The news is by your side.

د افغانستان د علومو اکاډمي اوسنی وضعیت

محمود

0

خواشینی یم چې د هیواد د سل کلن اکاډمیک اورګان د ناهیلې وضعیت او اوسنۍ څېرې په هکله څه لیکم. دا چې خپله مې له شلو کلونو زیات په دې علمي کور کې تېر کړي له زړه پرې ځورېږم. د اسد میاشتي پر څلرویشت چې کابل سقوط وکړ او ټول افغانستان د اسلامي امارت تر سلطې اوسیطرې لاندي راغی، دا دی اوس یې درېیمه میاشت روانه ده چې پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د ځینو ادارو ورونه تړلي دي. په دې کې (د افغانستان د علومو اکاډمي) چې تاریخچه یې پوره سلو کلونو ته رسیږي هم تړلې ده.

د افغانستان د علومو اکاډمي په ۱۳۰۱ش کې د پښتو مرکې چې د غازي امان الله خان له لوري د کابل د ارګ په شمال کې رسماً افتتاح شوله، همداسي د کابل، کندهار پښتو ادبي انجمنونو او ۱۳۱۶ش د پښتو ټولنې زېږنده ده پوره سل کلن علمي تاریخ لري.

د دولت په تشکیل کې مستقل عمومي ریاست دی چې ټول ۱۴ ریاستونه او په هغه کې مختلف، ۸۴ ډیپارټمینټونه، ۴۳ انستیتوتونه لکه:(طب، ادبیات، تاریخ، اقتصاد، ژورنالیزم، لروغون پېژندنه، فلسفه، ریاضي، زراعت، سیمه ییز مطالعات، جیولوجي، فزیک، معدن پېژندنه، برق، مخابرات، انترنټ، تفسیر، حدیث، فقه او قانون او نور لري ) ، ۱۳ په ملي او بین المللي ژبو خپرېدونکې علمي مجلې لري.

په اوسط ډول د کاله پنځوس عنوانه تحقیقي کتابونه د دېرش زره ټوکه په شمېر، او د لس زره ټوکه په تعداد علمي تحقیقي مجلې چاپیږي. تقریباً درې سوه تنه علمي او متخصص غړي لري(اوس ۲۹۱ تنه) ټول هم مهاله پر یوه. دوو او دریو علمي – تحقیقي  پروژو کار کوي. ( ۲۰۷) تنه یې اداري کارکوونکي دي چې دې کې، باغوانان، ملازمین، ډریوران او نور دي.

د نوي تحول سره د اکاډمي ورونه قلف هیچا تر یوې میاشتې د اکاډمۍ مرکزي او ساحوي ودانیو ته د ننوتلو اجازه نه لرل خو وروسته ور خلاص شو، که څوک ودانۍ ته دننه کیږي خو یوه پاڼه، کتاب ، کمپیوټر یا بل څه له ځان سره نه شي ویستلای، د څېړنو لپاره د اکاډمي عمومي کتابتونونه چې سلګونه زره علمي اسناد او کتابونه پکې دي قلف دي. د اکاډمي د ودانۍ مخې ته مېزونه پراته دي حاضرۍ پرۍ پرتې دي په دوشنبه او چهار شنبه نارینه حاضري امضاء کوي او په شنبه باندې ښځینه حاضري امضاء کوي او خپلو کورونو ته ځي نه رسمیات شته نه علمي سمینارونه، کنفرانسونه او مجلسونه.

په دې کې داسي پوهان شته چې په هفته کې هم د نه کرايې له لاسه حاضرۍ ته نه شي راتللای . د دې ستونزو د حل په اړوند لومړی د اکاډمي غړیو سترګي مخکنۍ رهبرۍ ته نیولي وې خو وروسته معلومه شوه چې مخکني رهبري ځان مسؤل نه ګاڼه او یا هم اسلامي امارت چې دوی ته کله کله د کړي فساد اشارې کوي اعتبار نه ورکوي. تر دې منځ

د اکاډمي له منځه یو شمېر پوهان او استادان اړل شول چې د اسلامي امارت سره د شخصي شناخت او یا هم د نورو متنفذینو په مټ په تماس کې شي. په دې لړ کې د چارو د ادارې له مسؤلینو، د اسلامي امارت له سیاسي مرستیال مولوي کبیر او زیا شمېر نورو سره وخت پر وخت رسمي او نارسمي لیدنې او کتنې شوي دي، د اکاډمي پر ارزښت او په مجموع کې پر دریو شته ستونزو ورسره اوږده بحثونه شوي:

۱. د علومو اکاډمي لپاره د نوي سرپرست ټاکل، تر څو رسمیت شروع شي.

۲. علمي اعضاوو او اداري کارمندانو ته د معاشونو ورکړه.

۳. د اوبو د ستونزي حلول چې له پنځو میاشتو راهیسي د اوبو د نشتون په وجه د اکاډمي په دننه کې ټول تشنابونه بند او فضاء د تعفن او بدبويي څخه ډکه ده.

د اکاډمي د غړو په شمېر کې یې پنځلس تر شل فیصده ښځینه دي چې هغوی بیا بیخي د خپل برخلیک په اړه تشویش لري، ځکه د امارت په تېره دوره کې ښځینه استادانو او کارکوونکو ته یواځې په پیل کې د دریو میاشتو لپاره اکاډمي ته د تللو اجازه ورکول شوې وه وروسته یې خپلو دندو ته د ورتګ څخه منع کړي وې. د علومو اکاډمي سره په تېر نظام کې هم سم برخورد نه دی شوی. ښه مې په یاد دي کله چې په ۲۰۱۴ کې د آمریکا سره امینتي تړون امضاء کېدی د هغه یو خاکه د افغانستان د علومو اکاډمي ته د نظر غوښتلو له پاره راغله، د اکاډمي ځینو متخصصو غړو پر یادې خاکې خپل نظرونه ورکړل او هغه یې د افغانستان د ملي منافعو خلاف او د افغانستان لپاره په تاریخي ضرر وبلله په دې سره مخکنی ولسمشر محمداشرف غني ډېر په غوسه هم شو او له هم هغې ورځې یې بیا د علومو اکاډمي په اړوند ښه نیت نه درلود، تر ډېره به یې علمي کارونه د اکاډمي پر ځای په ارګ او کابل پوهنتون کې کول. د پخواني ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش چې له لومړۍ ورځې یې له علومو اکاډمي سره مرموزه دښمني لرله لومړی په ۱۳۹۸ش او بیا په ۱۳۹۹ش د اشرف غني څخه دوه  فرمانونه واخیستل هغو کې د علومو اکاډمي کې پنځه ویشت فیصده ۲۵٪ تنقیص او کمبود راوستل شو. د علومو اکاډمي تر سلو تنو زیات علمي غړي او خالي بستونه پکې کم شول چې دا کار د علومو اکاډمي ملا ور ماته کړله، ځکه کوم علمي بستونو چې وو هغه کم شول او نوي کادرونو ته د ننوتلو لاره وتړل شول، په تېرو دریو کلونو کې حتی یوه تن نوي متخصص هم په اکاډمي کې غړیتوب نه دی اخیستی، یو دلیل دا و چې د اکاډمي په قانون کې د تعدیل په وجه قانون په پارلمان کې د رایې لپاره په انتظار کې پاتې شو. دا دی د داسي حالت او شته ستونزو د هواري لپاره د اکاډمي اعضاوو لومړی د اسلامي امارت سره لیدنې او کتنې پیل کړي دي که دې کار نتیجه ور نه کړله د اعضاوو تر منځ ګنګوسې دي ممکن د یوه لاریون او مظاهرې تصمیم و نیول شي که په هغه هم و نه شول ممکن د مجبورۍ له مخې د اکاډمي غړي د کوم هېواد څخه د پناهده ګۍ غوښتنه وکړي چې دا به د افغانستان څخه د علمي مغز د وتلو لوی ناورین وي. له یوې خوا یې حق هم کیږي ځکه یو چا چې لس، شل، دېرش او څلوېښت کاله د هیواد لپاره علمي خدمت کړی وي په لسګونه تحقیقي آثار یې لیکلي وي اوس باید ورته حاکم نظام که نور امکانات نه ورکوي، حداقل د اولاد ډوډۍ او یوه ګوله مړۍ ورکړي. علومو اکاډمي سیاسي، نظامي او یا د یو چا په طرف ارګان نه دی پاتې شوی هیڅکله یې حتی د یوې خوا په پلوي هم منفي اظهار نظر نه دی کړی بلکې یو بې طرفه ، علم دوسته او دهیواد لوړو  علمي ګټو ته ژمن ارګان دی. په ډاګه ویلای شو چې د هبرۍ له څلور پنځو تنو پرته چې ننګه یې نه شي کېدای  د افغانستان د علومو اکاډمي عادي غړو په تېر نظام کې په فساد کې لاس نه درلود او نه هم د فساد لپاره زمینه وه، هر کس په خپل څېړنه بوخت و نه مراجعین وو او نه هم فساد ته لاره. په آخر کې مو د افغانستان د اسلامي امارت له مشرانو څخه هیله دا ده چې لومړی د اکاډمي له منځ څخه یو وړ او مناسب کس د اکاډمي د سرپرست په توګه و ټاکي او یا یې له خپلې لورې یو لوی دیني عالم د دې علمي ارګان لپاره وټاکي تر څو د افغانستان د دې یواځیني علمي هستې چې یو وخت یې په سیمه او نړۍ کې ځلانده نوم درلود برخلیک او سرنوشت معلوم شي او د ړنګېدولو وژغورل شي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.