The news is by your side.

دود او دوستور

جنرال دولت وزیري

0

دا اوس بېخي په خلکو کې له بده مرغه  دود او دستور ګرځېدلی، چې هر نوي شي ته اتڼ کوو، په ښه او بد پسې يې نه ګرځو، یوازې چې نوی وي، موږ ته منلی وي!!!

ظاهر شاه ښه نه و، ځکه میراثي شاهي وه او واکمني يې زړه شوې وه. د احساساتو له مخې مو سردار محمد داود خان ته له اتڼ سره په دې ډول په سندرو ویلو پيل وکړ:

راغی جمهوري نظام

ګرانو وطنوالو مبارک مو شه….

له دې سره په محمد ظاهر شاه پسې بد ویل او د نوي بدلون مدحه شروع شوه.

بيا انقلابي او د ښه تدبير سردار خاین شو، له تېغه مو تیر کړ او له برګو او سرو اتڼو سره مو په ویاړ نارې کړې:

تیر شو د ستم دور وار د مزدورانو دی….

او یا

و ګنجۍ خراړې د یوه ګزاره لارې….

وروسته خو د کارګرانو او مزدورانو انقلابي حکومت په هېواد کې اشرافیانو ته اړتیا نه لیدله، ځکه چې بدلون خو د اشرافیت پر ضد تر سره شوی و.

له برګ اتڼ سره مو له کارمل څخه کارغل جوړ کړ او په اصطلاح نظام مو د اشرافیت له منګولو وژغوره…..

د نوک او ورۍ جلا کول خو ډېر سخت کار دی، خو موږ په ډېره آسانه سره جلا کړل. د څڼو په خورولو سره مو د ثور انقلاب له ستر رهبر څخه سپین ږیری، کودن او ساده جوړ کړ او د ټولو انساني دودونو خلاف مو هغې نړۍ ته ولېږه.

دا هر څه د ډولونو او د څڼو په ښورولو سره تر سره کېدل، هر څه  ښه وو، ځکه چې نوي وو.

روسان راغلل، د کارمل په خوله سفاک او د سي ای اې اجنټ امین يې په روسي انقلابي محکمه کې اعدام کړ، د ثور انقلاب نوی او تکاملي پړاو پیل شو. که هېواد ويجاړېده او یا په اور کې سوځېده د دوی پرې څه، ځکه د دوی په اصطلاح سفاک امین يې وژلی و او نوی تکاملي پړاو پیل شوی و، ټولو به ورسره په یوه غږ ویل:

درود اتشین به راهبان انقلاب

درود به شما سپاهیان انقلاب.

او یا

مرحله نوین وتکاملی انقلاب

ثور راه ترقی عدالت و آزادی.

ډاکټر نجیب الله به کارمل خپل استاد، رهبر او رهنما بللو او ویل به يې:

موی سفید را فلکم رایګان نداد

این رشته را به نقد جوانی خریده ام

خو کله چې خبره د واک شوه بيا به ډاکټر نجيب الله، کارمل ډارن، شرابي او د روسانو اجنټ بللو، ټولو به ورسره د وطن یا کفن او یا سر ورکوو، سنګر نه ورکوو  شعارونه بدرګه کول.

ځینو به د ډاکټر نجیب الله په توصیف کې ویل:

ستا د صفت ګلونه ډير دي، زه حیران یم

چې به کوم يو در ته وستایم شعرونو کې

کله چې خبره د مجاهدینو شوه، بیا خو ډاکټر نجیب الله ملحد او ټولو يې په یوه غږ لیرې کیدل غوښتل، ځینو خو ږیرې لا له مخکې ورته په زیړو غوړیو غوړې کړې وې.

وايي:

نن په يوه پسې روان وي سبا بل پسې

څوک په ږيره پسې روان وي څوک اوربل پسې

په ډیره خوشحالۍ څوک د حکمتیار صاحب، څوک د استاد رباني او بیا ځينو خو په جهاد کې خپله سابقه تر خپلو نیکونو پورې رسوله.

ومو لیدل چې د دي نوې راتګ سره چې ټولو ورته چکچکې کولې او د غوړو ږیرو او پکولونو سره يې اتڼ ورته کولو، هیواد ويجاړ، اردو کباړ او د هیواد شتمني په تول په پاکستان وپلورل شول.

خلک نور ستړي شول، یوه نوي څه ته په تمه وو، د دې په کیسه کې نه وه چې نوی به په کوم ډول وې!

نور نو مجاهدین د شر او فساد په نامه يادېدل او د نجات فرښتو ته چې طالبان وو،  د راتګ له پاره دعاوې کېدلې.

سپينې فرښتې راغلې، خو هيواد په کروز راکټونو وځپل شو، د بامیانو بوتان ویجاړ شول او د یوه کس اسامه له پاره هیواد د ستر ناورين سره مخ شو چې اوس هم دوام لري. پر هېواد د جهل تورې لوخړې خورې شوې.

بیا نو په دې پیل وشو چې طالبان د جهالت او تورتم استازي دي، جنګي کلا او د لیلې دښته يې په وینو سرې شولې. چا له وېرې سپین کالي او پګړۍ نه شول کارولی، که نه نو ځای يې ګوانتامو وو.

د ډموکراسۍ پړاو پیل شو، ږیرو او بې ږيرو ځانونه د ډموکراسۍ پلرونه ګڼل او د پلرونو او نيکونو له وخته د ډموکراسۍ پلویان شول.

له جمهور رئيس څخه نيولې بيا تر کراچيوان پورې ټول ډموکرات شول.

جمهور رئیس ته بد رد ویل هم دموکراسي وه او د هر چا حق وو.

خو څه چې زموږ دود او دستور دی، که زوړ ښه هم وي، زموږ په کار نه دی ځکه چې د بل په لاس جوړ شوی دی. باید پنځه پوړه ويجاړ او له سره يې پیل کړو.

اوس ډموکراسۍ ته استعمار او استثمار وايو باید په نوې یو څه يې بدل کړو.

دوستانو په ټوله نړۍ کې دستور دی چې ښه او منل شوي دودونه ساتي او هغه چې د ټولنې په درد نه دوا کيږي، ځان ترې بېغمه کوي.

راځئ د ويجاړولو او هر بد نوې ته د خوشالیدو له دود او دستور څخه تير شو. د ماڼۍ جوړول له همغه پنځم پوړ څخه پيل کړو، تر څو هيواد مو د پرمختګ اوړو پوړيو ته ورسیږي.

مننه

(Visited 19 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.