The news is by your side.

حماسي ادبیات کوم ادبیات دي؟

لیکوال: سید سراج حمیدي- ژباړن: نوراغا رحماني

0

په دې لیکنه کې د ادبیاتو حماسي ډول، حماسه، ډولونه او ځانګړتیاوې یې تشریح کوو.

حَماسه څه ده؟

حماسه په لغت کې زړورتیا او شجاعت ته وایي او په ادبي اصطلاح کې د پهلوانانو هغه ستایونکی شعر دی، چې د جنګونو منظومې کیسې، زړورتیاوې او د یوه ملت قومي او نژادي ځانګړتیاوې را ونغاړي. ښایي زموږ په شاوخوا کې د فردوسي شاهنامه د حماسي ادب پېژندل شوی اثر وي.

حماسي ادبیات او حماسه په لومړي نظر د لوستونکي ذهن ته د جنګ او فتحې په څېر موضوعات ور یادوي، خو په واقعیت کې بېلا بېل مفهمونه پکې شامل دي.

حماسه د تېرو زمانو د انسانانو د ژوند شرحه ده، چې د خپل ملت د تمدن او لوړتیا په منظور یې خوځښت پیل کړی دی. همدا لامل دی چې د زور زیاتي او دښمن په مقابل کې د جګړو کیسې، داستان او داسې نور موضوعات حماسي ادبیات ګڼل کېږي. په واقعیت کې حماسه د ملت له هغه ارمانونو سرچینه اخلي، چې د خپلې لوړتیا او خپلواکۍ په لاره مزل پیلوي او خپلې دغه هڅې راتلونکو نسلونو ته روایت کوي.

لامارتین د حماسې په اړه وایي: «حماسه د ملتونو د کوچینوالي شعر دی، د هغه وخت چې تاریخ او اساطیر، خیال او حقیقت یې یو له بل سره ګډ کړي او شاعر د ملت مورخ دی.»

پخواني حماسي اثار ډېری منظوم او لوړ شعرونه دي، چې د انسانانو د مختلفو مسائلو په باره کې د ویاړنې په سبک ویل شوي دي. حماسي ادبیات د شفاهي کیسو او افسانو ټولګه ده، چې سینه په سینه له یوه نسل نه بل ته لېږدېدلي او څه وخت به یې چې د له منځه تلو ویره وه، د اړتیا سره سم لیکل شوي.

څومره چې حماسې لرغونې وي، د اصالت، نوي والي او پخواني لید تصور یې ډېر وي. البته طبیعي ده چې د لیکلو د وخت له غوښتنو سره سم بدلون پکې راغلی او له همدې امله د حماسې د وخت دود، رواج او ادابو یوه برخه پټه پاتې شوې ده.

د حماسي ادب پټ اړخونه د بېلا بېلو علومو لکه: اسطوره پوهنې، ټولنپوهنې، تطبیقي ادبیاتو، ارواپوهنې او… په مرسته روښانه کولای او نوې و تازه خواوې یې څرګندولای شو.

د حماسې ډولونه

حماسه له مختلفو اړخونو په بېلا بېلو ډولونو ویشلای شو.

الف: د لرغونتوب په اساس د حماسې ډولونه

حماسه د لرغونتوب په اساس په درېیو ډولو لومړنۍ یا سنتي(رواجي)، ثانوي او اوسنۍ ویشل کېږي.

لومړنۍ یا سنتي حماسې

رواجي حماسې چې لومړنۍ او شفاهي هم ګڼل کېږي، په لرغونو وختونو کې رامنځته شوې دي. له دغو حماسو د فردوسي شاهنامه، د هومر الیاد او ادیسه، د ویاسه مهابهارت، د والمیکي رامیانا، د زریران ایاتکار، د اسدي ګرشاسپ نامه او نورې یادولای شو. دغه حماسې د لرغونتوب په اساس اصلي حماسي ادبیات ګڼل کېږي.

ثانوي حماسې

ثانوي یا ادبي حماسې د لومړنیو حماسو په بنسټ استادانه جوړې شوې دي. شاعر په دې حماسو کې یوه موضوع په ښه ډول تخلیقوي او یا له پخوانیو موضوعاتو ګټه اخلي. د میلتون ورک جنت او د ویرجیل حماسه د ثانوي حماسي ادبیاتو غوره اثار دي.

اوسنۍ حماسې

دغه حماسې په وروستي او بېخي اوسني وخت کې خلق شوې دي.

ب: د موضوع په اساس د حماسې ډولونه

حماسه د موضوع په اساس په څلورو ډولو اساطیري، پهلواني، دیني او عرفاني ویشل کېږي.

اساطیري حماسې

اساطیري حماسې تر ټولو اصلي او لرغونې حماسې دي او د تاریخي دورې تر مخه اسطورو په بنسټ خلق کېږي. د شاهنامې ځینې برخې، ګیل ګمش، ایلیاد او ادیسه، رامایانا او مهابهارت د اساطیري حماسو څخه ګڼل کېږي.

پهلواني حماسي

په پهلواني حماسو کې د پهلوانانو ژوند روایت کېږي. پهلواني حماسې ممکن تاریخي او اساطیري اړخ هم ولري.

دیني حماسې

د دیني حماسې اتل مذهبي شخص دی او په داستان کې له هغو څخه خبرې کېږي. د دینې حماسو په ډول کې د دانته الهي کومیډي یادولای شو. د حماسو اخلاقي او فلسفي ډول هم په دینې حماسو کې شاملولای شو. هغه خلک چې د پولې بلې خوا ته حالات یې نه څارل او په ځان کې ورک وو، ډېری دیني او فلسفي حماسې لري. لکه: مصریان او هندیان.

عرفاني حماسې

د عرفاني حماسو اتل د نفس دِیو ته ماتې ورکوي او په پایله کې بریالی او فنافی الله کېږي.

ځینې نورې حماسې

د حماسو یو بل ډول چې په اروپایي ادب کې رواج دي د مسخره حماسو په نوم یادېږي. په دغه حماسو کې د واقعي حماسو پر خلاف، د انسانانو له اوسني ژونده ګټه اخیستل کېږي او د طنز په بڼه وړاندې کېږي.
د حماسې بل ډول د دروغو په حماسه مشهور دی، چې اتل یې دروغجن پهلوان وي.

ج: د واقعیت په بنسټ د حماسې ډولونه

د واقعیت په بنسټ حماسې په دوو ډولونو طبیعي او مصنوعي ویشل کېږي.

طبیعي حماسې

د طبیعي حماسو سرچینه تاریخي پېښې دي. دا ډول حماسې معلوم لیکوال نه لري او د ټول ملت په ټولو نسلونو کې لیکل شوې دي. د شاهنامې ځینې برخې طبیعي حماسې ګڼلای شو.

مصنوعي حماسې

مصنوعي حماسې د طبیعي حماسو یو ډول تقلید دی. په مصنوعي حماسو کې د ملت خلک دخالت نه لري، یوازې شاعر یا لیکونکی یې تخلیقوي. له همدې امله په دې ډول حماسو کې غیرې طبیعي پېښې اصلي نه وي. یا په بل ډول مصنوعي حماسې د طبیعي حماسو بیا ځلې تخلیق دی.

د حماسو مهمې ځانګړتیاوې

د حماسو مهمې ځانګړتیاوې داستاني کېدل، اتلولي درلودل، ملي والی او خارق العاده توب ګڼل کېږي. د حماسو نورې ځانګړنې په لاندې ډول دي:
• په حماسي اثارو کې جګړه، اتلولي، غیرت او شجاعت شتون لري. د دې جګړو انګیزه ښایي لوړه وي یا نه وي. لکه د شاهنامې رستم او نور پهلوانان چې ټول وخت یې په جنګ تېرېږي.
• په حماسو کې حیوانات ډېر رول لري او عادي ژوندي موجودات نه ګڼل کېږي. لکه د شاهنامې “رخش” اس چې عادي حیوان نه دی، په جنګ کې تصمیم نیسي او له زمري سره جنګېږي.
• د حماسو اتلان وحشي او غټ څېروونکي حیوانات له منځه وړي. مثلاً: رستم او اسفندیار سپین دېو او ښامار وژني.
• په حماسو کې حیرانوونکې ګیاوې چې جادویي خواص لري، موجودې وي.
• د حماسو اتلان غیرې طبیعي موجودات دي، یا له انسانانو لوړ الهي ذات لري.
• په حماسو کې لوړ طبیعي یا غیبي قوتونه رول لري.
• په حماسو کې کله ځینې خدایان د یوه پهلوان په خوا وي او ځینې د بل. یانې حماسې د خدایانو جنګ وي.
• یوه ښځه د داستان په اتل مینېږي او اتل یې په کیسه کې نه وي.
• د حماسو اتل ملي یا نژادي اتل وي.
• د افسانې قلمرو ټوله نړۍ ده: تر ځمکه لاندې، د ځمکې مخ او حتا اسمان.
• د حماسو د اتل کړنې غیرې عادي دي او له پېژندل شوي منطق سره سر نه خوري.
• د حماسو اتل د ژوند په هره مرحله کې له یوه پهلوان سره مخ کېږي.
• اتل په اوږدو او خطرناکو سفرونو ځي.
• اتل ستر ملي او معنوي کارونه کوي.
• د حماسو په زړه وړونکو او پارونکو  سحنو کې اتل هر وخت مخامخ جنګېږي.
• په جګړو کې عموماً په مخامخ جنګ کې وسلې استعمالېږي.
• چل او دوکه د حماسې د اتل مثبتې ځانګړنې دي.
• په حماسو کې د راتلونکي اټکل ممکن دی.
• دیو، جادو او جادوګر پکې یادېږي.
• په حماسو کې له ريښتیا، اقتدار، سادګي او عظمت سره مخ کېږو.
• د حماسو سبک عالي، مانا یې جدي او کلیمې یې درنې او ویاړمنې وي.

د حماسې جوړښت

حماسه په داستاني طرز د پېښو وړاندې کول دي او د کیسې اتل ټولې پېښې مخته وړي. د حماسې ټولې پېښې په څلورو اصولو انځورېږي:
۱- پیل یې معمولاً د یوه خدای یا پاک موجود سره په خبرو کېږي.
۲- د اتل د حالت ناڅاپي بدلون، مثلاً: غیرې طبیعي لاملونه، چې پېښې ته تغیر ور کوي او مسیر یې بدلوي.
۳- د پېښې غوټه چې دواړه قوتونه یو ډول پکې ښکاري.
۴- د غوټې خلاصېدل. هغه وخت چې په یوه کار یا پېښه غوټه خلاصېږي.

اخځلیکونه:
۱- شمیسا، سیروس: انواع ادبي
۲- شفیعي کدکني، محمدرضا: انوع ادبي و شعر فارسي

Leave A Reply

Your email address will not be published.