The news is by your side.

جګړه او انګېزه

دولت وزیري

0 99

لکه څرنګه چې د جګړې د ګټلو لپاره د لوړې انګېزې لرل ډېر اړین دي او لوړه انګېزه له هېواد سره د بې کچې مینې، ښو وسلو، غوره جګړه ییزو دکتورینو او بشري ځواک پورې اړه لري. دغه راز یو غوره قوماندان کولی شي خپل سرتېري ته د ښې جګړې انګېزه ورکړي او داسې یې ذهناً او فکراً برابر کړي، چې په کمو وسلو هم تر ټولو غوره جګړې ته ملا وتړي او د هېواد د دفاع لپاره تر سر تېروي.

په همدې توګه تر جګړې وروسته د واک او ځواک ساتل او خپلو موخو ته رسېدل هم لوړې انګېزې ته اړتیا لري. خو دلته لوړه انګېزه بیا له هېواد سره د بې کچې مینې تر څنګ له ملت، ګاونډیانو، نړیوالو او په ځانګړې توګه له خپلو مخالفینو سره ښه او پر ځای تعامل ته اړتیا لري. یو هنرمند هم د شهکار د پنځولو لپاره لومړی انګېزې ته اړتیا لري، بیا د الهام په مرسته کولی شي خپل خلاقیت په کار واچوي.

په پښتنو کې غوره متل دی چې وايي «جګړه په زور ګټل کېږي، خو په زور کلي نه کېږي.»

د جګړې تر ګټلو وروسته د واک ساتلو لپاره غوره لاره د عادلانه جوړجاړي او تعامل لاره ده.

پاچا محمد ظاهرشاه ښه و او که بد، خو د واکمنۍ دوام يې له ملت، ګاونډیانو او نړیوالو سره د ښه تعامل له لارې و. ګڼ هېوادونه هغه وخت په جګړه بوخت و، خو افغانستان په زیاتو مواردو کې د بېطرفۍ سیاست غوره کړی و، چې د هغه وخت له غوښتنو سره سم، یو ښه تعامل و.

سردار محمد داودخان په یو ګوندي سیستم او له خپلو مخالفینو سره د نه تعامل له لارې په خپله د خپل واک د پای سبب شو.

د نه تعامل له لارې و چې مذهبي تندلاري کسان يې په لوی لاس د پاکستان د ای اس ای غېږې ته ور واچول او له نورو ګوندونو سره د نه تعامل له مخې يې یوازې پر ملي غورځنګ ګوند باور وکړ او نور ګوندونه يې له نظره وغورځول. پایله يې بې له تباهۍ پرته بل څه نه شول.

که په زور کلي کېدلای شوای، خلقیانو او پرچميانو د واک د ساتلو لپاره کافي وسلې او د جګړې لپاره لوړه انګېزه لرله، خو د ملت، ګاونډیانو، نړیوالو او په ځانګړې توګه له خپلو مخالفینو سره يې د تعامل وړتیا نه لرله. ومو لیدل چې بې له بربادۍ نور څه په لاس ور نه رغلل. که څه هم دوی به اوس هم پر خپله خبره ولاړ وي او فکر به کوي چې لاسته راوړنې یې زیاتې وې.

مجاهدینو له هېواد سره د مینې په ډېره لوړه انګېزه جهاد ته مخه او بریا يې تر لاسه کړه. خو دوی د دې پر ځای چې ملت په غېږ کې ونیسي او له نړیوالو سره د نېکې او ښې ګوزارې له لارې مخې ته لاړ شي. دوی هغه چا ته چې دوی د هغوی په پیسو او وسلو واک ته رسېدلي وو، د اخطارونو تر څنګ په ۵۱ ټوټو د وېشلو زېری ورکاوه. که څه هم د اسلام او افغانستان شعارونه یې ورکول، خو په عمل کې هر تنظیم جلا لار تعقیبوله او ځینو یې یوازې ځانونه په قومي او ژبنیو کړیو کې راګیر کړل.

    طالبان په لومړي دور کې د چټکو ډاډسنو تر څنګ له ظلم او فساد څخه د هېواد د خلاصون په لوړه انګېزه سمبال وو او تر هغو پورې چې ملت د دوی تر څنګ وو، دوی په ټولو ساحو کې بریالي وو، ځکه تر دوی مخکې خلک له ټوپکسالارۍ او پاټکسالارۍ څخه په تنګ شوي وو، کله چې د دوی د ملت، نړیوال ټولنې او خپلو مخالفینو سره تعامل بدل شو، ومو لیدل چې د دوی خپلو ملګرو پاکستان او سعودي هم دوی ډېر ارزانه وپلورل او د دې ډلې په وړاندې یې چلند بدل شو.

د جمهوریت په کلونو کې که وګورو چې وسلو او د نږدې پنځوسو هېوادونو وسله والو ځواکونو ونه شو کړای چې کومه بریا تر لاسه کړي، ځکه چې دوی خپلو مخالفینو طالبانو او حزب اسلامي ته د بن د کنفرانس له مهاله په کمه سترګه وکتل. د دې پر ځای چې ملت په غېږ کې ونیسي دوی په بهرنیو ځواکونو زړه وتاړه. لنډمهالې حل لارې یې وړاندې کړې او په اصطلاح لوټه یې کښېښوده او دوی ورباندې پورې غاړې واوښتل.

د نظام او واک د ساتلو اصلي او اساسي لارې ملت په باور کې اخیستل، د ګاونډیانو او نړیوالو سره ښه او پر ځای تعامل او په ځانګړې توګه د خپلو مخالفینو را خپلول دي. یوازې په احساسي خبرو وطن نه جوړېږي، نه هم د جګړې دوام کوم مشکل حلولی شي، دغه وجه وه، چې امنیتي ځواکونو ته د انګېزې په ورکولو کې هم د حکومت هڅې ډېرې بریالۍ نه وې.

راځو دې ته چې اوس د جګړې تر ګټلو وروسته طالبانو ته د واک د ساتلو او د هېواد د رغولو لپاره کومې لارې چارې په کار دي چې دې موخو ته ورسېږي؟

تاریخ ښودلې ده چې په افغانستان کې د جګړې ګټل اسانه، خو بیا د واک ساتل ستونزمن کار دی. طالبانو ته هم د واک ساتل ډېر آسانه او هم ډېر ستونزمن دي.

اسانه په دې دي چې دوی ته له پخوا هر څه پر ځای او بې له ویجاړیو په لاس ورغلي دي. دوی ته جوړ پوهنتونه، ښوونځي، روغتونونه، ادارې او هر څه جوړ شوي دي، یوازې ترتیب او تنظیم ته اړتیا لري.

دوی ته له پخوا غني تجربې په میراث پاتې دي، له سردار محمد داود خان څخه را نیولې بیا تر نن پورې د بریا او ناکامیو ټولې لارې چارې تاریخ نه بلکې د سترګو لیدلې تجربې دي. که په ښه توګه ترې ګټه پورته شي فکر کوم هغه مشکل به د ابد لپاره حل شي چې هر پنځه، لس او یا شل کاله وروسته د نظام په بدلیدو تمامېده.

مشکل حالت يې دا دی که چېرې طالبان غافله شي، ملت په واک کې وانخلي، د ملت باور تر لاسه نه کړي، له ګاونډیانو سره سم او پر ځای سلوک ونه کړي او د خپلو مخالفینو سره چې دوی ورسره په جګړه کې وو، له تعامل څخه کار وانخلي، په هېواد کې د نیابتي جګړې مخه ونه نیسي او له ګاونډیانو سره د مور او میرې چلند وکړي، فکر کوم دا وړۍ به شړۍ نه شي. زموږ ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې یوازې خپلې ګټې لټوي او د خپلو ګټو لپاره هر ډول جوړجاړي ته غاړه ږدي.

هغه خبره چې جګړه په زور ګټل کېږي خو واکمني د اوږدې مودې لپاره په زور نه کېږي. که په زور کېدای شوای امریکایانو به د خپل اټوم په زور په ویټنام واکمني کړې وای. روسانو به په افغانستان واک چلولی وای، امریکایانو به په افغانستان او عراق واکمني کړې وای. د واک چلول د ملت اعتماد، پوهې او د واک چلولو لوړې انګېزې ته اړتیا لري. د واک د چلولو د انګېزې اجزا:

له هېواد سره مینه،

د ملت خپلول،

پر خپل ملت باور کول،

له خپلو مخالفینو سره تعامل کول،

خپلو مخالفینو ته د مخالف په توګه د ژوند او سیاسي فعالیت اجازه ورکول، د ټول واک نه غصبول، د یو ګوندي سیستم پر ځای د ګوندونو د قانون په چوکاټ کې ټولو ګوندونو ته د سیاسي فعالیت شرایطو اماده کول،  د واک نه انحصار، د ملي او غیر سیاسي وسله وال پوځ جوړول، په ډېره لوړه ملي او اسلامي روحیه د وسله وال پوځ روزل او په پای کې د مخالفینو د وژلو، زنداني کولو او ځورولو ډډه کول؛ دا او دې ته ورته سم او پر ځای سلوک د بریا او د واک د ساتلو لپاره مرسته کولای شي. دا ډول عادلانه چلند هم په نظام کې شاملو کسانو ته انګېزه ورکوي، هم ملت ته چې له دوی سره د چارو په تنظیم کې مرسته وکړي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.