The news is by your side.

د اسطورې، افسانې او کیسې ترمنځ توپیرونه

فروغ محمودي- ژباړن: نوراغا رحماني

0
حتماً له پخوانیو کیسو او راویتونو سره بیا بیا مخ شوي یاست، چې ځینې یې اسطوره بولو، ځینې افسانه او ځینې نورې یې بیا کیسه. ایا دا مفاهیم یو له بله توپیرونه لري؟ په دې لیکنه کې د یادو درېیو موضوعاتو په توپیرونو غږېږو.د انسانانو پخواني ملګري

“کیسه” او “روایت” د لرغونې او پخوانۍ نړۍ څخه نه بېلېدونکې ښکارندې دي، چې له موږ او د بشر له نوعې سره تر ننه ملګرې دي. انسان تل له “کیسې” سره وفادار و. د زمانې په لوړو ژورو کې یوازې د کیسې شکل بدلون کړی او په انسان کې د کیسې ویلو او کیسې غوښتلو خوند ته هېڅ تاوان نه دی رسېدلی.

د لاسکو غار د ساده او لومړنۍ نقاشۍ( د لاسکو غار په دېوالو تر لاسه شوې انځورګري چې لرغونتوب یې شل زره کلونو ته رسېږي.) څخه را واخله بیا د اوسنۍ مډرنې نړۍ د سینما تر پېچلو ځلاوو پورې ټول د بشر په خدمت کې دي او کیسې ته د انسان توجو ترې څرګندېږي او دا د بشریت لپاره د داستان د ټینګښت دلیل دی.
د انسان په ژوند د کیسې تاثیر دومره پراخه دی، چې زموږ ډېری ورځنۍ کړنې هم د داستان له لارې د تفسیر وړ دي. له خرافاتو را نیولې، تر جمعي چلند او سلوک پورې، عقیدې، د کړنو او رواني پېژندلو مسائل، ټول د یوې ټولنې د فرهنګ په کیسو کې تکرارېږي، چې له تېرو هېرو زمانو څخه بیا تر ننه په بېلا بېلو بڼو څرګندې شوې دي.
داستان حیرانوونکې توانایي لري. د نړۍ له یوه سره بل ته تګ کولای شي، تاثیر منونکی دی او یا بې له کوم بدلون څخه د نوي کور ټولنیز منل شوي اصول په بله بڼه اړوي. په داستاني اصولو کې دغه تغیر او بدلون د دې سبب شوي، چې غټو او کوچینیو توپیرونو ته په پام یې درجه بندي کړو.
د اسپانیا د لاسکو غار ۲۰ زره کاله پخوانۍ انځورګري.
بُن مایه روایتبُن مایه (هغه وحدت ورکوونکي عنصر ته وایي، چې د کیسې اجزاوې یو ځای کوي او د داستان مضمون پیاوړی کوي.)

د کیسې ساده او اسانه روایت ښایي دا وي: د کرکټرونو لرونکی روایت، څرګند خط او جریان، پیل، اوج او پای.
موږ ډېری وخت د خبرو د پیل تر مخه د داستان او ډرامې سره مخ کېږو.
له همدې ساده کیسو څخه تر آناکارنینا پورې ټول شریک ټکي لري، چې په دې متن کې یې «بُن مایه» بولو. بُن مایې لکه: ځان تېرېدنه، باور، خیر غوښتنه، سخت کار او نور.
اساطیري اصلي بُن مایې په څلور ډوله «تخلیق، لوړتیا، ژغورنه او اتل» وېشل کېږي، چې بله هره بُن مایه له دې څلورو ډولونو سرچینه اخلي او د داستان نورو شکلونو ته هم پراختیا ورکوي.د علت د تړاو ارزښت

څومره چې د یوه داستان د علت او معلول اړيکې پیاوړې وي، هومره یې د بشر له ذهن سره تړاو ټینګ او ډېر وي او د بشر په باورونو کې ښه ځای نیسي. په همدې اساس داستان په درېیو کلي برخو کیسه، افسانه او اسطوره ویشل کېږي. د دې ویش اهمیت د بشر په ذهن کې د روایت د ځای نیونې، کار کړنې او د انسان په ژوند کې د انعکاس پر بنسټ څرګندېږي.

اسطوره، افسانه او کیسه یو هم بې قید او شرطه او دقیق تعریف نه لري، خو په څو ځانګړتیاوو یې یو له بله توپیرولای شو.د اَپوش او تیشتر داستان

دا داستان په نظر کې ونیسئ: «د دنیا له جوړېدو وروسته، شیطاني دیوانو د تخریبوونکي او بدغوښتونکي ذات له لارې د ښکلې او امن نړۍ د ختمولو لپاره لاس په کار شول. اَپوش دیو چې د وچکالي او باران د بندښت پرته بله لار نه لري، په اورونکو وریېځو یرغل وکړ. تیشتر له هغو سره د مقابلې لپاره وریېځو ته ولاړ. هغوی دواړو پینځه شپې او ورځې یو له بل سره جنګ وکړ. اپوش د غوڅې لکۍ او غوږونو؛ تور، بد بویه او بد شکله اس په څېر او تیشتر کله د سپین او زرین اس په شکل، کله د روښانه او زرین پوست لرونکي غویي په څېر او یا د پیاوړي او ښه اندام لرونکي ځوان په شان. اسمان په دې پینځو شپو او ورځو کې د دوی د جنګ له سختوالي په دربېدو شو، برېښنا یې وکړه او توپاني شو. د جنګ په پای کې تیشتر په ستړیا د جنګ د سختوالي دلیل د انسان فدیه نه ورکول او د بشر بېکاره غوښه وګڼل او له خپل مشر څخه یې وغوښتل، چې تاوانایي ورکړي تر څو په اپوش غالب شي. همداسې وشول.»د فریدون د زامنو داستان

دویم داستان: «فریدون تصمیم نیسي چې خپل قلمرو د درېیو زامنو، سلم، تور او ایرج تر منځ وویشي.
د روم او یونان ځمکې یې سلم، د توران او چین ځمکې تور ته بښي او د خپل قلمرو زړه ایرج ته پرېږدي. سلم او تور د پلار له دې کاره چې عدالت یې ونه کړ او ښه سیمه یې کوچیني ورور ایرج ته ورکړه، په غوصه کېږي او ایرج ته دسیسه جوړوي. ایرج د وروڼو خوا ته ورځي او له دوی غواړي چې کینه پرېږدي. حتا اعلان کوي چې د سولې او دوستۍ د پیاوړتیا لپاره له تاج او تخته تېرېږي. مګر د وروڼو زړونه یې نه نرمېږي، سر یې له تنه بېلوي او خپل پلار فریدون ته یې لېږي. څو کاله وروسته د ایرج د لور لور منوچهر د پهلوانانو په ذریعه له سلم او توره د خپل نیکه بدل اخلي.»

د سلم او تور له خوا د ایرج وژل
د عادتي او زغمونکو خلکو حکایتدرېیم داستان: «یوه ورځ یو ظالم پاچا چې په خلکو به یې هر زور زیاتی روا ګاڼه، د دوی د اعتراض نه کولو له امله ستړی او په غوصه شو او له وزیر نه یې په قهر د حللارې پوښتنه وکړه. چاپلوس وزیر وړاندیز وکړ، چې د ښار په دروازو کې دې له خلکو د تګ راتګ په منظور د پیسو اخیستلو ترتیب جوړ کړل شي.

خلک زر له نوي قانون سره عادت شول. پاچا بیا غوصه شو او وزیر یې را وغوښت. وزیر له څه ځنډ وروسته بله حللاره وړاندې کړه. د هغو ورځې په سبا یې اعلان وکړ، چې د پیسو له اخیستلو وروسته دې هر کس اویا دُرې ووهل شي. ډېر وخت نه شو تېر چې خلک د ښار په میدان کې راټول شول او چیغې یې پیل کړې. پاچا په خوشالي پوښتنه وکړه، چې بالاخره خلک یې له لاسه په تکلیف شوي او راغلي چې اعتراض وکړي، که نه؟ وزیر حال راوړ چې خلک په اوږدو صفونو کې د لا نور بدبخته کېدلو لپاره راټول شوي او غواړي چې د پیسو ټولولو ځایونه دې ډېر شي!»د داستانونو سپړل او شننه

لوړ درې داستانونه له څو مختلفو اړخونو د څېړلو او ویشلو وړ دي.

لومړی داستان: اسطوره

دغه داستان د اسطورې نمونه ده. په لومړي داستان کې اپوش او تیشتر انسانان نه دي. هر یو شخصیت او دنده لري. یو د دیوانو په ټولي پورې تړلی او بل د خدایانو. هغوی دواړه له ازله په جنګ دي او هر یو د خپلې موخې په منظور، چې پایله یې د بشر د راتلونکي ټاکل دي، جنګېږي.

په زړو اصولو کې، خلک له تیشتر څخه باران غواړي او د هغو د خوښۍ لپاره قربانۍ کوي. باید پام مو وي، د اساطیرو یو کار د هغو ښکارندو توجیه کول دي، چې لومړنی انسان یې له تفسیره عاجز او هممهاله ناچاره وي. نو له ذهن نه لرې نه ده، چې د موسمي توپانونو، رعد او برق دلیل د دوو موجوداتو شخړه فرض کړي.
له بلې خوا له دې سره سره چې په اساطیرو کې د انسانانو رول کم دی، خو انسان محوري دي، ځکه د اسطورې موجودات او پېښې یې په شاوخوا کې واقع کېږي. اپوش او تیشتر له وچکالي د انسان د ژغورلو لپاره جنګېږي.
خرداد او امرداد له تیریز او زیریز سره د هوا د خرابوالي د مخنیوي او د ځمکې د ښه کښت کولو لپاره جنګېږي. باد له امرداد سره مرسته کوي چې د ګیاه تخم په ځمکه کې وپاشي، یا له تیشتر سره مرسته کوي چې اوبه د ځمکې هرې برخې ته ورسوي.د اسطورې ځانګړتیاوې

د اسطورې مهمې ځانګړتیاوې عبارت دي له:

۱- شخصیتونه انساني نه دي.
۲- لرغوني اصول او قوانین د اسطورو په رامنځته کولو کې مهم رول لري.
۳- اساطیر د هغو ښکارندو چې انسانانو یې د علمي تفسیر وړتیا نه لرله توجیهات دي.
۴- اساطیري پېښې په ځمکه کې د انسان د شتون تر مخه پېښېږي؛ تر څو په نړۍ، له مرګ سره د مخ کېدلو او له مرګه وروسته پېښو کې د انسان د ژوند کولو لپاره مناسب ځای تیار کړي. په واقعیت کې اساطیر د انسانانو په لږ حضور بشر محوره او د انسانانو په شاوخوا کې پښېږي.
۵- په اسطورو کې له انسانانو لوړ شخصیتونه موږ ته پېژندل شوي او هر یو د خپلې کړنې(له انسانانو لوړ کار) په اساس د داستان جریان مخته وړي، چې دغه کارونه مخاطب ته مخکې له مخکې تعریف شوي دي.دویم داستان: افسانه

دویم داستان د افسانې نمونه ده. د دې داستان شخصیتونه د خدایانو له مستیقم دخالت پرته، انسانان دي. بخل، کینه، تبعیض، له پاچا سرغړونه، ځان تېرېدنه، د تاج او تخت او دنیوي دبدبې سره د مینې نه لرل، د کورنۍ ټینګ تړاو او نور. لومړني او ساده مفاهیم دي چې په دې داستان کې لیدل کېږي.
دغه مفاهیم په لومړني نظر ساده ښکاري، خو باید پوه شئ چې د پخوانیو جدي او ښکاره باورونو زېږنده او د افسانې په چوکاټ کې ډېرې حماسې روایت شوې دي.
پاچا زموږ او زموږ د ګاونډیانو په فرهنګ کې د لوړې مرتبې او مطلق قدرت لرونکی ښودل کېږي. له عیلام، سومر او بابل نه نیولې تر اریایي تمدنه، وروسته تر ساساني دورې او حتا پس له هغو. دې ټولو تمدنونو خپل شاهان همداسې ګڼل. خلکو پاچا د خدای سیوری، په ځمکه مطلق پوه ګڼلو او هر امر یې د هوښیارتیا زېږنده شمېرل کېده. دغه مهم فرهنګي مفهوم په داستان کې بیان شوی: پاچا امر کوي، تر امر لاندې خلک مخالفت او بخیلي کوي او هلاکېږي.
پاچا له دومره لوړتیا سره سره انسان دی او خطا ترې کېږي. نوموړي د اولادونو عمر ته له پام پرته خپل قلمرو ویشلی او د دې تبعیض په جریان کې ګران زوی له لاسه ورکوي او دوه نور زامن یې په قتل تورن کېږي.
بل مثال د کورنۍ او وینې مسئله ده. ایرج د کورني تړاو د ساتنې په منظور د پاچاهي پرېښودلو ته حاضرېږي.
ایرج نه غواړي چې وروڼه یې دې د پاچاهۍ لپاره یو بل ووژني. موږ ایرج د ښه شخصیت په حیث پېژنو او اصولاً دغه کار یې د “خیر” په عنوان منو.
پورته ټولې څېړل شوې خبرې د بشر په شاوخوا را څرخي. ځینې وخت په داسې افسانو کې خدایان یا دیوان د مرسته یا ملاتړ کوونکو په حیث پیدا کېږي، خو ټول د پوره انساني پېښو په لوري کې، نه له انساني پېښو لوړ. البته دغه خدایي دخالت د یونان په حماسو کې دومره زیات دی، چې ځینې وخت د اسطورو او افسانو بېلول ناممکنوي.د افسانې ځانګړتیاوې

د لوړو خبرو په اساس افسانه د داستان له نورو شکلونو داسې بېلولای شو:
۱- پېښې د خاصو انسانانو، مثلاً: پاچاهانو یا پهلوانانو په لاسو بدلېږي.
۲- افسانې ژور فرهنګي، ټولنیز، دیني او ځینې وخت سیاسي مفاهیم را نغاړي.
۳- افسانه له انساني خطاوو د پېښو د پرمختګ لپاره د یوه قوت په حیث کار اخلي.
۴- په افسانو کې باور ټولنیز ارزښت لري. په افسانو کې د قانون له اړخه د ښکارندو توجیه کول ورو ورو کم رنګه کېږي.
۵- موږ شخصیتونه پوره پېژنو او اصلاً د هغو شي د درک لپاره چې افسانه یې د انتقال هڅه کوي، باید د شخصیتونو د مخینې څخه پوره خبر شو.
مثلاً: (د زال او رودابه د عشق د داستان د سم درک لپاره مهمه ده پوه شو. الف: رودابه د ضحاک له اولادې څخه دی او ضحاک له اهریمیني پاچاهانو څخه، چې جمشید یې له منځه یووړ. ب: زال او پلار یې سام د منوچهر له دوستانو او پهلوانانو څخه دي. ج: منوچهر د ایرج لمسۍ او د فریدون له اولادې څخه ده. د: فریدون د جمشید له نژاده او هغه څوک دی چې د ضحاک مشري یې ختمه کړه. له دې توضیح وروسته د دوی دواړو له یو ځای کېدو سره د منوچهر د مخالفت دلایل څرګند دي.)درېیم داستان: کیسه

دا داستان د یوې کیسې نمونه ده. په دې کیسه کې څرګنده نه ده چې له کومه ځایه، د کوم پاچا، کومو خلکو او کوم وزیر په اړه خبرې کېږي. څرګنده نه ده چې پاچا له کومه ځایه راغلی او ولې له خپلو خلکو سره زور زیاتی کوي. ښکاره نه ده چې د کومې مخینې په اساس د دې سیمې خلک دومره زغمونکي او ظلم منونکي دي.

په واقعیت کې دغه معلومات موږ ته مهم نه دي. داستان هېڅ تاریخي یا جغرافیایي ځانګړتیا نه لري. ممکن د هر فرهنګ او ټولنې لپاره د پوهېدو وړ وي. د نړۍ ټول خلک د «پاچا، ظلم، خلکو، د وزیر رول او نورو» مفهومونو سره بلد دي او مهم په هغو کې د یوه حالت او پټ نصیحت شرحه کول دي.
دا کیسه یا دې ته ورته ممکن د یوه متل په شکل د یوه حالت د ښودلو لپاره د نړۍ په هر ځای او له ډېرو خلکو واورېدل شي. د لیکونکي له انده درېیم داستان د پام وړ پند هم نه لري او یوازې د یوه نامعلوم ملک د حالت شرحه ده.د کیسې ځانګړتیاوې

په پایله کې د کیسې ځانګړنې داسې بیانولای شو:
۱- د کیسې شخصیتونه ناپېژانده وي او ښایي هر څوک د کیسې اتل شي. هېڅ یو خاص قدرت او ځانګړتیا نه لري.
۲- پېښې انسان محوره نه، بلکې د یوه نصیحت د انتقال او یا د یوه حالت د ښودلو لپاره را منځته کېږي.
۳- په کیسه کې داسې مفهومونه راځي چې ډېری یې په په یوه فرهنګ یا جغرافیه پورې نه تړل کېږي.
۴- په روایت کې یې باور رول نه لري.
۵- په کیسه کې کې د خلکو او پېښو مخینه هېڅ ارزښت نه لري.

د راوي اهمیت

په درېیو لوړو نمونو کې بله مهمه مسئله “راوي” دی. کله چې د داستان د هر ډول راوي وپېژنو، د درېیو واړو برخو اسطورې، افسانې او کیسې په توپیرولو کې مو لارښوونه کولای شي.
اسطورې معمولاً د بزرګانو او کاهنانو له لوري روایت کېږي. یانې خلک مخکې له دې چې په اسطوره له جزیاتو سره پوه شي، له هغو څخه تر لاسه شوي اصول پېژني او د ژوند د پرمختګ لپاره یې استعمالوي. اسطوره د خاصې طبقې په منځ کې انتقالېږي، خو د عادي انسانانو په عمومي ژوند کې جاري کېږي.
افسانه عموماً د افسانه ویونکو په واسطه روایت کېږي. لکه: د اشکاني دورې ګرځېدونکي افسانه ویونکي، یا نکل کوونکي او نور. دغه خلک د داستان د علت او معلول په اړیکو ښه واکمن او د هرې افساني له مخینې خبر وي.
د کیسې ځانګړتیاوو ته په کتو په هر کور کې ویل کېږي. میندې او پلرونه، ښوونکي او د ټولنې هر عادي انسان کیسه ویلای او بل نفر ته لېږدولای شي. د کیسې د لیږد لپاره د کیسې تړاو او په جریان پوهېدل بسنه کوي.په پای کې دا یادول مهم دي، چې د اسطورې، افسانې او کیسې د توپیر دا ډول څېړل ښایي پوره نه وي او د دوی تر منځ د توپیر کرښې روښانه نه شي کړی. لکه مخکې چې وویل شول هر یو ډول په مختلفو بڼو تعریف شوی، چې ځینې وخت ټاکلې پولې او سرحدونه نه لري او یو پر بل ګډېږي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.