The news is by your side.

دودونه، د هرې ټولنې د تنوع هنداره

جنرال دولت وزیري

0

دودونه په کلتور کې راځي او کلتور د خلکو د یوې ځانګړې ډلې ځانګړنو او پوهې ته وايي چې ژبه، مذهب، خواړه، ټولنیز عادتونه، موسیقي او بېلابېل هنرونه په کې راځي.

څرنګه چې په نړۍ کې بېلابېل ټبرونه د نژاد، ژبې، مذهب او رنګ له پلوه سره وېشل شوي دي، په همدې توګه د خپلو راشو درشو، خپلمنځي اړیکو، لوبو، جامو او دودونو له پلوه هم سره بېل دي.

تر دې پورې چې د یوه نژاد، مذهب، رنګ او یوې ژبې ویونکي هم په ډېرو دودونو  او د ژبې د لهجې له پلوه سره پر بېلو بېلو لارو روان وي.

په هره ټولنه کې د بېلابېلو دودونو شتون د هغې ټولنې تنوع او رنګارنګي څرګندوي.

په افغانستان کې وزیر هم د پښتون ټبر یوه پښه ده، خو د پښتونخوا د وزیرو د ژبې لهجه دومره سخته او د کابل د پښتو ژبې سره تفاوت لري چې د عادي افغانانو سر هېڅ پرې نه خلاصېږي، لکه:

«موته مې در پوته دا بله نه کې موته.»

يعنې:

«ماته مې در پاتې دا بله نه کړي ماته.»

 په همدې توګه په جامو، دودونو او نورو راشو درشو کې هم د لهجې په څېر سره متفاوت دي، خو هر ټبر ته بیا خپل دودونه او کړنې که بل ټبر ته سمې او منلې هم نه وي، دوی ته منلې دي او د حقانیت د اثبات له پاره يې د مختلفو لارو چارو ګټه پورته کوي.

په ځینو هېوادونو کې هلک له هلک، نجلۍ له نجلۍ سره ودونه کوي، له اویا سلنې په زیات شمېر میړه او ښځه سره جلا کېږي.

د تفریق دغه ارقام د اروپا په سطحه په البانیا کې زیات دی، چې د وګړو د شمېر له مخې یې ۲۴.۳ فیصده جوړوي، په افریقا کې الجریا کې (۱۵.۸) په اسیا کې په اذرباییجان کې (۱۵.۴) په شمالي امریکا کې په باهاماس کې (۱۶.۳) سلنه جوړوي.

په دغو ټولنو کې له بې واده زېږیدلي ماشوم څخه حمایت کوي، له واده مخکې یو ځای سره اوسېدل هم ناجائز کار نه بولي، خو په اسلامي هېوادونو په ځانګړې توګه زموږ په هېواد کې داسې کړنو ته په بده سترګه ګوري، حتی طلاق چې د اسلام په سپېڅلي دین کې جایز هم دی په ښه نظر ورته نه ګوري او ترې ډډه کوي.

افغانانو ته افغانیت ډېر منلی دود او اصل دی، هغه څوک چې د افغانیت له حدودو ووځي، په ټولنه کې د ډېر رټلي کس په توګه پېژندل کېږي.

په ځینو برخو کې بیا د نړۍ وګړي لکه ځینو دودونو، متلونو، شعرونو، لهجو، ټوکو، لباسونو او لوبو کې سره ګډ دستور لري.

زموږ په هېواد کې له ډېر پخوا د ډنډې لوبې رواج درلود، خو هغې لوبې ته انګرېزانو انکشاف ورکړ د کریکټ شکل يې ترې جوړ کړ.

د ولسي کیسو په څېر ډېر متلونه هم شته چې د نړۍ د بېلابېلو ټبرونو تر منځ شریک دي لکه:

زموږ په هېواد کې وايي: «مهربانې په پیسو نه ده.»

بیا هسپانویان وايي:

«هېڅ شی له مهربانۍ ارزانه نه دی.»

موږ وایو:

«په جنګ کې مړي کېږي و یا په جنګ کې حلوا نه ویشل کېږي.»

استرالیایان وايي:

«کله چې توپونه غړمبېږي، تابوتونه قطارېږي.»

موږ وایو:

«بیکاره ښځه د میړه په کور کې میلمه وي.»

روسان وايي:

«پوواړه ښځه د مېړه په کور کې وینځه وي.»

په همدې توګه ټوکې د ټولو ملتونو، ټبرونو د ژوند مالکه ګڼل کېږي.

 ځینې ملتونه ځانګړې ټوکې لري، خو بیا ډېرې داسې ټوکې هم شته چې د دوو ملتونو تر منځ څه چې د څو ملتونو او ټبرونو تر منځ شریکې وي. ځینې هېوادونه بیا د ټوکو له پاره یو نوم یا یو ټبر ټاکي او خپلې ټولې ټوکې په هغوی پورې تړي.

موږ وایو:

«خر مخامخ له پله نه تېرېده، شا يې ورته د پله خواته کړه او په دې چل يې له پله تیر کړ. ورته يې وویل که ته خر يې زه هم له تا کم نه یم، ځکه چې…»

روسان بیا د خنځیر په هکله همداسې کیسه لري.

په همدې توګه نورې دې ته ورته خبرې او کیسې هم شته چې د ملتونو تر منځ جلا او یا ګډ رواج دي.

 لکه:

په ټوله نړۍ کې ګیدړه د چل او مکارۍ د سمبول په توګه پېژندل کېږي، هغه څوک چې ډېر ځیرک او چلباز وي، خلک ورته وايي:

«پلانی کس زړه ګيدړه ده.»

شرمښ او پړانګ ته د ځناورتوب او وینې تویوونکي سمبول ورکوي، زموږ په وزیرو کې ظالم کس ته د لېوه زوی وايي.

زمری بیا د شجاعت او دلاورۍ سمبول ګڼي، اکثره وخت دلاور او زړور کس ته د زمري خطاب کوي. په داسې حال کې ټول به د ځناورو د کورنۍ وي.

هوسۍ ته يې د ښکلا ویاړ ور بخښلی دی، ټول خلک د خپلې محبوبې سترګې د هوسۍ له سترګو سره تشبېه کوي.

سپی بیا د وفادارۍ سمبول ګڼي، ډېری خلک بې وفا کس ته وايي: له تا څخه سپی هم ښه دی وفادار دی.

طوطي په ډیرو خبرو کولو پیژندل شوې دی، زموږ په هېواد کې څوک چې ډیرې خبرې کوي ورته وايي:

«څه دې له ځانه طوطي جوړ کړی دی.»

خوشحال بابا به ویل:

ژبه په تن کې څه عجایبه ده

صحت هم ژبه ده، ژبه هم تبه ده

چې ښه مې ځیر کړ ښه پرې پوه شوم

جنت هم ژبه ده، دوزخ هم ژبه ده

طاوس هم د ښکلا سمبول ګڼي اکثره وخت يې د لکۍ بڼې د ښکلا له پاره په کورونو کې ساتي.

بلبل ته بیا د خوږو نغمو او زړه وړونکو اوازونو د سمبول ویاړ ور بخښي. نو ځکه څوک چې ښه او ښکلی غږ لري ورته وايي:

«ښکلی د بلبل په څېر يې اواز دی.»

خوشحال بابا به ویل:

درست عالم په دا خبره خبردار دی

چې بلبله خپلې ژبې په قفس کړه

او بیا وايي:

ای تازه ګله! بلبلی ته نظر کړه

په نوا کې ستا له شوقه بېنوا مري

ماهي ته د خوړونکي او لګ لګ ته بیا د نوي ژوند د سمبالولو لقب ورکوي. د لګ لګ په هکله خلک وايي: چې لګ لګ په خپلو وینو خپل بچیان لویوي، نو ځکه يې د شفقت، ترحم او قربانۍ سمبول هم ګڼي.

اس د زور، قوت او ژوند او مرګ سمبول ګڼي او بیا خر د تحمل او برده بارۍ سمبول ګڼي، بیا ځینې خلک خره ته د ناپوهۍ او بې عقلۍ نوم هم ورکوي. اکثره خلک بیعقل کس ته د خره او د خره زوی خطاب کوي.

لکه چې وايي:

«خر چې څومره بې تمیز دی چې بار وړي هومره عزیز دی.»

وايي:

«له قچرې نه يې پوښتنه وکړه چې پلار دې څوک دی؟ ویل يې مور مې اسپه ده يعنې د خره په پلارولۍ شرمېدله.»

د دې په څېر د خلکو تر منځ نورې په زړه پورې کیسې هم شته لکه:

څوک چې د چا خبرو ته اعتقاد نه کوي او غوږ ورته نه نیسي. وايي:

«هغه لکه شغال نارې وهي.»

څوک چې د یو څه سره ډېر شوق لري، خلک ورته وايي:

«شغال پوخ خټکی ولید.»

چینایان بیا د چرګ کال د دیکتاتورانو او د سپي کال د عدل او انصاف کال بولي.

وايي:

یو چا د یوه کس څخه پوښتنه وکړه چې دا دومره عقل دې له چا څخه زده کړ؟ هغه په ځواب کې ورته وویل له ځناورو او الوتونکو.

هغه پوښتنه ځنې وکړه چې له سپي دې څه زده کړل؟

هغه ورته وویل له سپي مې وفاداري.

له پیشو دې څه زده کړل؟

ویل يې:

 له پیشو مې د احتیاج پر وخت ډېر عذر کول.

له ېږې(خرس ) دې څه زده کړل؟

ویل يې:

 له خرس مې په خپل کار پسې د وخته تلل زده کړل.

او له کارغه دې څه زده کړل؟

ویل يې:

 له کارغه مې هر چا ته د شک په سترګه کتل زده کړل.

بیا يې پوښتنه وکړه چې خیر کوترې ته يې ولې د سولې د سمبول لقب ورکړی دی؟

هغه ورته وویل:

کله چې د نوح (ع) کښتۍ په توپان کې راګیر شوه، نوح ع وغوښتل چې په یو ساحل کې په کښتۍ کې سپاره ښکته کړئ، نو کارغه ته يې دنده وسپارله تر څو یو وچه ولټوي. کارغه وچه وموندله خو هلته د يوې مردارې په خوړلو بوخت شو. کله چې نوح ع د کارغه له دې عمل خبر شو هغه يې مردارې خوړونکي مرغه وباله.

بیا يې نو کوتره د وچې په لټولو پسې ولېږله. کله چې کوترې یوه وچه ولیدله، ښکته شوه، هلته اوبه وې او اوبه ډیرې تودې وې ځکه چې دا د عذاب اوبه وې.

کوترې بیا په لټولو پیل وکړ، وچه يې وموندله ښکته شوه د زیتون د ونې پر یوه ښاخ کښېناسته، یوه کوچنۍ څانګه يې را پرې کړه او نوح ع ته يې راوړه او نوح ع له دې وروسته خپله کښتۍ د هغې وچې په ساحل کې ښکته کړه. له دې ورځې وروسته کوتره د سولې او سوله ییز ژوند سمبول وبلل شوه.

«خدای ج هم دانا دی او هم توانا دی»

(Visited 36 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.