The news is by your side.

د امريکا او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو اترو ستونزه؟

عظم الدین علیمي

0

په افغاني ټولنه کې چې څوک له روغو او سالمو خبرو سره ناروغه خبره پيوند کړي, نو اوريدونکی ورته وايي:
“خبره دې ښه ده, خو لکۍ يې کږه ده.”
امريکايي او همدارنگه د ځينو نورو لويديځو هيوادونو سياستوال ځانونه په افغانستان کې د سوله ييز سياسي حل ملاتړي ښيي. هغوي له سوله ييز سياسي حل څخه د ملاتړ له اظهار سره سم خپلو خبرو ته کږه لکۍ ږدي او وايي چې طالبان دې تضمين کړي چې افغانستان به بيا د القاعدې او نورو ترهگرو لپاره د امن ځاي نه گرځي.
طالب مشران پخپله د پاکستان د پوځي استخباراتي ادارې يرغمل دي. د طالب د رهبرۍ مرکزونه په کوټه او پيښور کې دي. په تېر وخت کې چې کوم طالب مشر (د ملا عمر اخوند په شمول) د افغانستان له حکومت سره سولې ته چمتو شوی دی, هغه يا شهيد يا بندي شوی دی.
د القاعدې مشر اسلام اباد ته نږدې په پوځي چاپيريال کې استوگن و.
امريکا ولې د پاکستان له پوځي ادارې تضمين نه غواړي چې نوره د ترهگرو روزنه او پالنه و نه کړي او داعش يا نور ترهگر افغانستان ته ونه لېږدوي?
امريکايي سياستوال له طالبانو سره د سولې په خبرو اترو کې خپله اصلي ستونزه له انظارو پټه ساتي او طالب مرکچيان هم د خبرو اصلي ستونزه په وضاحت سره نه شي څرگندولاي!

(Visited 69 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.