The news is by your side.

دوه ګامه مخکي، یو ګام شاته

دولت وزیري

0

د ژوند یو تعریف د ستونزو پر ضد صادقانه او پرله پسې مبارزې ته وايي. په دې منډو، ترړو او مبارزه کې هر څه پر ځان ازمویل د هغه چا او یا هغو ملتونو کار وي، چې د نورو او تېرو تجربو څخه د ګټې اخیستنې وړتيا ونه لري. یا یې د سوچ نړۍ کوچنۍ وي او په پرېکړو کې زړه نازړه وي.

 هوښیار کسان او ویښ ملتونه په ډېرو برخو کې د تېرو او د نورو له تجربو څخه ګټه پورته کوي. د وروستۍ نيمې پېړۍ په درشل کې اوسنی نسل په افغانستان کې د ډېرو ښو او بدو پیښو شاهدان دي. په دې موده کې ګڼې تجربې بیا-بیا تکرار شوي او په نتیجه کې یې کلونه شا ته تللي یو.

که تاریخونو ته وکتل شي نوره نړۍ هم دافغانستان په څېر له ورته پیښو سره وخت ناوخت لاس او ګریوان شوي ده. خو په یوه تفاوت چې نورې نړۍ د ټولو پیښو څخه زده کړه کړي، مثبتې خواوې يې خپلې کړې دي او ناروا برخې يې د تاریخ کندې ته سپارلي دي. دوی له یو بل سره د نفرت او کینې پالل هېر کړي او خپلو اوسنیو ګټو ته په پام سره یې تېرې لانجې هېرې کړې دي.

 د دویمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې اروپايي هيوادونه په ځانګړې توګه جرمني او پخوانی شوروي اتحاد له ډېرو سترو ستونزو سره مخ شول، اقتصادي او ټولنیز نهادونه يې ونړېدل او خلک يې د لوږې او بېکارۍ په ناروغۍ اخته شول. د یو بل په زرګونو سرتېري یې ووژل، سیمې یې لاس په لاس کړې، خو بالاخره دا جګړه ختمه شوه، چې ورسره دوی هم اوسنیو غوښتنو ته په پام سره خپل تګلوری بدل کړ.

د جګړې له پای ته رسېدو سم جګړه ځپلو ملتونو د خپلو هېوادونو په بیارغولو پیل وکړ. دوی د بیارغونې په نوم ترلاسه کړې پانګه او شتمني لوټ نه کړه، بلکې واقعا یې پر همدغو چارو ولګولې، که اوس وګورو همغه ځپل شوي هېوادونه په نړۍ کې له سیالانو سره سیال دي. جرمني په اروپا کې د ستر پرمختګ او لوړ اقتصاد په پوړیو کې دی، شوروي اتحاد او بیا را وروسته روسیه هم تر سپوږمۍ ځان ورساوه. دوی په ګډه فضايي ماموریتونه کوي او اقتصادي ګټې یې سره تړلي دي.

کله چې په افغانستان کې د سردار محمد داود خان په واسطه د جمهوریت نغاره ووهل شوه. ټولو فکر کاوه چې نور به افغانستان له بدمرغیو وژغورل شي او د پرمختګ پر پوړيو به ور برابر شي. له بده مرغه د محمد داودخان په واکمنۍ کې هم یوازې د شاه په غندلو او د جمهوریت په ستایلو سلا وشوه او له هغو لارو چارو ګټه پورته نه شوه چې د پرمختګ او نيک بختۍ اساسي ستنې وي.

د ۱۳۵۷ ل کال د ثور تر قیام وروسته هر څه له صفر پیل شول، هر څه چې ښه وو هغه هم بد وو ځکه انقلاب و او له انقلاب څخه د مثبت بدلون پر ځای د سېلاب په څېر ګټه پورته شوه. د سیلاب ګټه خو همغه ويجاړول او نړول دي.

په دې مرحله کې هم د غازي امان الله خان د عاجلو اصلاحاتو او د داودخان د یوه ګوندیز سیستم په څېر چلند وشو.

د مجاهدینو خو ګناه نه وه ځکه هغوی ته له کارتوس څخه نیولې بیا تر ټانک، الوتکې او خاورو لاندې د اوبو تر نلونو پورې ټول کافر په میراث رسېدلي وو. هغوی د دې لپاره چې یوه اسلامي ټولنه جوړ کړي د دې اړتیا وه چې هر څه پر اسلامي پاکستان وپلوري او بیا د پاکستان په مرسته هر څه له سره ورغوي.

د طالبانو په لومړۍ دوره کې له مجاهدینو سره يې تفاوت په دې کې و، چې مجاهدینو ته یوازې د ډموکراتيکې واکمنۍ هر څه د ویجاړولو او وژلو وه، خو بیا دوی مجاهدین هم د شر او فساد په لست کې ور شامل کړل.

د کرزي او محمد اشرف غني په واکمنیو کې چې څه پرمختګ شوی و، هغه خو د امريکايانو په مرستو وه او امريکا خو د کافرانو وطن دی. دا مرستې هم د یو څو مشخصو کسانو جېب ته لاړې.

که په همدې شکل پر مخ لاړ شو دا به په دې مانا وي چې یو ګام مخکې او دوه ګامه شاته، چې دا د پرمختګ لاره نه ده او نه په نړۍ کې د سیالانو سره سیالي کولای شو.

هوښیار ملتونه د پرمختګ او سوکالۍ لپاره په احتیاط سره پر مخ ځي. د دې لپاره دوه ګامه مخکې او یو ګام شاته ږدي.

نه د امان الله خان او نه د سقاو د زوی په څېر عمل تر سره کوي. لکه چې په پښتنو کې متل دی چې وايي:

«مه دومره خوږ شه چې ټول دې له کالیو سره وخوري او ما دومره تريخ شه، چې د لیدو توان دې له چا سره نه وي.»

 اعتدال، احتیاط، تدبیر، زړورتیا، عدالت، تواضع، تقوا، پوهنه، قلم، یوم، سپار او د خدای ج له مخلوق سره مينه دا ټول هغه څه دي چې انسانان، ټولنه، ملتونه او هېوادونه د پرمختګ لوړو پوړیو ته رسوي.

اوس د طالبانو په اسلامي امارت پورې اړه لري، چې د هېواد د رغولو او د ملت پر زخمونو د پټيو په ایښودلو کې له کومې چارې ګټه پورته کوي.

له هغه ځایه پیل کوي چې تر کومه ځايه ټولنه رسیدلې ده او که هر څه له سره پیلوي. لومړۍ چاره د پرمختګ لاره ده او د دویمې چارې لاره ترکستان ته ده.

د سوکال افغانستان په هیله

Leave A Reply

Your email address will not be published.