The news is by your side.

بنسټیزه ښوونه او روزنه

محمدظریف عنایت زی

0
ښوونه او روزنه د هرې ټولنې اساس او بنسټ جوړوي. په کوم هېواد او ټولنه کې چې ښوونې او روزنې ته جدي پاملرنه او په دې لاره کې تر نورو برخو زیاتې حکومتي او وګړنیزې هڅې کېږي په یو ډول یې د هغه هېواد او ټولنې ښه راتلونکی تضمین کړی دی چې دا تضمین نه یوازې په علمي ډګر بلکې په سیاسي، ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي، دفاعي او ورځنیو چارو کې تر سترګو کېږي.
په بله وینا په کوم هېواد کې چې له لومړي ټولګي څخه د ماشومانو زده کړې او روزنې ته ژوره پاملرنه کېږي او ماشومان له هماغه پیله لیک لوست ته په ښه ډول هڅولو ترڅنګ په ټولنیزو نزاکتونو، اړیکو او ورځنیو چارو پوهول کېږي او په یو ډول یې پر ځان ویسا او باور زیاتوي دا په خپله له کورنۍ نیولې تر کلي، ولسوالۍ، ولایت او بالاخره د هېواد په کچه د راتلونکي نسل له ښه راتلونکي ځان ډاډمنول دي.
په هغه ټولنه کې چې د ماشومانو ښوونې او روزنې ته کلکه پاملرنه کېږي او له حکومته نیولې بیا د ټولنې هر وګړی د ماشومانو په وړاندې په واقعي توګه د مسوولیت احساس وکړي، په ډاډ سره ویلای شو چې نه یوازې به په راتلونکي کې دغه نوی نسل د دوی د ویاړ سبب وي بلکې هېواد به د پرمختګ او سوکالۍ په لور اداره کړي. دغه مسوولیت له میندو او پلرونو نیولې، ښوونکي او د ټولنې هر وګړي ته متوجه دی، خو که په دې لاره کې جدي پاملرنه ونه شي داسې نه جبرانېدونکې پایلې به ولري چې په هېڅ بیه به یې جبرانول ممکن نه وي ځکه لښته چې پنډه شي بیایې سمول ناشوني شي، نو که ماشوم ته هم له هماغه لومړي ټولګي ښه پام وشي په راتلونکي کې به ګټورې پایلې ولري.
په دې لاره کې له کورنۍ وروسته د ښوونځي په لومړیو کلونو کې د ښوونکو رول ډیر د پام وړ دی. که زموږ ښوونکي له ژورې پوهې، اخلاص او ښې ښوونیزې تګلارې او میتودونو کار واخلي او له شاګردانو سره د خپلو بچیانو په شان چارچلند وکړي، له اغیزمنو لارو او ځانګړې وړتیا سره هغوي لیک لوست ته وهڅوي او د لیک لوست ترڅنګ د هغوی د روزنې په لار کې د زړه له اخلاصه زیار وګالي په دې کار سره به له یوې خوا خپل خدایي مسوولیت ادا کړي او له بله پلوه به د ټولنې د وګړو په وړاندې د قدر او عزت خاوندان وي او د هېواد راتلونکی به تضمین کړي.
په دې هکله د یوې ریښتینې بېلګې یادول اړین بولم. زموږ د ګران هېواد په یوه ګاونډ ایران کې د ښوونځي د لومړي ټولګي د نهه میاشتیني ښوونیز کال په پای کې زده کوونکي نه یوازې هر څه لیکلی شي بلکې د هغې تر څنګ دومره په ښو ټولنیزو اخلاقو سنبال، اخلاقي او د ټولنیز مسوولیت احساس یې ډېر غښتلی وي.
 د یوه لومړي ټولګي په وروستۍ ورځ زه دغه ټولګي ته ورغلم او په خپلو سترګو مې ولیدل چې د ښوونځي په پاي ته رسېدو د زده کوونکو په څېرو کې خواشیني له ورایه ښکاریده او ځینو به آن دغه خفګان او خواشیني په زغرده بیانوله او ویل به یې د ښوونځی په رخصتېدو ډیر خفه یوو ځکه ښوونکي به مو یادېږي، د مخه ښې په مهال د ښوونکي سترګې له اوښکو ډکې وې ځکه له خپلو شاګردانو سره چې خپل بچیان یې بلل بېلتون ورته ډېر ګران و.
تر خدای پامانۍ مخکې ښوونکي شاګردانو ته په خطاب کې وویل: څو خبرې درته کوم او تاسو یې زما د یادګار په توګه درسره ولیکئ، شاګردانو هم خپل قلمونه او کتابچې راوایستې او په خپلو کوچنیو ګوتو یې دغه لاندې جملې د ښوونکي له خولې ولیکلې چې زه د هغې کټ مټ ژباړه رااخلم: نن غواړم چې د خدای پامانۍ املا درته ووایم خو ډېره راته ګرانه ده. موږ یو کال په دې ټولګي کې له بې سوادۍ سره مبارزه وکړه او بالاخره نن وینو چې د دې لوی دښمن په وړاندې بریالي شوو. په لومړۍ ورځ چې تاسو ښوونځي ته راغلئ په خپل بڼ کې د ګلانو د ګېډۍ په شان وئ، هره ورځ به ستاسو د مړاویتوب په اړه اندېښمن وم او ستاسو په تاندوالي به خوښ وم، که به ناروغ وم آرام مې نه شوای کولای ځکه زما ګلبڼ اوبو ته اړتیا لرله او له ځان سره به مې ویل چې خدای مه کړه ګلان مې مړاوي نه شي.
زړه ته رانږدې ماشومانو: اوس مو چې یو ښوونیز کال له یو بل سره بشپړ کړ ستاسو هره خبره او موسکا ما ته د لازیاتو هڅو لپاره هیله را په برخه کوله. کلونه وروسته چې کله زلمیان شوئ هغه وخت به بیا فکرکوئ چې یو وخت کوچني او ښکلي نیالګي وئ او دا چې زه د دې تنکیو نیالګیو بڼوال وم ویاړم او افتخار کوم.
ښکلو پرښتو ښایي چې هغه وخت زه ستاسو په یاد هم نه وم، خو ستاسو یادونه به تل زما په ذهن کې وي او زه به ستاسو له خوږو خاطرو سره ژوند کوم. اوس چې د ښوونیز کال وروستیو شېبو ته نږدې شوي یوو مجبور یم چې له تاسو نازولو بچیانو سره خدای پاماني وکړم او تاسو په لوی څښتن تعالی وسپارم. هیله من یم تل لوی خدای په یاد ولرئ، ترڅو ښکلی او له نېکمرغۍ ډک ژوند مو په برخه وي. بریالي او سرلوړي اوسئ ستاسو د لومړي ټولګي ښوونکی.
پورتنیو د زړه له تله راټوکېدلو څو کرښو ته که ښه ځیر شو نو دې پایلې ته رسېږو چې اخلاصمن او زړه سوانده ښوونکي په ریښتیا هم د پلار او مور په شان له خپلو شاګردانو سره مینه کوي، نو انسان باید د خپل ښوونکي احسان او پېرزوینې هېڅکله هېرې نه کړي.
زموږ په ګران هېواد افغانستان کې د تنکیو ګلانو او راتلونکو شخصیتونو د ښې ښوونې او روزنې په موخه د ګټورو او رغنده ګامونو او هڅو په هیله.
(Visited 45 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.