The news is by your side.

توطیه- سازش

عنایت الله دیدار

0

تر میلاد (۳۳۱) کاله دمخه، پهٔ روم اجتماعي ګډوډي وه. لوی تعداد مهم شخصیتونه پهٔ ناروغۍ اخته او مړهٔ کېدل. خلک خفه وو، حالت تقریبا خطرناک و، د فکر نتیجه او عیني حالت دا و، چې وبا ګډه شوې، خو پوښتنه دا وه، چې وبا ولې یوازې مهم خلک وژل؟

یوه غلامه ښځه حاکم ته ورغله، ویې ویل، ګډه شوې ناروغي وبا نهٔ ده. دا(غلامه ښځه) پوهیږي، چې پهٔ روم کې توطیې روانې دي. ښځې واضحه کړه، چې د خلکو د مړینې تر شا د ښځو یوه ډله ده، پهٔ پټه زهر تیاروي، پهٔ ښکاره، چل او نورو بڼو یې پر مهمو خلکو څښي.

د حاکم ډلې د غلامې ښځې په نښه شوي کورونه ولټول، د پټې ډلې ښځې یې ونیولې، (توطیه) رسوا شوه او حکومت/حاکم خپله برخه کار وکړ.

تعقیبي حالت داسې و، چې تورنې ښځې یې د ښار پهٔ یوه څلورلارې کې وتړلې، د ځان د سپیناوي موقعه یې ورکړه،  ښځو ویل، دوی د وبا د دفعې لپاره درمل جوړوي، تر دلایلو وروسته د ادعا د نفي او اثبات لپاره عمل دا و، چې دوو ښځو دغه درمل/زهر وڅښل، دواړه مړې شوې.

پهٔ بل تعقیب او اقدام کې ۱۷۰ ښځې پهٔ همدغه تور زنداني او مړې کړای شوې.

دغه پېښه لیوي ټېټیوس(Titus Livius /59قبل المیلاد کې پېدا شوی او تر میلاد ۷۵۳ کاله دمخه تاریخ یې لیکلی و) را نقل کړې ده. دی وايي، د دغو پېښو معقول سبب د همدغې زمانې تیته شوې وبا وه، دغو ښځو پهٔ حقیقت کې هڅه کوله، چې د وبا لپاره درمل جوړ کړي، حکومت پرې د توطیې تور پورې کړ او دوی یې د توطیې د تور په نتیجه کې پهٔ بله توطیه ووژلې.

پهٔ دغه لویه توطیه کې ځینې اعوانې او مرستندویه توطیې هم وې، چې اره توطیه یې سپپورټ کوله او یا یې پهٔ ذاتي لحاظ خپل وجودي حیثیت درلود، مانا دا، چې سلسله وارې توطیې موجودې وې، یوې توطیې د بلې هغې ملاتړ کاوهٔ. بېلګې:

اوله توطیه:

پهٔ ۳۳۱ مخزېږدي کې وبا ګډه وه، خو تصور خور کړای شو، چې وبا نشته. دا توطیه د دویمې شمېرې ملاتړې توطیه وه.

دویمه توطیه:

اذهان پهٔ ګرفت کې واخیستای شول. د عمل/هدف لپاره زمینه برابره شوه. کم تر کمه یوه عمومي پوښتنه دا پېدا شوه، چې وبا نشته، دغه خلک/مهم خلک، ولې مړهٔ/وژل کیږي؟

درېیمه توطیه:

سوال خلق کړای شو، تلوسه او سسپېنس پېدا کړای شول، خبره ذهن نشینه شوه، ذهن یې پراسس کوي، نتیجه او بدلون د حاکم پهٔ لاس کې دي، توطیه خپله مطلوبه نتیجه لري/تقریبا مطلوبه نتیجه لرلای شي. بعدي اقدام پر لاره دی…

څلورمه توطیه:

د خود ساخته دسیسې لپاره د یوې غلامې ښځې پېدا کول و. کهٔ داسې نهٔ وای شوي او د حاکمې، مالدارې، اشرافې او… طبقې نه پهٔ چا اقرار شوی وای، ممکن خلکو دا ګڼلې وای، هدف لري، چې خپل رقیبان لهٔ صحنې وباسي، غلامه ښځه، ممکن دومره ستر اهداف و نهٔ لري. د غلامې ښځې اقرار اقدام ته لاره جوړه کړه.

پنځمه توطیه:
توطیه او د توطیې روح او کنسپټ دا و، چې دغه ښځې یې (مخفي) ډلې ته منسوب کړې، د خلکو ذهنونه داسې جوړ دي، فکر کوي، چې مخفي ډلې د ټولنې او بشر پر وړاندې دسیسې جوړوي. کهٔ دغه ډله عامه ګڼل شوې وای، ممکن نتیجې یې دا وړ/مطلوبې نهٔ وای. بل سوال او تصور دا وي، چې کهٔ دوی ښهٔ چاري خلک وي، نو پټ او مخفي ولې دي؟

شپږمه توطیه:

پهٔ مخفي ډله کې د ټارګېټ شویو ښځو ښکېلول د توطیې هدف و. دلته سناریو د عمل صحنې ته راغله.

اوومه توطیه:

د توطیې یوه پاېله دا شوه، چې د وبا درمل، زهر ثابت کړای شول، د نفي او اثبات دغه پړاو د بعدي اقدام لپاره لوی دلیل جوړوي.

اتمه توطیه:

پهٔ درملو کې زهر ګډ کړای شول.

نهمه توطیه:

د مخفي ډلې(!) دوو مېرمنو ته پهٔ څلورلارې کې د دوی درمل ورکړای شول. د اتمې توطیې پر اساس نتیجه ښکاره وه، دوی درملو(!) ووژلې، خلکو ومنله، چې د مخفي ډلې ښځو زهر جوړول او پهٔ خلکو یې څښل، مطلب دوی قاتلینې ثابتې شوې او دغه چاره پهٔ څلورلارې کې د خلکو پر وړاندې وشوه، تر چې د ذهن سازۍ ګومان پهٔ یقین بدل شي او خلک د حاکم توطیه پهٔ ښهٔ اقدام قبوله کاندي.

لسمه توطیه:

د توطیې موخه ییز حالت داسې و، چې د حاکم مخالفان لا دمخه وژل شوي وو، تور یې د مخفي ډلې پر مېرمنو ولګېد، حاکم بري الذمه شو.

یوولسمه توطیه:

د توطیې د پټولو، د توجه د اړولو، د اذهانو د شکونو د منتفي کولو لپاره، بله توطیه دا وشوه، کهٔ یوازې مخالف خلک ووژل شي، حاکم ته توجه ور اوړي، باید غېر مخالف مشهور وګړي هم ووژل شي، تر چې پهٔ توطیې کې بله توطیه وشي او ذهنونه مشکوک نهٔ شي. غېر جانبدار وګړي هم د کردار، صحنې او عمل د پټولو لپاره د توطیې ښکار شول.

یوولسمه توطیه:

وبا پهٔ اصل کې ټول خلک وژل، خو معمول او انساني طبیعت داسې دی، چې مشهورو خلکو ته یې ډېره توجه وي، بیا فکر کوي، چې د دې دوسیې تر شا کومه توطیه شته. د حاکم بله توطیه دا وه، چې همدا تصور عام کاندي او د خلکو توجه مشهورو خلکو ته واوړي، تر چې دویم اقدام/بلې توطیې ته لاره جوړه شي.

دولسمه توطیه:

د دغه توطیه د وبا پر مهال تطبیق شوه. دا د توطیې د زمانې او وخت د پېژندلو اړخ دی.

دا یو درجن برداشتونه زما د فکر لهٔ تاه خانو را ووتل، ممکن زر کسه د دغې توطیې پهٔ اړه زرګونه لیدونه ولري. همدا دلیل هم بس دی، چې د توطیې د رازدادرۍ خلکو، آر هدف نهٔ دی روښانه کړی، ځکه خو لهٔ ابهامي حالته، برداشتي ذهنیت حاکم دی، اصله خبره(توطیه) یا د توطیې طریقه کار لا هم ورک دي، یا کم تر کمه نسبي حالت لري او مطلقیات پکې کم یا د نشت برابر دي.

د شکاګو پوهنتون د یوهٔ استاد (ویکټوریا پیګن)نظر هم لیکم:

(امکان لري د روم د دغې توطیې تر شا یو لامل دا هم وي، چې حاکمې نرینه طبقې د غټې طبقې لهٔ ښځو وېره لرله او پهٔ دغه ډول یې دوی لهٔ منځه یوړې.)

د ۳۳۱ مخزېږدې دغې واقعې ته (د توطیې/سازش نظریه) وویل شوه. د دغه کال د مرګونو لهٔ نسبي مالومو شویو لاملونو مالومه شوه، چې توطیې څهٔ او څهٔ و نهٔ کړل!! مګر نتیجې بدلې وې، هر څهٔ شوي وو، تر چې مخنیوی کېده، توطیه تقریبا هدف ته رسېدلې وه.

توطیه لهٔ بشر سره سمه را روانه ده او کوم مالوم تاریخ او پېر نهٔ لري. سازش د انساني فطرت برخه ده.

توطیه د لغت په حساب د یو څهٔ/کار اماده کولو، د یو څهٔ/کار اسانه کولو، د یوهٔ کار لپاره زمینه سازي کولو، د یوهٔ کار لپاره مقدمه کولو او پهٔ ساده پښتو کې چل کولو ته وايي، پهٔ عامه مانا، یې خلک دسیسه هم بولي.

توطیه ولې اثر کوي، ولې ذهن نشینه کیږي، ولې د هر څهٔ رخ او نتیجه لهٔ روانو اصولو او حالته اړولای شي؟
هېڅ مالوم دلیل نشته، دا د ښاغلي انسان د ذهن طبیعي چلند دی، دی د ځینو مهمو واقعاتو او تصوراتو پهٔ اړه عام تصور او خور شوی باور ردوي. دی د خپل برداشت او ذهني حالت غلام وي او کړنې لهٔ خپل اېنګل نه ګوري.

وګړي فکر کوي، چې د دغو پېښو(توطیو/توطیه شویو پېښو) تر شا کوم نا لیدلی انساني طاقت او کومه ډله او ګروه ده، چې پېښې یې پېښې کړي دي. دا پېښې د یوهٔ لوی قدرت لهٔ اړخه طرح شوې دي، دا پېښې خواهي نخواهي همغه نتیجه لري، چې لوی قدرتونه یې غواړي، دوی د دغو پېښو پر وړاندې ډېر عاجز دي، د دوی فکر نهٔ رسيږي، چې څهٔ دي او څهٔ پېښیږي، دوی د پېښو پر وړاندې د ودرېدو قابلیت نهٔ لري، دا پېښې قوي بېک(Backup) اپ لري، دا پېښې پهٔ ټول قدرت او مطلوبې نتیجې سره عملي کیږي، دا پېښې هم (B) او هم (C) پلان/برخې لري، چې تر دې خطرناکې او اثر ښندونکې دي، دا پېښې د بدلون پېلامي دي، دا پېښې ممکن تر ابده جاري وي او پهٔ لویه مانا، دا د یوهٔ پټ پلان برخې دي، چې عملي کيږي.

دا خبرې او د وګړیو  اندېښنې پر ځای دي، ځکه چې دتاریخ پاڼې او د دوی مشاهدې ښيي، چې همداسې شوي دي، دلته (پهٔ حال کې) یوازې د انساني وېرې ګراف لوړیږي، ځکه چې لهٔ تاریخ څخه وېره ډېره محسوسه نهٔ وي.

معمولا او فطرتا پهٔ خلکو کې وېرې، بدګومانۍ، اندېښنې او هیجانات(جوش، جذبې، احساسات) وي، توطیه سازان، پهٔ غېر مستقیم ډول پېښې هغهٔ اړخ ته منسوبوي، چې د خلکو ګومانونه لا لهٔ پخوا ګومانونه وي، دلته دغه نسبي حقیقت پهٔ مطلق حقیقت او ځمکني واقعیت باندې بدلوي، د اندېښنو، بدګومانۍ او وېرې مطابق توطیې جوړوي.

پهٔ ۲۰۰۸م کال پهٔ رومانیه کې اکثریت ښځو د (HPV) واکسین لهٔ کولو انکار وکړ. دغه انکار د وېرې لهٔ امله و، د وېرې لامل د خلکو د نهٔ اګاهۍ لهٔ امله د دوی غلط برداشت و، چې عین توطیه یا توطیې ته ورته نتایج یې لرل.
دکرونا (Covid19) او د کرونا د سنتي علاج متعلق مو هم ګڼ افواهات او نظریات واورېدل. کله وار عادي افواهات هم توطیه ګونه بڼه پېدا کوي او عین یا تقریبا عین نتیجه لري. موخه ییز یا هدفي افواهات د توطیې پهٔ شان خپل هدفونه لري، چې د توطیې یوه بڼه او یا خپله توطیه وي، خو کله کله افواهات معمولا کومه مالومه موخه نهٔ لري، یوازې ذهني کنجکاوي او شکونه وي، چې را پاریږي او خلک د محسوس پر ځای پر غېر محسوس ډېر باور شورو کوي. ځکه چې پټو ډلو ته د خلکو ذهن نهٔ رسیږي، حتی ذهن یې فلمي صحنې جوړوي او وېره پرې غالبیږي.

 هره پېښه توطیه نهٔ وي. کله چې وګړي د پېښو تر شا پهٔ شته عواملو پوه نهٔ شي، فکر کوي، چې پېښه طبیعي نهٔ ده او خواهي نخواهي توطیه او یا توطیه ګونه بڼه لري. خو برعکس پهٔ سیاسي او جنګي حالتونو کې ځینې هغه خبرې، چې طبیعي ګڼل کیږي، پهٔ اصل کې توطیه وي، یانې توطیه داسې جوړه شوې وي، چې طبیعي ښکاره شي او توطیه ساز لهٔ خلکو، ځان او خپل مخصوص هدف پټ کاندي، ځکه چې ابدي رازداري د توطیې اساسي شرط وي.
تر ټولو حساسې توطیې هغه وي، چې د خلکو پهٔ مقدساتو او باورونو پورې وتړل شي. کله بیا خپله د توطیې هدف مقدسات او باورنه وي. توطیې معمولا پهٔ بحراني حالتونو کې پلې کیږي. سیاسي او جنګي توطیې د وګړیو پر مقدساتو او باورونو پورې تړل کیږي. افغانستان چې تقریبا درې څلوېښت کلن بحران پهٔ مخه کړی دی، طبیعي ده، چې وګړي یې په دغه وړ حالت کې د توطیو ښکار کیږي او باورونه یې متزلزل وي.

کله کله بیا د خلکو اندېښنې پهٔ طبیعي توګه پهٔ توطیو بدلې شي، لکه پهٔ ۲۰۱۴ کې، چې د امریکا د وتو غږ خور شو، چې اندېښنې یې پېدا کړې او دغه غږ پهٔ اقتصادي لحاظ اثر وکړ.

موږ، چې لوی پېښې وینو، فکر کوو، چې تصادف دی، یا طبیعي چاره ده، اما ډېری پېښې پهٔ توطیه ګونه شکل سره برنامه ریزي شوې وي. عام عرف او رواج دا دی، چې موږ د بدو واقعاتو ذمه واري او پړه پر سیاسیونو اچوو. کله وار خو داسې توطیې هم را منځ ته شي، چې لوی سیاستمداران یې هم پر قابو کولو کې پاتې شي. پروفېسور لیري بارټیل وايي:

«خلک پهٔ ښهٔ او یا بد وخت کې سیاسیونو ته انعام او یا پهٔ پټو سترګو جزا ورکوي، موږ ته پکار ده، چې شمېر وکړو او مالومه کاندو، چې د حکومت کوم چارواکي او یا یې پالیسۍ د دغو چارو پهٔ نتیجه کې څومره برخه اخیستې ده؟»

خو عام رواج او ذهنیت بیا هم دا دی، چې خلک فکر کوي، حکومت یې پهٔ خوښه روان نهٔ دی. دلته د خلکو د خوښې د سیاست او د خلکو د ګټې د سیاست بحث هم را منځ ته کیږي.

د توطیې پهٔ تیورۍ او حالت کې د دې پر ځای، چې خلک ثبوت وغواړي، تحقیق وکړي، محاسبه وکړي، تاریخي واقعات مخې ته کېږدي او پهٔ ټوله کې ځمکني واقعیتونه وشمېري/ومني، یوازې عقیده او باور لري، خو عقل او منطق وايي، باید پهٔ مسایلو باندې باور او پهٔ هرې چارې باندې منطقي فکر، شمېرلی میزان او اخذ شوې نتیجې شته وي.

خلک باور کوي، خو د ثبوت اړوند د خلکو ذهنونه کنجاوي نهٔ کوي. ذهن ملامت نهٔ دی، د دهٔ روان او طبیعت همداسې دی، د دهٔ (یقین) هم یو طبیعي عکس العمل وي او تر ډېره دا هم واضحه ده، چې دغه یقین یو ډول عقلي چاره برېښي. اوس کهٔ موږ دا وایو، چې دواړه اړخونه/نظریې سمې دي، تضاد واقع شو. دا تضاد هم طبیعي دی. حکومتونه مکلف دي، چې پهٔ (باور) منل شوي توطیوي افکار پهٔ ثبوت سره نفي کړي او د خلکو د اذهانو مسیر مالوم کړي، خو خنډ دا وي، چې ساینسي حقایق او حکومتي پلټنې وخت غواړي، چې کله کله افواه او توطیه د دغه وخت پهٔ خلا کې پهٔ پوره توګه تطبیق شوې وي.

کله چې خلک د یوې لویې قضيې او یا بحران پهٔ هکله د پوښتنو د ځوابونو د موندلو پهٔ هڅه کې وي، نو دغه مهال هم سازشي نظریات واردیږي او د خلکو باورونه جوړوي/ورانوي. سازشي نظریات د مالوماتو تشه ډکوي او د عوامو د تجسس زحمت، پر راحت بدلوي.

توطیه پهٔ خپله وسله ده، ډېره لویه او مهمه وسله! معمولا یې هغه خلک خپروي، چې طاقت او اختیار ورسره نهٔ وي او برعکس.

یوه پدیده، چې طبیعي وي، پهٔ طبیعت کې به پېدا کیږي او مري به، یوازې وضاحتونه، مالومات او دقیق ثبوتونه کولای شي، چې د توطیې مخه ونیسي، اقدامات باید تعقیبي هم وي او هره ګړۍ یې میزان هم وشي، چې حالات چېرته او څنګه دي؟

دلته باید، دا هم واضحه کړو، چې هره پېښه توطیه نه وي، کله چې وګړي د پېښو تر شاه پر شته عواملو پوه نهٔ شي، فکر کوي، چې پېښه طبیعي نهٔ ده، توطیه ده او یا توطیه ګونه شکل لري، چې دغه مهال د حل لارو بحث او اقدامات هم ټکني کیږي.

ستر خوشال ته یو اورنګ و د مغولو
موږ ته ټول عرب، عجم راشه اورنګ دی
خېبر افریدی

(Visited 9 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.