The news is by your side.

بېځایه تقلید د کمزورو خلکو کار وي

جنرال دولت وزیري

0

بېځایه تقلید، د ځان پر وړتیا باور نه لرل او تل په نورو پسې تر شا منډې وهل د انسانانو او په لويه کې د یوه ملت قدر کموي او د ذلالت تر کچې يی راټیټوي.

بېځایه تقلید د دې پر ځای چې د ټولنې او هېواد په ګټه وي، برعکس د خلکو تر منځ منل شوي دودونه او دستورونه له منځه وړي. خلک په رواني لحاظ په بېباورۍ اخته کوي، ځوانان بې لارې کوي او په هغه څه يې بوخت ساتي چې د يوې مدنی ټولنې په درد نه دوا کېږي. کوم کمزوري ملتونه چې د خپل هېواد د پرمختیا او سمسورتیا له پاره پروګرام نه لري، نن په یوه او سبا په بل پسې روان وي.

وايي:

«کارغه د زرکې چم کاوه، هغه يې زده نه کړ خو خپل يې هم هېر کړ.»

د بېځايه تقلید پلويان نه د دين وي او نه د دنيا، ځکه هر څه چې کوي فقط د مقابل لوري د خوښۍ له پاره يې تر سره کوي. داسې خلک نه خپله اراده لري او نه د هېواد د پرمختګ له پاره کوم هوډ. یوازې لوټه ږدي او له اوبو تېرېږي. کوږ بار هسې هم تر منزله نه رسېږي.

په تاريخ کې يې بېلګې ډېرې ډي، کله چې ناپلیون په فرانسه کې واک ته ورسېد. له ډېرو اروپايي هیوادونو سره يې جګړې وکړې. غوښتل يې چې انګلستان هم ونیسي. همغه و چې انګلیسان له واک څخه د ناپليون د ليرې کولو په هڅه کې شول. ناپلیون د دې تر څنګ د شلو اروپايي هېوادونو د ګډ پوځ سره په ۱۸۰۸ میلادي کال پر روسيې یرغل وکړ. تر مسکوه ورسېد، خو د روسیې پوځ څخه چې قوماندان يې جنرال کوتوزوف و، ماته په برخه شوه او بیرته فرانسې ته راوګرځېد. بیا يې د سرتېرو په راټولولو پيل وکړ، خو انګليسانو د ده پر ضد ټوله اروپا لا دمخه په يوه خوله کړې وه. همغه و چې ناپلیون له واکه لیرې او د ساينت هلن جزيرې ته بندي واستول شو.

څرنګه چې اروپايي هېوادونه له ناپليون سره د جګړو له امله ډېر ستړي شوي وو، د انګلیسانو له خوا د ناپليون ماته يې د لندن له پاره ستره بریا وګڼله او د ژوند په هره برخه کې يې له انګليسانو څخه که ښه و او که بد په تقليد پيل وکړ.

د انګلیسانو هر کار به د دوی له پاره د ښه او غوره کار بېلګه وه او بې له دليله به يې هغه کار ته مخه کوله چې انګلیسانو به تر سره کاوه.

سګرت څکول، د شرابو رواجول او حتی د ښکنځلو کول يې د انګليسانو څخه تقليد کړل. هلته چې هر مضر او بد کار و، د اروپايانو له پاره به ښه ښکارېده او په تقليد کې به يې یو له بله سره په سیالۍ کې وو.

اروپايي بډايانو به د انګلیسانو په څېر د اسانو پر ځغلولو ډېرې زیاتې پیسې مصرفولې، شراب به يې څښل او وېښتان به يې هم د انګليسانو په څېر جوړول. ځوانانو به هم د انګليسانو پېښې کولې، یوازې ورزش په ځانګړې توګه فوټبال ته به يې د علم او هنر په سترګه کتل او د عبادت تر سطحې يې ورته عقیده درلوده.

 لیکوالانو او د ورځپاڼو خاوندانو به ټولې ليکنې د فوټبال په هکله کولې او په هره ورځپاڼه کې به يې د مېښې د پښې انځور د غښتلتیا او قوت د نښې په توګه خپراوه. ځوانان به وو، د فوټبال کلبونه او ټوله ورځ به مسابقې وې.

روسي ليکوال ګريګوري پتروف په خپل اثر «د یوه ملت ويښېدل د سپينو زنبقو په سیمه کې»  د هغه وخت د فنلند د خلکو په هکله ليکي:

«د فنلند خلک هم چې اداره يې لومړۍ د سویډن او بیا د روسيې په لاس کې وه په دغه ناروغۍ او بېځایه تقليد اخته شول. دوی ته دغه د بېځایه تقليد ډالۍ د سويډن له استعماره په ميراث ورسېده او د دوی په ډېر شمېر خلک په ځانګړې توګه ځوانان به د فوټبال په کلبونو کې تنطیم وو، شپه او ورځ به دوی وو او فوټبال، د بل څه په کیسه کې به نه وو.»

لیکوال زیاتوي:

«د فنلند ځوانانو له پاره فوټبال په دیني باور او په یوه خطرناکه ناروغۍ بدل شوي وو. په ښار کې څه چې په کلیو کې به هم ټول خلک په فوټبال بوخت وو. ټولنه د بدمرغۍ پر لوري روانه وه. له دې سره په دې ناوړه ناروغۍ یوازې د فنلنډ خلک نه بلکې د ټولې اروپا خلک په ځانګړې توګه د هسپانیا خلک هم اخته شوي وو. د هسپانیا خلک هم د فنلند د خلکو په څیر نه د هیواد د پرمختګ او نه د خپلې ټولنې د جوړېدو په فکر کې وو، بلکې هغه څه چې به انګلیسانو کول هغه به د دوی له پاره د ژوند ښې بېلګې وې. انګلیسانو ډېر داسې چمونه په کار وړل چې د اروپا خلک له پرمختګ او له دوی سره له سیالۍ لیرې وساتي.»

د فنلند هغه کسان چې د خپل هېواد د راتلونکي په هلکه يې فکر کاوه، له دې حالت څخه راضي نه وو، ټول وخت په دې هڅه کې وو چې په څه ترتیب او په کوم شکل خپل ځوانان او خلک علم، پوهې او فکر کولو ته راوبولي. دوی به ويل، چې دا سمه ده چې ورزش د انسان روغتیا ته ګټه رسوي او هغه متل هم سم دی چې وايي:«سلیم عقل په سالم بدن کې وي.»

له دوی څخه يوه کس سینلمن به ویل:

«د فنلند د خلکو ذهنونه او فکرونه فوټبال، په ورځپاڼو کې ټوکو، مسخرو او په کتابونو کې خیالي او پوچو داستانونو تسخیر کړي دي. که غواړو چې ټولنه له دې بدمرغیو وژغورو د ملاریا له ناروغۍ سره د مجادلې په څېر باید د فکري، د ارادې سل او روحي ملاريا پر ضد هم مجادله وکړو.»

دی وايي:

«زه نه غواړم چې د فنلند خلک یوازې د مېښې د پښو په څېر  غښتلې پښې ولري او د عقل او فکر له پلوه کمزوري وي. د يوه ایډیال کس له پاره په سر کې ماغزه، ښه فکر او په پښو کې قوت په کار دی.»

د فنلند خلکو په خپلو هڅو له دې ناوره ناروغيو ځان وژغوره او په نړۍ کی يې ځان له سيالانو سره سيال کړ.

موږ هم له پخوا څخه له دې ستونزې سره لاس او ګرېوان یو. په تقلید کې زموږ سره هېڅوک د سيالۍ وړ نه دي، ډېر ژر د نورو پېښې کوو او ډول ته يې اوړو او را اوړو.

له روسانو څخه مو د شرابو خوړلو او ګاونډیانو څخه مو د رشوت، درواغ ويلو، غدارۍ، خیانت، په وعده وفا نه کول، غلا، غصب، د نورو تېر ایستل او د نورو اجنټ کېدلو تقلید وکړ.

سپیڅلو مسلمانانو به د «ان شا الله » پاکه کلمه د وعدې د سر ته رسولو په موخه په کار وړله، خو له بده مرغه اوس يې د وعدې د نه تر سره کولو له پاره په کار وړي او دا د اسلامي ملک؟ پاکستان ډالۍ او زموږ د خلکو لخوا منل شوې تقليد دی.

یوه ورځ مو په جرمني کې له څو کسانو په انګرېزۍ ژبه پوښتنه وکړه، ځواب يې را نه کړ. په هسپانیا کې مو د يوې مياشتې په موده کې څوک ونه موندلو چې په انګلیسي زموږ سره خبرې وکړي. په فرانسه کې خو نږدې و چې په انګلیسي ژبې په غږیدلو يې وهلي وای.

راشه که يې ګورې موږ ویاړلو ته، د روسانو له راتګ سره ډیرو د خپلو لوڼو نومونه ناتاشا کیښودل او اوس خو په پښتو او دري ژبو غږېدل ستر شرم ګڼل کېږي.

یو سک په هندوستان کې هم په هغه جامه کې ګرځي، په بریتانیا او نورو اروپايي هېوادونو کې هم، دوی دا د خپل مذهب او کلتور یوه برخه ګڼي. یو یهودی په اسرائیل کې هم له خپلې وړې خولۍ سره دباندې لیدل کېږي، په اروپايي او امریکايي هېوادونو کې هم له هماغه خولۍ سره ګرځي او پر خپل کلتور نه شرمېږي. دا د خپل مذهبي او فرهنګي هویت یوه برخه ګڼي.

سمه ده چې د نور ژبو زده کول هنر دی، خو علم نه دی. له بده مرغه زموږ په هېواد کې د روسانو پر وخت روسیې او اوس انګلیسي ژبه علم دي. که به دې روسي او یا اوس انګلیسي ژبه زده وي بیا نو سقراط، افلاطون او ارسطو يې، که نه په دوه روپۍ هم نه ارزې.

بېځایه تقلید د کمزورو او بې ارادې ملتونو کار وي. څوک چې په خپلو ښو او منل شویو دودونو او په خپله ژبه ونه شرمېږي هغه غښتلي ملتونه دي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.