The news is by your side.

دسمبر او موسمي ژورخپګان

عایق الله حمیدي

0 0
     د دسمبر میاشت د شاعرۍ لپاره تر ګردو غوره میاشت باله شي. د هرې ژبې په شعر و ادب کې د دسمبر د میاشتې یادونه شوې ده. په دې وروستیو کې پښتو ژبي شاعرانو هم خپلو شعرونو کې په بېلابېلو بڼو د دسمبر یادونه کړې ده او کوي یې. پښتو شاعرۍ ته د دسمبر په راوړلو او دودولو کې ریاض تسنیم او نور شاعران لوی لاس لري. ځينې خو لا د دسمبر میاشت د مینانو محرم بولي. په دې لنډه لیکنه کې پر شعر و شاعرۍ ډېر نه غږېږو، بلکې د ارواپوهنې له مخې له لوی سره پر دې غږېږو چې په دسمبر کې ولې خپګان او اندېښنې زیاتېږي؟ ولې شاعران ورغلو ټپونو ته د شعر نوکارې اچوي او تازه کوي یې؟
د خپل وير څادر به ځان نه را چاپېر کړم
دسمبره تا به هم دغسې تېر کړم
(م اورکزى)
     د ارواپوهنې په ژبه دې ته (Seasonal Affective disorder) یا (SAD) وایي. ځينې یې موسمي ژور خپګان (Seasonal depression) هم بولي. د دې ناروغۍ یوه رڼه نخښه دا ده چې د کال په یوې ځانګړې میاشتې یا ورځې کې خپګان د انسان په تمه ناست وي. کله چې دا ځانګړې ورځې تېرې شي، انسان بېرته عادي حالت ته ستنېږي.
     د موسمي ژور خپګان شدت بېلابېلو فکتورنه لري؛ لکه جنس، منګ، جغرافیه او داسې نور. اوس به د دې ژور خپګان نخښو باندې خبرې وکړو، دغه راز د بېلابېلو شاعرانو په بیتونه کې به دا نخښې وګورو:
*_ناامیدي
عموما په موسمي ژورخپګان اخته کس په دسمبر کې ناامیده او مړاوی وي.
د دسمبر دا یخې شپې او تنهایي په فوټپات
خدایه نو مړ به مې کړي خپله بېوسي په فوټپات
(خیالګر اپریدی)
*_د خوب کموالی
د خوب کموالی د موسمي ژورخپګان بله نخښه ده. ښکاره ده، ژورخپګان چې د خوب ګاونډی شي، خوبونه کډې بارولو ته اړباسي.
د دسمبر له اوږدو شپو نه لوګی
خو چې ویده دې په څنګل وي څوک
(؟)
*_د طبیعت (Mood) خرابوالی
په موسمي ژور خپګان کې تېرې یادیزې هره شېبه د شعور دروازه ټکوي او د انسان طبیعت خټه کوي.
يو دېرشم د دسمبر دى او زه ناست يم
د تېر شوي کال حساب له زړه نه غواړم
(عطاالله جان)
*_ زیات وخت یوازېتوب کې تېرول
هسې هم، کله چې څوک له هر چا ناامیده شي، د یوازېتوب پر زنګون سر ږدي؛ خو پر موسمي ژورخپګان اخته کس هڅه کوي چې د دسمبر زیات وخت یوازېتوب کې تېر کړي.
دسمبر کې خو باید چې زه تنها شم
دسمبر کې خو باید ګلاب خزان شي
“طایر ځلاند”
*_ډېره غوسه
غوسه بېلابېل لاملونه لري، هغې پسې نه ګرځو؛ خو په دسمبر کې چې طبیعت خټه، غم، اندېښنې او غوسه زیاته وي لامل یې موسمي ژورخپګان وي.
*_چا سره خبرې نه کول
پر موسمي ژورخپګان اخته کس په هماغه موسم (دسمبر) کې چا سره ډېرې خبرې نه کوي او تل یوازېتوب خوښوي.
ستا د یاد دسمبر نه و، توره شپه هم نه وه
زه دې خیالي وجود ته ناست ومه، ډيوه هم نه وه
(نعمت الله صدیقي)
*_ذهن ته منفي خیالونه راتلل
کله چې څوک یوازې شي، ښکاره ده چې ذهن ته به یې منفي خیالونه رادرومي. دا منفي خیالونه کله وار دومره بد وي چې انسان ځان وژنې ته اړباسي.
که رانغلې په شرابو به ځان مړ کړم
بس دى راشه دسمبر په تېرېدو دى
(بهار وزير)
دا او دې ته ورته نورې نخښې د موسمي ژورخپګان له لامله وي.
     که د نوږي (جنس) له مخې وګورو، موسمي ژور خپګان تر نارینه وو په ښځو کې زیات وي؛ ځکه چې دوی ډېرې حساسې وي. که د منګ (عمر) له مخي وګورو؛ نو په ځوانانو کې دا ژور خپګان ډېرې بدې پایلې لري. ٧٣سلنه هغه وګړي چې مینه کې پاتې راشي، پر موسمي ژور خپګان اخته کېږي. دوی په دسمبر کې تېرو-هېرو بدو یادیزو ته سر ښکاروي؛ دا چاره بیا داسې وي لکه د پيریانو کور ته چې تېږه واره کړې، په کراره دې نه پرېږدي.
د اوږدو شپو اوږدې اوږدې خاطرې
دسمبر ټول وي، خاطرې خاطرې
د دې خزان د وچو پاڼو په رنګ
زما د ژوند سپېرې سپېرې خاطرې
(میوند قرار)
     د دسمبر په راتګ سره د یوه بایللي کس هیله یو ځل بیا زړه کې په راټوکېدو شي. شاعران بیا هڅه کوي چې دا سترې هیلې د شعر په لنډو-رنګینو جملو کې ځای او زړه پرې ارامه کړي.
بيا دسمبر دى او زه بيا د خاورو څلي شمارم
څومره په پټه خوله ياران له قافلې نه وځي
(ر تسنيم)
     هغوی چې موسمي ژورخپګان باندې اخته وي او د دسمبر میاشت پرې د نورو میاشتو په پرتله ډېره سخته تېرېږي؛ ارواپوهان ورته لاندې وړاندیزونه کوي:
له یوازېتوبه ځان وژغورئ. ښه به وي چې ملګرو ته وخت ورکړئ، هغوی سره مېلو او چکرو ته لاړشئ.
پاک، سالم او تازه خواړه وخورئ.
هره ورځ ورزش وکړئ.
بې ځایه خیالونو او فکرونو څخه ځان وساتئ.
د ځان په قدر پوه شئ، ځان ته ارزښت ورکړئ.
که له دې چارو سره مو هم طبیعت خټه و او په ژورخپګان اخته وئ؛ نو بیا ښه ده چې له ارواپوه سره له نږدې وګورئ.
Leave A Reply

Your email address will not be published.