The news is by your side.

جهالت د بد بختیو عامل

سید عبیدالله نادر سید عبیدالله نادر

0

دا ډاګونه ، دا چمنونه، دا بڼونه او دا شاړي میری مونږ ته پاتي دي ،په کار ده چي په پوره غور او ژور فکر سر ه ددي وطن په سمسورتیا کې ونډه واخلو.

او د علم او معرفت په رنا کې خپل مینځی ستونزی حل کړو . او دا ننګ د ځانه څخه لیرکړو . او خپل سپیڅلی خاوری او وطن ته په صداقت او ایمان داری خدمت وکړو،او دا ښایي چي هیر نه کړو .چی زمونږ نیکونو،پلرونوزمونږ اسلافو ټولو د آزادۍ په لاره کې بی ساری قربانی ورکړی .مونږ ته لازمه ده ،چی ددی لویو ارمانونو د ساتلو د پاره ، د سر شندنۍ نه ډډه و نه کړو .او ددي آرمانونو د ساتلو د پاره مونږ ته ښایي چه لمړی خپل ځانونه د علم او معرفت په زیور باندی سمبال کړو .او ځان د زمان د علم و فن نه خبر کړو .او په مسلو کې د زمان د علم وفن او د وقت د سیاست سره په پوره آګاهۍ او خبرتیا په ستونزو او شخړو باندی بری و مومو .یعنی خپلي ستونزی حل کړو .ولي چي زمونږ ددي دومره بدبختیو لوی عامل جها لت او خود خواهی ده ، او دا مونږ ته په ډاګه ښکاره شوی .چی خپل جهالت د نفس هوی او د قدرت لیونتوب دي بد نامیو یا بد بختیو خواته را کاږلي یو .او خپل د بی علمۍ له وجهی د هر کس او ناکس لوبه ګرځو . که مونږ کې د علم او معرفت جوهر وای ،نو په ډیر آسانتیا سره به مو د نفاق علاج کړی وای .او دا خواره واره ملت به مو یو والي ته رابللی وای ،په ډیر تاسف سره باید ووایوچی ددي کار علمیت او توان په مونږ کې نشته .د دي آرزو د نه تر سره کیدو یواځنی علت د حب وطن او علم نشت والی دی .او تر څنګه یي د لارې د ټاکلو نوښت په مونږ کې نه لیدل کیږي .چی هیڅ وخت مو د قدرت ته رسیدلو په وخت او زمان کې دا په نظر کې و نه نیول

سید عبیدالله نادر

(Visited 95 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.