The news is by your side.

تاریخ څه وايي؟

دولت وزیري

0 80

کله چې د تاریخ لفظ یادونه کېږي، له ځینو کسانو سره د تاریخ د علم په اړه سوچ پیدا کېږي، چې پر بشري پېښو ولاړ دی. بل هم د تېرو پېښو د زېرمو ټولګه ده، چې هغه پېښې د انسانانو پر چال چلند مستقیم اغېز لري.

د تاریخ لمن ډېره پراخه ده. هر څه چې موږ په خپل ماحول کې ګورو، تاریخ لري. الوتکې، راډیو، موټر، برېښنا او نور هر یو يې ځان ته تاریخ لري، خو هغه تاریخ چې د انسانانو ژوند ورپورې تړلی دی، هغه د یوه هېواد د اوسېدونکو د کړو وړو او ژوند کولو تاریخ دی.

کله نا کله موږ وایو چې هغه یا دغه ملت ډېر روښانه او ژوندی تاریخ لري او یا کله وایو د دغه یا هغه ملت تاریخ ټول له جګړو او ناخوالو ډک دی. که د خپل هېواد تاریخ ته نظر وکړو، کله چې انګرېزانو د تجارت په پلمه هندوستان ته پښې را اوږدې کړې، د هند د شتمنیو د لوټولو په موخه يې سیمه په لوی لاس ناارامه او جګړې يې په خپله ګټه تودې وساتلې.

افغانان يې په خپل منځ کې سره په جګړو اخته کړل، ایران يې د افغانستان پر ضد وهڅاوه. روسيې ته يې د افغاني سيمو د نیولو لارې په ګوته کړې او سکهانو ته يې د یوه خپلواک هېواد په توګه د را منځ ته کېدو شرایط اماده کړل. دا ټول کارونه انګرېزانو په ډېر مهارت ترسره کړل.

خو د دوی پروګرام یوازې په دې بسنه نه کوله، بلکې دوی له دې هم ډېر څه غوښتل او هغه د افغانستان نیول او په لومړي سر کې تر آمو درياب پورې ځان رسول او بیا د منځنۍ اسيا هېوادونو ته تېرېدل وو.

د همدې موخو په خاطر و، چې دوی دوه جګړې پر افغانانو تحمیل کړې (۱۸۳۸ – ۱۸۴۲ او ۱۸۷۸ – ۱۸۸۰ م کلونه) خو په دواړو جګړو کې مات او ډېر زیان ورته ورسېد.

دوی په خپل پروګرام کې بريالي نه شول. لومړی دوی غوښتل چې د امو درياب د روسانو په مقابل کې خپله پوله کړي  او که په دې کار بريالي نه شي، په دویمه مرحله کې به د هندوکش غرونه له روسانو سره د خپل سنګر او پولې په توګه وټاکي.

دوی په دواړو پلانونو کې ناکام شول، که چېرې په دويم پلان کې چې د هندوکش غرونه وو، بریالي شوي وای، افغانستان به تجزیه او شمال به د روسانو لاس ته لوېدلی وای. خو افغانانو په پوره شهامت او زړورتوب د دوی دغه خاينانه طرحه ناکامه او هېواد يې له تجزيې وساته.

کله چې انګرېزان په دواړو جګړو مات او په خپل پروګرام کې بريالي نه شول، خپل پروګرام ته يې بدلون ورکړ. افغانستان يې له روسانو سره د یوه حايل په توګه او د ډیورنډ د کرښې طرحه يې را منځ ته کړه.

دوی په دې فکر که چېرې د حایل افغانستان څخه بیا هم روسان را تېرېږي، دوی به يې د ډیورنډ پر کرښه مقابله کوي او نه به پرېږدي چې هند ته په اسانه ورتېر شي.

دوی په ډېره ځیرکۍ دغه کار وکړ. دوی د افغانستان پر سینه د بېلتون خط راکش کړ او د پاکستان په جوړولو سره يې د افغان او انګليس د درېیو جګړو د غچ اخیستلو دنده هم پاکستان ته وسپارله. افغانستان يې د جګړو کور کړ او په دوامداره توګه د غچ اخیستو په لټه کې دي.

د قدرمن امین باوري صاحب له قوله، خدای بخښلي پوهاند استاد رسول باوري صاحب کیسه کوله ویل يې:

«په هالنډ کې وم انګرېزانو راسره اړیکه ونیوله او راته يې وویل، چې زموږ سره مرسته وکړه. ما ترې پوښتنه وکړه چې د څه په هکله مرسته وکړم. هغوی ویل زموږ مړي په بالاحصار کې دي او تاسو يې په پيداکولو کې راسره مرسته وکړئ، ځکه چې تاسو لرغون پېژندونکی یاست.»

فکر وکړئ چې د افغان او انګليس له لومړۍ او دویمې جګړو څخه له يوې نيمې پېړۍ زیاته موده تېرېږي خو انګرېزان اوس هم زموږ بالاحصار په خپلو مړو پسې ګوري.

که افغانان سره يو نه شي او له تېر تاریخ څخه زده کړه ونه کړي، مانا دا چې نور ملتونه به تل زموږ تاریخ د یوه ناکام تاریخ په نامه یادوي او موږ به هم د یوه ناکام ملت په نامه په نړۍ کې وپېژندل شو.

راځئ سره یو شو، هېواد له جګړو او تجزيې وژغورو، د سیالانو په ډله کې يې ودروو او په نړۍ کې د یوه ویاړلي ملت په توګه ژوند وکړو.

Leave A Reply

Your email address will not be published.