاتو کې په ځانګړې توګه په برید کې هغه پوځ چې په پوځي هنر پوه جنرالان ولري نېکمرغه او بریالی پوځ ګڼل کېږي.

له دښمن سره په جګړه کې ټوکې نه کېږي، جاهل او په پوځي هنر ناپوه قوماندان به تل له ماتې سره مخ او د لټ او ټنبل شپون په څېر به تل خپل ځواکونه په لوی لاس د وږو لېوانو خولې ته چې دښمن دی ور مخ کوي. نو ډېره اړینه ده واکمن د قوماندان په پېژندلو او ټاکلو کې له ډېر احتیاط څخه کار واخلي.

(Visited 41 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.