The news is by your side.

حکومت، طالبان او سوله

محمد سمیع صادق

0

سولي ته د رسېدلو لپاره په کار ده چي تېري تېروتني تکرار نه سي. د ملي یووالي حکومت د تېرو پنځو کالو و تشکیل، حکومت او کارګردګۍ ته په کتو سره په کار ده چي دا ځل پر واک او اساسي قانون هيڅ ډول معامله و نه سي. انتخابات چي هر ډول وه او د رای ورکوونکو شمېر که هر څومره وو خو قانوني مراحل ئې طی کړي او د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسيون ټول اصول ئې پر ځای کړي دي. اوس د نظام د ساتني لپاره یو منتخب حکومت منځ ته راغلی دئ او په کار ده چي ټول ملت ئې ملاتړ وکړي.

په ګاونډي هیواد پاکستان کي عمران خان د اپوزیسیون له خوا په دې متهم دئ چي ګواکي ده د فوج د درغلیو په مرسته ځان د صدراعظمۍ تر مقامه ورساوه. که څه هم هغه ته د نظامي جنرالانو لاسپوڅی ویل کیږي خو کله چي کومه موضوع د ملي ګټو سره تړاو ولري بیا نو ټوله سیاسون پر يوه صفحه را ټول او پر یوه دریځ دریږي چي وروستۍ بېلګه ئې د لوی درستیز د دندې غځول وه؛ مقننه، اجرائيه او قضائیه د خپل آئین په چوکاټ کي ټول پر ملي ګټو را ټول، همږغي او متفق سول.

د دې برعکس زموږ د ټاکنو بایلونکی قانون اساسي تر پښو لاندي کوي؛ سته نظام تر سوال لاندي راولي؛ د خپل سري تحلیف په مراسمو کي ځان ولسمشر اعلانوي او په نړۍ کي مو د تمسخر او ټوکو موضوع ګرځوي.

د ښاغلي عبدالله دې کړني ته ډېری هېوادوال په جدیت نه ګوري خو دا مسئله زموږ وطن او په ځانګړي ډول د سولي و روان بهیر ته خطرناکه تمامېدای سي. امریکا چي د ښاغلي عبدالله د لوړي سره هبڅ کوم جدي برخورد و نه کړ دا په ډاګه کوي چي امریکا هغه له صحنې ایستل نه غواړي او په راتلونکي کي ئې په حکومت کي د ځای پر ځای کولو پلان لري. په دې ډول به امریکا هڅه وکړي حکومت بیا ضعیف او له نیمګړتیاوو ډک کړي.

که دا ځل ښاغلي عبدالله د ټاکنو پایلي و نه مني او ښاغلي غني هغه د تېر په څېر په واک کي شريک کړي نو دا به په افغانستان کي د واکمنۍ لپاره د ډیموکراسۍ انتخاب ته سخته ضربه وي.

 طالبان به د قدرت د روان کړکېچ پړه پر ډیموکراتیک نظام واچوي او په بین الافغاني خبرو اترو کي به خپل د خوښۍ د نظام غوښتونکي سي. و روان حالاتو ته په کتو سره طالبان په هيڅ ډول خپلي ګټي په ډیموکراسي کي خوندي نه ویني ځکه چي که دوی ټاکني غوره هم کړي نو د دوی په اند چی دوی به هم د درغلیو او ټاکنیزو ناندریو له ګواښ سره مخ سي. دوی به خپل په ټول توان هڅه وکړي ډیموکراسي له هيواده نابوده کړي.

 طالبان به د یوه داسي نظام لپاره ښه سمې چنې ووهي چي په هغه کې به د یوې ټاکلي مودې وروسته واک و بل ته سپارل نه وي، د دوی پر محافظه کارانه انګېزو به هیڅ بحث او ساز و باز نه وي، د شخصي، د ښځو او د بیان د آزادۍ لپاره به پکښي ځای نه وي، په هیواد کي د هغو حقونو چي د دوی له ايډيالوژۍ سره په ټکر کي وي د تطبیقاتو اجازه به ورته نه وي او د واک څښتنان به هغوی وي چي زور به ولري.

د افغانستان دولت تر هغه مهاله د طالبانو سره و مذاکراتو ته نه سي داخلېدلای تر څو ئې خپل منځي سیاسي لاتجې دننه په هیواد کي نه وي هواري کړي. افغان دولت باید د متحد ملت په استازيتوب د طالبانو سره د خبرو پر مېز کښیني. افغان حکومت د سولي په خبرو کي قوی موقف او کلک دريځ هغه وخت لاس ته راوړلای سي چی د تش په نامه موازي حکومت شتون له منځه یوسي او د يوه واحد حکومت په توګه د ولس اعتماد او بشپړ ملاتړ حاصل کړي.

د طالبانو ټوله جنګي اسیران به هم خوشي سی خو و نړيوالو ته به د دوی د جنګ د ادامې او حکومت سره د خبرو نه کولو نوې پلمه به دا وي چي له دوو موازي حکومتونو سره څنګه خبري وکړي.

و سولي ته د رسېدلو لپاره په کار ده چي تېري تېروتني تکرار نه سي. د وحدت ملي حکومت د تېرو پنځو کالو و تشکیل، حکومت او کارګردګۍ ته په کتو سره په کار ده چي دا ځل پر واک او اساسي قانون هيڅ ډول معامله و نه سي. انتخابات چي هر ډول وه او د رای ورکوونکو شمېر که هر څومره وو خو قانوني مراحل ئې طی کړي او د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسيون ټول اصول ئې پر ځای کړي دي. اوس د نظام د ساتني لپاره یو منتخب حکومت منځ ته راغلی دئ او په کار ده چي ټول ملت ئې ملاتړ وکړي.

په ګاونډي هیواد پاکستان کي عمران خان د اپوزیسیون له خوا په دې متهم دئ چي ګواکي ده د فوج د درغلیو په مرسته ځان د صدراعظمۍ تر مقامه ورساوه. که څه هم هغه ته د نظامي جنرالانو لاسپوڅی ویل کیږي خو کله چي کومه موضوع د ملي ګټو سره تړاو ولري بیا نو ټوله سیاسون پر يوه صفحه را ټول او پر یوه دریځ دریږي چي وروستۍ بېلګه ئې د لوی درستیز د دندې غځول وه؛ مقننه، اجرائيه او قضائیه د خپل آئین په چوکاټ کي ټول پر ملي ګټو را ټول، همږغي او متفق سول.

د دې برعکس زموږ د ټاکنو بایلونکی قانون اساسي تر پښو لاندي کوي؛ سته نظام تر سوال لاندي راولي؛ د خپل سري تحلیف په مراسمو کي ځان ولسمشر اعلانوي او په نړۍ کي مو د تمسخر او ټوکو موضوع ګرځوي.

د ښاغلي عبدالله دې کړني ته ډېری هېوادوال په جدیت نه ګوري خو دا مسئله زموږ وطن او په ځانګړي ډول د سولي و روان بهیر ته خطرناکه تمامېدای سي. امریکا چي د ښاغلي عبدالله د لوړي سره هبڅ کوم جدي برخورد و نه کړ دا په ډاګه کوي چي امریکا هغه له صحنې ایستل نه غواړي او په راتلونکي کي ئې په حکومت کي د ځای پر ځای کولو پلان لري. په دې ډول به امریکا هڅه وکړي حکومت بیا ضعیف او له نیمګړتیاوو ډک کړي.

 

که دا ځل ښاغلي عبدالله د ټاکنو پایلي و نه مني او ښاغلي غني هغه د تېر په څېر په واک کي شريک کړي نو دا به په افغانستان کي د واکمنۍ لپاره د ډیموکراسۍ انتخاب ته سخته ضربه وي.

 طالبان به د قدرت د روان کړکېچ پړه پر ډیموکراتیک نظام واچوي او په بین الافغاني خبرو اترو کي به خپل د خوښۍ د نظام غوښتونکي سي. و روان حالاتو ته په کتو سره طالبان په هيڅ ډول خپلي ګټي په ډیموکراسي کي خوندي نه ویني ځکه چي که دوی ټاکني غوره هم کړي نو د دوی په اند چی دوی به هم د درغلیو او ټاکنیزو ناندریو له ګواښ سره مخ سي. دوی به خپل په ټول توان هڅه وکړي ډیموکراسي له هيواده نابوده کړي.

 طالبان به د یوه داسي نظام لپاره ښه سمې چنې ووهي چي په هغه کې به د یوې ټاکلي مودې وروسته واک و بل ته سپارل نه وي، د دوی پر محافظه کارانه انګېزو به هیڅ بحث او ساز و باز نه وي، د شخصي، د ښځو او د بیان د آزادۍ لپاره به پکښي ځای نه وي، په هیواد کي د هغو حقونو چي د دوی له ايډيالوژۍ سره په ټکر کي وي د تطبیقاتو اجازه به ورته نه وي او د واک څښتنان به هغوی وي چي زور به ولري.

د افغانستان دولت تر هغه مهاله د طالبانو سره و مذاکراتو ته نه سي داخلېدلای تر څو ئې خپل منځي سیاسي لاتجې دننه په هیواد کي نه وي هواري کړي. افغان دولت باید د متحد ملت په استازيتوب د طالبانو سره د خبرو پر مېز کښیني. افغان حکومت د سولي په خبرو کي قوی موقف او کلک دريځ هغه وخت لاس ته راوړلای سي چی د تش په نامه موازي حکومت شتون له منځه یوسي او د يوه واحد حکومت په توګه د ولس اعتماد او بشپړ ملاتړ حاصل کړي.

د طالبانو ټوله جنګي اسیران به هم خوشي سی خو و نړيوالو ته به د دوی د جنګ د ادامې او حکومت سره د خبرو نه کولو نوې پلمه به دا وي چي له دوو موازي حکومتونو سره څنګه خبري 

(Visited 85 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.