The news is by your side.

تاريخ او د جرم احساس

ژباړن: هارون شفيقي - لیکوال: ډاکترمبارک علي

0

د بشر تاريخ له جګړې، وژنې، لوټ مار او وينې تويونې څخه ډك وي، قومونه پر يو بل بريدونه كوي چې په ترڅ كې يې د خلكو له امن ډك ژوند، د مذهبي عبادت خونو بې حرمتي، د مال او دولت لوټ او انساني وژنې را منځ ته كېږي.

پخوا به كله چې بريد كوونكي پوځونه له مال او دولت سره بېرته خپل ملك ته ستنېدل نو د دوى هركلى به د فاتحانو په څېر كېدو، د برياليتوب او كامرانۍ په نشه مست خلك د هغو مظلومو خلكو له حال څخه څه خبرېدل چې د دوى پر وينو له لوبېدلو وروسته يې دا مال لاسته راوړى و، له برياليتوب او فتحې وروسته تل انسان وياړي، د جرم احساس نه كوي او همدا زموږ د تاريخ تر ټولو لويه غلطي ده.

له همدې كبله دلته دا پوښتنه راولاړېږي چې قومونو ته دا د جرم احساس ولې نه پيدا كېږي؟ ځكه چې دوى ډېرى وخت بې له كوم لامله پر ګاونډيو هېوادونو بريدونه كړي او د دوى ځمكې او مال يې په زور له دوى څخه نيولي، خو دوى ته هېڅ وخت هم دا په خيال كې ورنغلل چې دوى د انسانيت پر خلاف جرم كوي.

د دې بريدونه او فتوحاتو تر شا به تل يوه نه يوه داسې نظريه وه چې دوى ته به يې د بريدونو، وژنو او لوټ مار جواز وړاندې كاوه، دوى به يې ډاډه كول څه چې كوي د دوى يوه فريضه پر ځاى كېږي.

بل لوري ته به ماته خوړلي او مظلوم قوم دا تباهي او بربادي الهي عذاب ګڼلو او دا كړاوونه به يې د ګناوو د سزا په توګه منلې، كله چې جنګېز او هلاكو په مركزي اسيا كې تباهۍ رامنځ ته كړې نو مسلمانانو دا د خداى (ج) له لوري يو عذاب ګڼلو.

فاتحين چې كله داسې وژنې او لوټ مار د يوې مقدسې فريضه برخه ګڼي نو دوى ته د جرم احساس نه پيدا كېږي. پرتګاليانو په لاتين امريكا كې ځكه ځايي خلك قتل عام كړل چې هغوى عيسويان نه وو او د دوى په نظر ګمراه وو، د دوى مشن يا د جګړې هدف دا و چې دا خلك عيسويان كړي او د آخرت ژوند يې ښه كړي.

اروپايي قومونو د امريكا، استرليا او نوي زيلاند د ځايي خلكو پر ځمكو قبضه وكړه او هغوى يې ووژل چې هغوى غير مهذب وو، يعنې كلتور او فرهنګ يې نه درلود. د همدې نظريې په بنسټ دوى په اسيا او افريقا كې په نويو ابادو شويو سيمو كې وژنه او لوټ مار روا وګڼل. په دې لوټ مار او وژنه كې دوى ته هېڅكله هم خپل جرم احساس نه كړ.

خو د تاريخ د كتنې له مخې له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته بدلون راغى، ځكه د دې جګړې په پايله كې چې كومه بې درېغه وينه تويې شوې وه هغې بريالى او مات شوي دواړه اغېزمن كړل. په ځانګړې توګه د دې جګړې ذمه دار هټلر او د هغه حكومت وګڼل شو، د جګړې له پاى ته رسېدو وروسته جرمن قوم په ټوليزه توګه دا جنګي جرم ومنلو، نو د جرم د احساس سره د جرمني په تاريخ كې چې څه وليكل شول هغه د فاشيزم د پيل او د هټلر د راپورته كېدو، د جګړې پيل او د هغې پايلې وڅېړلې او دوى هغه ټول جرمونه ومنل چې د هټلر په زمانه كې د انسانيت پر خلاف شوي وو، نه يوازې دا بلكې دوى هغه ټول ثبوتونه وساتل چې د هغې له مخې د جرم پېژندنه كېدله، جرمن تاريخ ليكونكو د هټلر د وخت شوي ظلمونه او جرمونه له نړۍ پټ نه كړل او نه يې په حق كې كوم دليل وړاندې كړ.

كه څه هم په جګړه كې له هټلر سره د ايټاليې موسوليني او جاپان هم شريك وو، خو په ايټاليه كې د موسوليني پر خلاف بغاوت وشو او نوموړى په دار وځړول شو، په دې توګه د ايټاليې خلكو د خپل جرم كفاره ادا كړه، په جاپان كې د هيروشيما او ناګاساكي اتومي چاودنو چې كومه تباهي رامنځ ته كړه د هغې پايله د دوى پر ختيځ كړي ظلمونه حاشيې ته ولاړل او په دوى كې د جرم احساس پيدا نشو، خو د جرمنيانو د جرم احساس د دوى پر تاريخ او راتلونكې ژور اغيز واچولو، دوى په جرمني كې د هټلر او فاشيزم د سر راپورته كولو پايلې وڅېړلې او دا يې هم تجربه كړه چې په راتلونكې كې داسې څه پېښ نه شي. د دې تر څنګ په جګړه كې چې دوى كومې تجربې تر لاسه كړې په ترڅ كې يې دوى په نړۍ كې د امن او آزادۍ احساس پيدا كړ، د همدې فكري شعور له مخې په جرمني كې د هغو خلكو عزت ډېر كم شو كومو چې له نازي ګوند او يا هم د هټلر له حكومت سره كوم تړاو درلود. د نازي اصطلاح د ظلم او ستم يوه نښه وګرځېده.

د كوم جرم احساس چې جرمنيانو وكړ، بل هېڅ قوم هم تر دې حده نه دى كړى، خو دې پر تاريخ ډېر اغېز درلود، كله چې امريكا د ويت په جګړه كې ډېر ظلم وكړ نو امريكايي قوم يې پر خلاف راپاڅېد او د جګړې پر خلاف يې لاريونونه وكړل چې په پايله كې يې امريكا جګړه بنده كړه.

په تاريخ كې د جرم د احساس دې جذبې په بشپړ ډول د تاريخ ليكنه بدله كړې ده، اروپايي قومونو چې په نوې نړۍ كې كوم ظلمونه او تيري كړي وو اوس دوى نه يوازې هغه يادوي، بلكې پر خپلو جرمونه اعتراف هم كوي.

د قومونو د ذهن د بدلولو او له نړۍ څخه د جګړې او وينې تويونې د خلاصون لپاره ضروروي ده چې په فاتحينو او ظالمانو كې د جرم احساس پيدا شي او په دې صورت كې به خلك له جګړې څخه كركه وكړي او په نړۍ كې به تل پاتې امن رامنځ ته شي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.