The news is by your side.

د امريکا د دفاع وزارت ((پنتاګون)) په رښتيا دومره ساده دی؟

0

د امريکا د دفاع وزارت ((پنتاګون)) په رښتيا دومره ساده دی؟

ښه و بد طالب خو اوس څلور شو، خو چې اته وشپاړس نه شي

عمرانخان څه وخت توبه ويسته او بزرګ شو؟

سيد حسين پاچا

د امريکا دفاع وزارت :

طالبان يوه ډله نه ده بلکې، له مختلفو ايډيالوژيو، فکري زاويو او اهدافو سره په يوه ډله کې راټولې شوې څو ډلې خلک دي.

پنټاګون زياته کړې،

  • يو شمېر طالبان غواړي چې له افغان حکومت سره کار وکړي،
  • خو ځينې بيا له افغان حکومت سره حتی خبرې کول هم نه غواړي او راډيکال دريځ لري.
  • په طالبانو کې ځينې داسې خلک شته چې له قيد و شرط پرته په سملاسي ډول له افغانستانه د امريکايانو وتل غواړي،
  • خو ځينې يې بيا وايي، امريکا بايد د مهالوېش له مخې او شرايطو ته په پام کرار کرار خپل سرتېري له افغانستانه وباسي.

له دفاع وزارته يوه پوښتنه :

نننيو شرايطو او حالاتو يا د ژوند سطحې ته په کتو له يو موروپلار سکه وروڼه په يو کور کې ګوزاره نه شي کولای، نو څنګه له مختلفو ايډيالوژيو، فکري زايو او موخو سره په يوه ډله کې راټولې شوې ډلګۍ سره د يو منتر لاندې چليږي؟

داسې دم خو لا تراوسه په نړۍ کې له هېچا سره نشته، خو زموږ سره په ګاونډ کې يو رياست سره شته چې کله طالبان په ((ښو)) او ((بدو)) او نن يې په څلورو ډلو ووېشل. هم يې ځان پير کامل ګڼي او هم يې کله ناکله له ځانه باغي بولي، خو بيا هم هر چېرې چې وي ښه پوخ منتر يې له دوی سره دی.

ما ته دې دوه ورځې پلمه کړې

مياشتې دې تېرې کړې کلونه دې شمېرمه

د عمران په بل ځل ليدو به اته او ورپسې شپاړس شي.

امريکا او ادارات يې دومره ساده ګان نه دي، خو هر څه چې دي د مشر پير ((امريکا)) او خليفه يې ((رياست)) او مريدانو ((وړاندو طالبانو)) ترمينځ يو څه سناريو شته چې په يو څه يې سره تړلي دي. سليمان عليه السلام ته خو عفريت ټټر ووهلو چې ((انا آتيک به قبل ان تقوم من مقامک))، خو بل چې علم من الکتاب لرلو ورته وويل چې ((انا آتيک به قبل أن يرتد اليک طرفک))، نو اوس وګورو چې ميلياردر غيرمسلم ټرمپ او د کرکټ پخوانی لوبغاړی ((لاابالي)) کومه پوهه ((علم من الکتاب)) لري چې ناپوه، څڼور او له ځانه ناخبر طالب څنګه د خپلو ګټو لپاره په بولۍ کې پير وپلور کوي؟

په جمعه ګل مې فساد وکړ

دی مې وده کړ زه ترې غلې ووتمه

ساده ګل طالب نن په نړيوالو مارکيټونو کې څو ځايه په يو او بل نوم پلورل شوی. دوی لا اوس هم د مستحباتو پورې نښتې دي.

په درنښت

سيد حسين پاچا

امريکا: طالبان يوه نه، بلکې څو ډلې دي

http://www.taand.com/archives/131259

(Visited 120 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.