The news is by your side.

تاريخ ولې ضروري دى؟

ليكوال: ډاكتر مبارك علي - ژباړن: هارون شفيقي

0 114

په ټولنه كې د يوه علم يوې برخې ته هغه مهال اهميت وركول كېږي چې ګټه يې ټولنې ته اړينه وي، ځكه چې د ټولنې اړتياوې بدلېږي او دا اړتياوې نوې لارې چارې غوره كوي، نو ضروري ده چې علم هم له دې سره سره بدل شي.

تر څو هغه په بدلو شويو حالاتو پوه شي او د نويو پيدا شويو مسايلو لپاره د حل لار ومومي، له همدې كبله كله چې موږ د تاريخي شعور خبره كوو هدف مو همغه د تبديلۍ شعور وي او همدا د تبديلۍ شعور د تاريخ مضمون ته اهميت وركوي.

زموږ په ټولنه كې د تاريخ مطالعه د دې لپاره نه كېږي چې د بدلېدونكو حالاتو څېړنه پرې وشي، بلكه محض د تفريح په توګه پر ماضي پوهېدل دي.

همدا ده چې تاريخ زموږ په ټولنه كې ګټور نه ګڼل كېږي د ژوند د عملي اړتياوو او د ټولنې په جوړښت كې هغه اړين نه ګڼل كېږي، دلته دا پوښته ولاړېږي چې آيا تاريخ زموږ د ټولنې د اړتياوو د پوره كولو جوګه دى؟ كه دى نو تر اوسه ولې كار نه دى ترې اخيستل شوى؟

د تاريخ يو هغه اړخ دى چې زموږ په تعليمي ادارو كې تدريسېږي، له دې مخې دا يوازې يو سياسي هدف دى، د دې محدودې نظريې له مخې تاريخ په ټولنه كې ګټور علم نه ګڼل كېږي، د تاريخ دوهمه برخه اخلاقي نصيحت دى چې په دې برخه كې تاريخ د ثواب لپاره لوستل كېږي او توقع كېږي چې له دې لارې د ټولنې اخلاقي مسايل حل كړاى شي..

د تاريخ دې تنګ سياسي او مذهبي استعمال د تاريخ اهميت نور هم كم كړى دى.

د تاريخ هدف بايد څه وي؟ تر ټولو مهم هدف دا چې ټولنه د تاريخ په ذريعه ټولنيز شناخت (پېژندنه) وكړي، دا شناخت هغه مهال امكان لري چې د ټولنې غړي د يو بل په هكله بشپړ معلومات ولري، لكه څرنګه چې زموږ ټولنه په طبقو وېشل شوې، همداسې په ذاتونو، فرقو او قومونو هم وېشلې ده.

د كلي او ښار په ژوند كې توپير دى، د ژبې، عاداتو او جغرافيايي توپير دى، په داسې حالاتو كې د علم د كمۍ په سبب له يو بل نه پوره واقف يا خبر نه دي او دا ناخبري نه يوازې دا چې دوى له يو بل نه سره لرې كوي، بلكه په دوى كې كركه او تعصب زېږوي، د مثال په توګه زموږ په وړاندې د (خانه بدوش) كوچيانو په هكله معلومات ډېر محدود دي. اكثر موږ دوى له ښار څخه بهر په ځنګلونو او وېجاړو ځايونو كې سرګردانه وينو او چې څه د دوى په هكله اورو د همغې له مخې پر دوى قضاوت كوو.

د دوى د ژوند او عاداتو  په هكله د كم علمۍ له كبله د دوى پر خلاف بدګومانۍ راته پيدا كېږي

همداسې د مذهبې او قومي ډلو تر منځ هم پېښېږي، چې له كبله يې له يو بل څخه بېلتون زېږي.

دلته تاريخ كارولى شو، كه د دې كوچيانو تاريخ ولوستل شي، د دوى رواجونه او عقايد وڅېړل شي او د دوى سم تصوير ټولنې ته وړاندې شي په دې صورت كې به نه يوازې بدګومانۍ لرې شي، بلكې دوى ته به د ورنږدې كيدو سبب هم شي.

همداسې د مذهبي ډلو او مختلفو فرهنګي ټولنو په هكله هم كېداى شي. تاريخ د دوى ټولو په يو ځاى كولو سره د ټولنې شناخت (پېژندنه) جوړوي، كركه او تعصب له منځي وړي او د نږدې كېدو سبب ګرځي.

د تاريخ له لارې كه چېرې د وېشل شويو، تقسيم شويو خلكو په يو ځاى كولو كې مرسته كولاى شي، په څنګ كې يې د نورو قومونو او ټولنو تر منځ هم آهنګي پيدا كوي.

د انساني ټولنې تر ټولو لويه كمزوري دا ده چې پر خپل معيار د نورو اخلاق، مذهب  او د ژوند طرز ګوري او كله چې تضاد ور تر سترګو شي نو هغه د دې په تاريخي اهميت له پوهېدو پرته د غلط تور پرې لګوي. د مثال په توګه مسلمانانو ته د هندوانو اداب يوازې خرافات ښكاري، خو كه د لرغوني هند تاريخ ولوستل شي او په دې پس منظر كې د دوى رسوم، روايات او اداب وكتل شي چې دا په كومو حالاتو كې پيدا شوي او دې اداتو له تاريخي لحاظه د ټولنې كوم ضروريات بشپړ كړي، موږ په دې صورت كې د هغې له اهميته خبرېداى شو او يوازې په همدې صورت كې زموږ تعصب لرې كېداى شي..

له دې امله تاريخ نه يوازې تعصبات او كركې له منځه وړي بلكې ذهن پراخوي او قومونه سره نږدې كوي

د تاريخ كار دا نه دى چې پرېكړه وكړي چې كوم مذهب ريښتينى او تل پاتې دى، بلكې كار يې دا ده چې د هر مذهب او نظريې د زېږېدو تاريخ وڅېړي او اهميت يې ووايي تر څو د هغې د تاريخي كردار په پوهېدو كې آساني وي.

يو وخت و، چې د انسان لپاره دا نړۍ ډېره وړوكې وه، هغه چې په كوم ښار، كلي او بانډو كې اوسېدل هماغلته به يې ټول ژوند تېراوه، چې له كبله يې تجربې ډېرې محدودې وې او ډېرى معلومات يې د افواهو او غلطو كيسو پر بنسټ ولاړ وو. بل لوري ته ننۍ نړۍ ډېره پراخه شوې او ورسره د انسان ذهن هم پراخ شوى، اوس دا د تاريخ وظيفه ده چې د نړۍ د قومونو، ملكونو او ټولنو په هكله كره او بشپړ معلومات وړاندې كړي، تر څو دوى سره نږدې شي، ځكه تاريخ انسان ته يوازې د انسان په حيث ګوري د هغه له مذهب، نسل او رنګ سره كار نلري.

د تاريخ تر ټولو لويه ګټه دا ده چې د ټولنې يادښتونه په ټوليزه توګه خوندي كوي، د يوه كس يادښت كمزورى وي او له دې سره ټولنه هم يوه پېښه ژر هېروي، كه دا پېښې د تاريخ په ذريعه خوندي نشي نو ټولنه دا تجربې كه ښې وي كه بدې هېروي يې.

د همدې نتيجه شوې چېرته چې نوى تاريخ نه دى پيل شوى او د هغه ځاى عام وګړي ړانده ساتل شوي هلته په سياسي ډګر هماغه كسان ډګر ته راوځي چې په ماضي كې په ډول ډول جرمونو ككړ وو، هماغه سياسي حزبونه چې د قدرت پر مهال يې پر خلكو ظلم كړى وي، بيا ځلي د عوام دوستۍ شعار پورته كوي او قدرت تر لاسه كوي.

د دې يوازينى سبب همدا دى چې تاريخ د دوى كردار او اعمال نه ثبتوي او عوام خپل غمجن پرون هيروي او غولېږي. يوازې د تاريخ له لارې د دې عمل مخنيوى كېداى شي او د داسې حزبونو سره حساب كېداى شي

او تر ټولو غوره دا چې د تاريخ له لوستو سره ټولنې ته د خودآګهى (ځان څخه خبرېدل) احساس پيدا كېږي، هغوى پر دې پوهېداى شي چې د نورو ټولنو په مقابل كې دوى په كوم مقام كې دي. له تاريخ څخه ښكاري چې ټولنې د كومو برخو او مسايلو پر بنسټ پرمختګ كوي او د كومو له مخې د پرمختګ لارې پرې تړل كېږي

د ماضي ترجمه د دوى لپاره د نوې آيينې په څېر وي چې په هغې كې خپل رفتار او عمل ليدلاى شي. د ځان څخه خبرېدو يا د (خود آګهۍ) همدا احساس د ټولنې په پرمختګ كې مرسته كوي .

Leave A Reply

Your email address will not be published.