The news is by your side.

د انسان لټه

اسمعيل لاروی

0 100

اسمعيل لاروی-پکتيا پوهنتون

په فارسي ويکيپډيا کې د ديوژن يا ديوجانس کلبي(۴۱۲ – ۳۲۳ ق، م) په اړه راځي چې په اسيا صغير يا اوسنۍ ترکيه کې زېږدلی. هغه د کلبيون فلسفي مکتب له مخکښانو څخه و، په ځواني کې اتن ته لاړ او په فلسفي زده کړو يې لاس پورې کړ. نوموړی د ساده ژوند کولو له مبلغانو څخه دی. د ديوجانس په اړه ويل کېږي چې ټوله شتمني يې لکړه، بالاپوش او يوه کوزه( کاسه) وه. د هغه له ساده او سپي ډوله( په عربي کې: کلب) له ژونده ډېرې کيسې شته، ديوجانس په ۳۲۳ زېږديز د Corinth په ښار کې ومړ. د ديوجانس پلار په سينوپ ښار کې د سکو کار وبار کاوه، ده د پلار له دې کار سره مخالفت وښود چې ناچله سکې يې کارولې، له همدې بابته يې پلرنی ټاټوبی پرېښود او د اتن ښار ته لاړ. دې لوی انسان د ښار ډېرې نادودې نقدولې، کله به چې ورته ويل کېدل، د کوم ځای يې؟

ويل به يې: زه د نړۍ اوسېدونکی يم.

وايي کله چې سکندر مقدوني د ديوژن ليدو ته ورغی، سکندر ترې وپوښتل، چې څه ته اړتيا لرې؟ ديوجانس ځواب ورکړ، هو؛ هيله کوم، زما د لمر له مخې لرې شه. سکندر خپلو هغو ملګرو ته چې د ديوجانس دې چلند قهرولي وو او غوښتل يې دا فلسفي وځوروي، وويل: که سکندر نه وای نو هيله به مې دا وه چې ديوجانس وای.

د هغه په اړه يو مشهور حکايت دا دی چې يوه شپه د آتن په ښار کې له څراغ سره ګرځېده او ويل يې چې انسان لټوم.

مولانا جلال الدين بلخي وايي:

دی شيخ با چراغ همی گشت گرد شهر

کز دیو و دد ملولم و انسانم آرزوست

ګفتند يافت می نشود جسته ایم ما

ګفت که يافت می نشود آنم ارزوست

د بيتونو مفهوم داسې دی: لومړی بيت: وايي شيخ له څراغه سره په ښار کې ګرځېده او ويل يې چې له دېو او حيوانه زړه تنګی يم، انسان غواړم. دويم بيت: ورته وويل شول چې دا لټون دې عبث دی، زه پسې ګرځېدلی يم خو موندلی مې نه دی، شيخ دوباره ځواب ورکوي، چې نه موندل کېږي، همهغه لټوم.

انسان، دېو او دد د انسانانو تر منځ د توپير ښکارندويي کوي، هغوی چې خپل ذات پېژندلی او په واقعي مانا انسانان دي، د انسان کليمه ورته صدق کوي خو هغوی چې حيوانيت او وحشت کوي، د دد او دېو کليمې ورته مناسبې دي. مولانا وايې چې زما مرشد څراغ په لاس په ښار کې د انسان لټه کوله او ويل يې چې له دېو او حيوانه مې زړه تور شوی انسان غواړم او دا کار ديوجانس په خپل ژوند کې کړی و. د مولانا مرشد ته په دويم بيت کې ويل کېږي چې له تا وړاندې هم د انسان لټه شوې خو نه دی موندل شوی، دوباره مرشد په ځواب کې ورته وايې، هغه چې نه موندل کېږي، هغه غواړم.

مولانا په يو بل بيت کې د ښارونو د بهتروالي په اړه داسې پوښتنه او ځواب لري:

ګو کدامين شهر از آنها خوشتر است؟

ګفت: آن شهری که در وی دلبر است

مولانا چې د شمس بيلتون وکړاوه او دوی دواړه يو په بل کې د محوه کېدو تر حده رسېدلي ول نو شمس مولانا ته يو داسې انسان ښکارېده چې بې ساري و. که څه هم د انسان د لټې دا بيت چې بحث پرې کېږي، د ديوجانس د لټون تلميح بلل شوې خو د غزل په وروستۍ برخه کې مولانا د شمس ذکر هم کوي:

بنمای شمس مفخر تبريز رو ز شرق

من هدهدم حضور سليمانم آرزوست

له دې بيته داسې ښکاري چې مولانا خپل پير« شمس تبريز» هم هغه انسان ګڼي چې يو څوک يې لټون کوي او يا هغه شيخ چې په پورتني بيت کې د انسان په لټون دی، همدا شمس تبريزي دی. ډاکټر عبدالکريم سروش چې په مولانا پېژندنه کې لوی لاس لري، يو ځل په يوه ويډيويي وينا کې وايې چې شمس تبريزي وړاندې له دې چې له مولانا سره اشنا شي، په مختلفو ښارونو او سيمو وګرځېد، هر ځای چې لاړ، خلک يې په ځان را ټول کړل او تدريس يې شروع کړ خو ټېکه يې ونشوه او په کم وخت کې به يې ځای ترک کړ، بيا به بل ځای لاړ، همداسې ښار په ښار او کلي په کلي ګرځېده، راوي وايې چې شمس همداسې د علمي مرکزونو د پرانيستې وياړ لري.

ديوجانس چې له مولانا په وړاندې پېړۍ کې تېر شوی او دا کيسه چې دلته ذکر شوه، هم خورا مشهوره ده نو ممکن مولانا دې ته په کتو دا بيت ويلی وي او دا هم ممکنه ده چې خپل پير شمس تبريزي ته يې دا بيت ويلی وي. پوښتنه دا ده، هغه څوک دی چې مولانا يې خپل پير په لټون وينې او څراغ په لاس ورپسې ګرځي؟ دې پوښتنې ته د مولانا په شاعري کې يو ډول ځواب هم ويل شوی دی، په همدې غزل کې يو بل بيت داسې دی:

زين همرهان سست عناصر دلم ګرفت

شير خدا و رستم دستانم آرزوست

د بيت مفهوم داسې دی، چې له سستو او زړه نازړه ملګرو زړه تنګی شوم،  شير خدا يا اسدالله(حضرت علي رض) او رستم غوندې پياوړي دوستان مې په کار دي. حضرت علي رض او رستم د مېړانې او وفادارۍ سمبولونه دي، له سست عناصرو څخه مطلب هغه څوک دي چې بې ارادې او بې اختياره وي نو شاعر له هغوی زړه تنګی دی چې بې ارادې وي، دی د ( شير خدا) او روستم غوندې دوستان او د لارې ملګري غواړي.

د مولانا په شاعري کې د ايډيال انسان لټون او د لوړو انساني اخلاقو ذکر په مکرر ډول وينو، دی وايي:

صورت زيبا نمی آید به کار

حرفی از معنی اګر داری بیار

دا هم د مولانا بيت دی:

آدمی مخفی ست در زير زبان

اين زبان پرده ست بر درګاه جان

په فارسي ادب کې د مولانا د دې مشهورترين بيت يوه برخه محمود روح الاميني د کتاب عنوان ګرځولې چې د انسان پېژندې بنسټونه پکې بيان شوي. په کتاب کې د انسان پېژندنې د جسماني اړخ لپاره څلور بحثونه لازمي او په عين حال کې دا هر بحث له علمي پلوه پراخ يادوي: ۱ ) د نور حيواناتو په کتار کې د انسان د ځای مشخصول: دا موضوع د ژونديو موجوداتو د طبقه بندۍ، تدريجي بدلونونو، له لومړنيو تر اوسني انسانه او په دې اړه د مختلفو ليدلورو بيان ته ځانګړی دی. ۲ ) د انسان د منشا پېژندنې او تکاملي سير په اړه له پيله تر اوسه هڅې: دا بحث همهغه د ډاروين تکاملي نظريې ته په اشارې کېږي چې د بېزو او انسان د پخوانيو لاشونو  پاتې شونو او اوسنيو شواهدو ته په کتو مخته وړل کېږي. ۳ ) د انسان د وجود مطالعه، وده او رشد، خوراک او پايښت: د وجود د بېلابېلو برخو پېژندنه، دندې يې او يو له بل سره يې ارتباطات. او ۴ ) د نړۍ د مختلفو سيمو چاپېريالي او اقليمي اغېزې چې په انساني قبيلو يې لري: په دې بحث کې هغه موارد بيانېږي چې پر انسان باندې د چاپېريال اغېزې څه دي؟ د انسان جنيتيک ته په کتو اکولوژيکي تاثيرات او بدلونونه څه دي؟! ايا چاپېريال هم د انسان په کړو وړو باندې اغېز لري؟! دې او ورته نورو پوښتنو ته پکې ځواب ويل کېږي.

روح الاميني دا بحث په لنډو را اخيستی خو دا څلور واړه مبحثه پخپل ذات کې د علومو لويې جزيرې را نغاړي او د تکاملي نظرياتو په څېر خورا جنجالي بحثونه هم پکې شته. د اکولوژي اړوند بحثونه هم خورا پاشلي او څو اړخيز دي، همدا شان د انساني وجود، بقا، وظيفوي واحدونه، رشد او نمو… دا ټول د ساينسي او طبي علومو ګڼ اړخونه لري.

د ياد کتاب محتوا د انسان پېژندنې په برخه کې ګټوره ده او لوستونکی په دې پوهوي، هغه څه چې موږ يې د يو انسان د ظاهري کړنو او وجود په اړه درک کوو، تر شا يې د نورو پديدو اغېزې مهمې دي. د بېلګې په توګه که يو انسان بد عمله وي نو دا يې يوازې ذاتي مساله نه شي کېدلی. ټولنيز، سياسي، چاپېريالي، فرهنګي او بدني اغېزې هم پکې رول لري او يا که نيک عمله وي، هم همدا تاثيرات پکې د هېرېدو نه دي. په اوسنۍ ارواپوهنه کې هم دا مسايل ډېر را اخيستل کېږي چې د انسان په شخصيت او چلندونو کې بهرني عوامل تر کومه حده رول لري. د بېلګې په توګه که يو څوک غلا کوي نو له فردي ناپوهيو بغير اجتماعي او کورني مجبوريتونه هم بايد وسنجول شي. استاذ پسرلی وايي:

موږ دې ګرم يو شرايطو ته خو ګورئ

کله، کله که ښويېږو لکه واورې

الله ج د التين سورة په څلورم ايات شريف کې داسې فرمايي، ژباړه: په حقيقت کې موږ انسان په ډېره ښه بڼه پيدا کړ.د دې ايات په تفسير کې راځي، الله ج فرمايي، چې د انسان وجود ظاهراً په ډېر ښه شکل سره پيوند شوی دی او که انسان شته فرصتونو او امکاناتو ته په کتو ترقي وکړي نو نه يوازې له فرښتو وړاندې ځي، بلکې د فرښتو مسجود هم ګرځېدی شي. مطلب دا چې انسان يو بهترین مخلوق دی خو که خپل جوهر وپېژني.

د همدې سورة د پنځم ايات ژباړه: بيا مو هغه په چپه را واړولو او له ټولو لاندينيو څخه مو لاندې کړ، د دې ايات په تفسير کې د شاه ولي الله قول را اخيستل شوی دی: «الله ج فرمايې انسان مو د پرښتو د مقام لايق وګرځاوه خو کله چې منکر شي نو له ځناورو څخه هم ښکته ګڼل کېږي او د دوزخ په خورا ډېره لاندينۍ طبقه کې لوېږي.»

استاذ اسدالله غضنفر په جادوګر هنر کې (د اخلاقو مبلغ) عنوان لاندې ليکلي: د ژوند په سفر کې هر څوک پخپله لاره مزل کوي، ښه پکې هغوی دي چې په نورو غرض نه لري، بل چا ته دوړي نه وربادوي، د بل په کار کار نه لري او ګامونه په احتياط اخلي چې بل ازار نه شي. د رحمان بابا مشهور بيت دی:

کوهی مه کنه د بل سړي په لار کې

چېرته ستا به د کوهي په غاړه لار شي

د ګاندي مشهوره خبره ده چې د يو ملت اخلاقي عظمت له حيواناتو سره د همدې ملت د وګړو له برخورده معلوم کړئ چې دوی له حيواناتو سره څه او څنګه چلند کوي. د انسان او حيوان يا انسان او طبيعت د اړيکو بحث خو خورا لرې دی، اصلاً، اوس د انسان له انسانه شکايت نهايي حد ته رسېدلی. لومړنيو انسانانو چې له وحشيانو تېښته کوله او د ځان د دفاع لپاره يې وسايل موندل، اوس انسان له انسانه د ځان ساتنې په فکر کې دی او حيوانات خو په ښکاره له انسانه په تېښته دي، د دروېش دراني په خبره:

دروېشه مار او زمري لار کړه له انسانه چپه

ويل يې ځان يې ايستل په کار دي د بلا له مخه

د انسان، حيوان او دېو تر منځ چې درې واړه کليمې د انسان لپاره کارول شوېدي، په اړه يې د عالمانو نظرونه مختلف دي، يعنې د انسان عالي او پست اخلاق په مختلفو تلو او مختلفو ډولونو تلل کېږي. د انسان په کړنو او ژوند باندې د چاپېريال ، فرهنګ او تاريخ اثرات هم شته چې دا ټول د انسان په شخصيت باندې اغېز پرېباسي. يعنې شخصيت جوړېدل یوازې تر فرده را محدوده موضوع نه ده بلکې د ټولنې، روزنيزو سيستمونو، چاپېريال او هغه څه چې د يوې ټولنې په بطن کې موجود دي، د انسان په کړو وړو بې اغېزې نه دي. استاذ قيام الدين خادم د انسانيت او حيوانيت تر عنوان لاندې کاږي:«انسان چې په خپل زحمت سره د نورو خير غواړي او د ځان په ايثار بل ته نفع رسول د ده خوی شي، له خپلو مادي او جسماني لذايذو ځخه تېر شي، يوازې د ده خوند او ذوق د نورو په پاللو او روزلو کې مختص شي، د ده ميل او رجحان يوازې او يوازې خدمت ته ورګرځي؛ نو دغه وخت انسان کمال ته نژدې شوی وي، په دې مقام کې لوړې درجې د پيغمبرانو او ټيټې د نيکانو او صالحينو دي، دغه نو انسانيت دی.»

د مولانا دې مشهور بيت ته چې دلته پرې وغږېدو، په پښتو شاعري کې هم ګڼې اشارې شوې دي. استاد محمد صديق پسرلي د « ورک مسافر» په ښکلي نظم کې هم دې بيت ته په کتو وايي:

له ځانه ورک مسافر واړه عمر

لکه مست بحر دی د ځان په لټه

چې لاس ته ورشي يوه د عقل ډېوه

ګرځي په ښار کې د انسان په لټه

د نظم محتوا هم د مولانا د بيت په څېر د يوې داسې ورکې لټون رانغاړي چې انسان پکې د خپل ذات اصليت او جوهر غواړي خو دا ناممکن دی. ټاپوګان، ښارونه، کلي او دښتې… پسې ګوري خو:

تر دې پخوا چې خاورې غېږ ورکړي

ستړی تلاش به يې هوسا کړي که نه؟!

د نظم پای په همدې بيت شوی.

ډاکټر احسان الله درمل هم په خپل هغه غزل کې چې مولانا ته يې ډالۍ کړی، همدې بيت ته داسې اشاره کوي:

بيا څراغ را واخله ښار په ښار به ګرځو

بيا له موږ ورک بنيادم دی مولانا

د افغانستان د معارف نصاب د پښتون مېشتو سيمو د دري ژبې د نهم ټولګي يو درس هم دا بيت تشريح کوي او د ديوجانس( ديوژن) کيسه را اخلي او دا بيت له ميلاده د وړاندې زمانې د ياد فيلسوف د واقعي کيسې تلميح بولي. ديوژن په داسې شرايطو کې ژوند کاوه چې خودخواهي، بې عدالتي، فريب او زرګونه نورې ټولنيزې ستونزې موجودې وې، هغه چې له دا ډول شرايطو زړه تنګی و نو د خپلو همرنګو په څېر ژوند يې غوره کړ، عادي کالي يې اغوستل او په کمه ډوډۍ يې قناعت کاوه او په يو ساده کور کې يې د ژوند شپې اړولې، هغه د انسان فضيلت په ساده ژوند کې ليد او همدا شان د تجمل، مزښت او ځان ښوودنو مخالف و. ديوجانس بوډا و چې د اتن يوې لويديځې جزيرې ( ايجنيا) ته لاړ، هلته د سمندري غلو له لوري ونيول شو، د کُرت په جزيره کې د غلام په توګه وپلورل شو، کله چې ترې وپوښتل شول څه کار کوې؟ ځواب يې ورکړ: کولی شم چې پاچاهاي وکړم.

اخيستونکي يې ترې متاثره شول، لاکن يو سړی يې په ټنډه کې د لويي او عظمت نښې درک کوي، هغه اخلي او ازادوي يې. د خپلو اولادونو د روزنې او د کور د چارو سمبالښت ته يې ګماري. ديوجانس يو هغه کس و چې سکندر يې د مينتوب تر حده اغېزمن کړی و. ديوجانس د خپلې ټولنې له غټانو، شتمنو او واکدارو زړه تنګی و. دوه مخي، بې عدالتي، دروغو او فريب زړه تنګی کړ، په رڼا ورځ يې څراغ را واخيست او په ښار کې يې د انسان لټه شروع کړه. ديوجانس هغه څوک لټاوه چې د عالي انساني اخلاقو درلودونکی وي.  د مولانا مرشد خو د انسان په لټه څراغ په لاس په ښار کې ګرځي او ځواب هم ورته منفي دی خو دا لټه په نهيلي پای نه مومي بلکې جاري ده. د انساني جوهر او خلقت بحث خورا پېچلی او اوږد دی، افلاطون چې د فاضله مدينه په ارمان و، همداسې مولانا، شمس او دېوجانس غوندې لوی انسانان هم د « انسان» په لټون وتي دي. بحث ته به د استاد پسرلي په دې بيت پای ورکړو:

يو حيوان په ټول عالم کې سړی نه شو

دا انسان دی چې په خپله ځناور شي

ماخځونه

کابلی تفسير. ۱۷۳۱ او ۱۷۳۲ مخونه. د حرمينو شريفينو د خادم له لوري چاپ شوی.

پسرلی، محمد صديق. د لمر کجاوه. ۱۲۱ مخ. د افغانانو د تفاهم، مرستې او پيستون ټولنه، بلجيم بروکسل. ۱۳۸۴ حمل.

خادم، قيام الدين. نوې رڼا. ۲۶۸ مخ.خپرندوی: د ليکوال کورنۍ. درېيم چاپ. ۱۳۸۴ لمريز.

دري. نهم ټولګی.۲۹ او ۳۰ مخونه.  د افغانستان اسلامي جمهوريت، د معارف وزارت. ۱۳۹۴ لمريز.

روح الاميني، محمود. ګرد شهر با چراغ( مبانی انسان شناسی) ۴۳ او ۴۴ مخونه. چاپ مروي، کتاب زمان – تهران. چاپ دوم، ۱۳۶۴.

غضنفر، اسدالله. جادوګر هنر. ۵۸۴ مخ. مومند خپرندويه ټولنه – جلال اباد. ۱۳۹۳ لمريز.

Leave A Reply

Your email address will not be published.