The news is by your side.

د بې تحلیله کښتونو اقتصادي زیانونه

امین ستانکزی

0

زارعت د یوه هېواد په اقتصادي پرمختګ کې د اهمیت وړ ټکی دی که ووایو چې د اقتصادي پرمختګونو څرکونه هم له زراعتي اقتصاد څخه پېلیږي نو ډېره مبالغه به مو نه وي کړې .

زارعت د ګټې وټې له نظره یوه دایمي ګټه او سرچینه بلل کیږي چې د هر ډول حالاتو او چاپیریالي تغېراتو سره بیاهم په خپل ځای پاتې کیدای شي او ځان د مارکیټ له تقاضا سره سم جوړولی شي .

افغانستان د یوه زراعتي هېواد په توګه پېژندل شوی دی او ټول خلک یې د نوم اورېدو سره د زراعتي هېواد په توګه پېژني د امریکا د نړیوالو مرستو اداره ( USAID  ) د رسمي ارقامو له مخې  افغانستان د وګړو اتیا فېصده په کرنه او د کرنې اړوند چارو کې بوخت دي یا هم له دې لارې خپل روزمره ژوند پر مخ وړي .

همدارنګه د اسیا پرمختیایي بانک د سروې له مخې د افغانستان د نفوس له اتیا تر پنځه اتیا فېصده یې په زراعتي چارو کې بوخت دي او په مستقیم او غیر مستقیم ډول د زراعت څخه خپل امدن لري .

د مرکزي احصایې د ۱۳۸۷  کال د رسمي ارقامو له مخې د افغانستان په اقتصادي رشد کې درې برخې تر ټولو مخکښ او د نظر وړ دي چې عبارت دي له  خدماتو ، صنعت او زارعت څخه .

دوی همدا راز وایي  د کاریابۍ له نظره ۷۸ ٪ خلک په زراعت ، ۱۶ ٪ خلک په خدماتي ادارو کې او یوازې ۶ ٪ خلک په صنعت کې په کار بوخت دي ( البته دا ۱۳۸۷ کال رسمي ارقام دي  طبیعي خبره ده چې اوس به پکې بدلون راغلی وي خو بیا هم زراعت د کاریابۍ لویه کچه جوړوي )

د همدې ادارې د ۱۳۹۰ کال راپور دا هم ښایي چې دا شمېره ۶۸ ٪ ته را ښکته شوې او دا باید ومنو چې د زراعتي محصولاتو د بازار نه لرل او ګڼ نور عوامل ددې باعث ګرځي چې زراعتي فعالیتونه متضرر کړي .

د احصایې ملې ادارې د خبر پر اساس له ۱۳۹۵ کال راهېسې په زراعتي رشد کې لږ څه پرمختګ شوې  خو دا حالت دومره د پام وړ نه دی او یوازې له نزولي حالت څخه  صعودي حالت ته اوړېدلې

خو ددې ټولو خبرو ور پورته تاسو ته بهتره معلومه ده چې د افغانستان د صادراتو اتیا فېصده زراعتي محصولات برابروي چې همدا خپله د زیات پام وړ ټکی دی . چې همدې ټکې ته په کتو د نړیوال بانک د وړاندوېنې پر اساس که چیرته افغانستان په راتلونکي لسېزه کې لږ تر لږه  زراعت  ۵ ٪ فېصده رشد وکړي نو لرې نه ده چې افغانان به د خوراکي توکو د پر ځان بساینې سربیره د کلیوالي ژوند د زیات تغیر شاهدان هم و اوسي .

ولې په افغانستان کې زراعتي فعالیتونه کم شوې ؟ 

موږ ټول ګورو او حس کوو چې د افغانستان زراعتي اقتصاد له نزولي حالت سره مخامخ دی ځېنې عوامل به یې دلته په ګوته کړو

زراعتي محصولاتو ته د مارکیټ نه شتون 

یو عمده او ستر دلیل هم همدا دی چې، زراعتي اقتصاد له نزولي حالت سره مخامخوي هغه د مناسب مارکیټ نه شتون دی چې ، ډیری محصولات د بازار د نه شتون او هم د کمزوري بازار د لرلو له امله پاتې کیږي او د بزګر زړه له دې محصول څخه توریږي بیایې د کرلو فکر نه کوي او یا یې هم زراعتي بدیل په صنعتي او یا خدماتي هغې باندې بدلوي .

ددې برخې یو بل ستر مشکل دا هم دی چې بزګر بې تحلیله کښت کوي او د مارکیټ د تقاضا له کتلو پرته په میخانیکي ډول کښتونه کوي چې دا چاره شته مارکیټ هم خرابوي او محصولات بې ارزښته کیږي .

موږ حتا د خپلو محصولاتو لپاره په خپل هېواد کې هم مارکیټ نه شو چمتو کولی بیروني او نړیوال مارکیټ خو لرې خبره ده تاسې به ګورئ چې وطني مڼه د خرابه بسته بندۍ او یا هم د سړو خونو د نشتون له امله بیکاره او پر ځای یې ایرانۍ مڼې په لوړ قیمت ټول مارکیټ نیولی او دا چاره کلونه کلونه روانه ده نه هم بزګر او نه هم دولت ددې ستونزې د حل په موخه لاس په کار کیږي.

بزګر خپل محصولات حتا ددې وړ هم نه کړل چې په هېواد کې د ننه ځانته یو ښه او مطمین مارکیټ ولري او دولت د بیرونیو محصولاتو د مخنیوي لپاره د لازمو لارو چارو د خپلولو او خپل محصول ته د لومړیتوب ورکولو فکر او زحمت نه دی ویستلی .

یوه ساده بېلګه چې همدې څو ورځو کې یې موږ په مارکیټ کې ګورو هغه د تازه سبزیو ده چې مارکیټ ته د بې حده او بې تحلیله او د مارکیټ له مطالعې پرته وړاندې کیږي هغه هم ټنډۍ دي چې د بزګرانو د خولې خبره ده چې تېر کال په ننګرهار کې د سبزیو له درکه یو ښه عاید وو نو همدا وجهه ده چې سږ کال ټولوبزګرانو په یوه خوله همدا سبزي کرلې ده چې د مارکیټ د مطالعې پرته فقط د مخکېنۍ مخېنې له قیاسه یې کښت بیخي له حده زیات شوی دی چې اوس په بازار کې د خرڅلا سړه تقاضا لري ځکه چې عرضه یې بې تحلیله او بې ترتیبه او له انډول پرته شوېده نو بزګرمجبوره ده چې په ډېر ناڅېزه قیمت یې خرڅه کړي ځکه چې په کور د ننه د سړو خونو نه شتون او په سیمه اېزه کچه یې مارکیټ نلرل یې ستر سر خوږی دی.

زراعتي ځمکې په رهایشي باندې بدلیږي 

د افغانستان ډیری زراعتي سیمې له ښارونو لرې پرتو سیمو پورې تړلې دي هغه چې د لویو ښارونو سره نږدې دي هغه د رهایشي او صنعتي کېدو تر سیوري لاندې خپل ماهیت بدل کړې او زارعتي استفاده ترې نه کیږي چې دا یو ستر او له ننګوونکو مشکلاتو څخه دي  ځکه هغه ځمکې چې د اوبو لاندې دي مخکې زراعتي وې اوس په رهایشي ساحو باندې بدلې شوې دي یو خو هغه سرمایه ګذاري چې د اوبو د تنظیم په برخه کې شوې بې ګټې کیږي بل د ښارونو په څنډو او منځ کې شنه سیمه هم له منځه ځي چې دا خپله د چاپیریال پر وړاندې بل ستر خطر دی .

اوسنی دولت ددې لپاره هیڅ کوم پلان نه لري البته په قانوني چوکاټ کې ورته داسې لایحه شته چې په زراعتي سیمو کې د رهایشي ځایونو د جوړېدو څخه منع کوي خو تطبیق یې نشته ددې د حل لپاره باید په هغه ساحو کې د اوسېدنې ښارګوټي  جوړ شي چې زراعتي نه وي او له ښاره لرې په دښتو کې پرتې وي .

یوه ساده او ډېره لېدل کېدونکې بېلګه به یې دلته ذکر کړو

د ننګرهار ولایت درې ستر زراعتي اقتصادي حوزې ، سره رود ، بهسود او کامه همدا اوس له ستر ګواښ سره مخامخ دي

د سره رود تر اویا فېصده زراعتي ځمکې د ښاري پراختیا له امله د استوګنې په کورونو بدلې شوې چې ورسره یې د ښار شنه ساحه هم خورا زیانمنه کړېده او دا چاره لا هم په تېزۍ سره روانه ده

همدارنګه د بهسودو ولسوالي یې بل ښه مثال دی چې دا هم د رهایشي او صنعتي کېدو له امله یې بڼه بدله شوې او د اوبو لاندې ځمکې یې د استوګنې په کورونو بدلې شوې

بله ستره حوزه چې د زراعتي اقتصاد ښه او مناسب بازار لري د کامې ولسوالي ده که څه هم کامه یو څه د صنعتي او رهایشي سیورې لاندې راغلې ده خو په اوس وخت کې د زراعتي فعالیتونو لپاره یوه ښه اپشن کېدای شي .

کلېوالي مهاجرتونه 

مخکې مو ذکر کړل چې، د افغانستان زراعت په لرې پرتو سیمو کې زیات دی نو لرې پرتې سیمو کې جنګ هم زیات دی چې دا خپله د زراعتي فعالیتونو د ټکني کېدو سبب ګرځي .

په هغه سیمو کې چې ، جنګونه دي بزګر په سمه توګه نه شي کولی چې کار وکړي ځېنې یې مجبوره کیږي چې خپل کلی ، کور او ځمکه همداسې بې سرنوشته پریږدي او کډه بار کړي چې دا هم د زراعتي فعالیتونو د ټکني کېدو یو ستر لامل دی .

په زراعتي اقتصاد کې د سرمایه ګذارۍ کم رنګه ونډه 

بل مهم لامل یې دا هم دی چې په زراعتي برخه کې د نوې سرمایه ګذارۍ ونډه هم بیخي پیکه او حتا د محاسبې وړ نه ده چې دا خپله د زراعتي فعالیتونو د کموالي سبب ګرځي .

بزګران د نوي فرصتونو څخه بې برخې او مارکیټ ته د سالم لاس رسي څخه محرومیږي.

د یوې سروې له مخې د افغانستان د سرمایه ګذارۍ په برخه کې  زیاته سرمایه ګذاري د خدماتو په سکتور  کې ترسره شوې چې بیا ورپسې په صنعتي ، تولیداتي او بیا په اخیره کې په زراعتي سکتور کې په بیخي کمې فېصدۍ سره سرمایه ګذاري ترسره شوې .

ولې هغه سرمایه ګذاري چې په زراعتي برخه کې ترسره شوېده ډېر د پام وړ او له لاسته راوړنو ډکه ده چې دا خپله هغه سرمایه ګذاران دېته هڅوي تر څو په زراعتي برخه کې نوره سرمایه ګذاري وکړي او لدې لارې د هېواد اقتصاد په رغولو کې رغنده ونډه ولري .

غوره او تر ټولو پوهېدونکی مثالونه یې د هېواد زعفران او جنغوزي دي چې د خوښۍ ځای دی چې دا زراعتي محصولات مو د صادراتو په لړ کې نړیوال مقام لري .

په اروپا کې میشت د  ذایقې او کیفیت نړیوال انسیتیتیوت له لورې د هېواد زعفران د نړۍ په کچه سر په سر دا پنځم کال دی چې لومړی مقام ګټي چې دا ستره خبره ده .

د ننګرهار ولایت یو څو بېلګې یې دلته ذکر کوو 

ختیځ لبنیات ، په مالدارۍ برخه کې د برانډ حیثیت لري چې د مسؤلینو له قوله یې چارې ښې او په سم لورې روانې دي یانې له تاوان څخه بچ او د نویو فرصتونو د ایجاد لپاره لا هڅې کوي چې دا خپله د یوې سوداګرېزې هڅې یو ښه ټکی دی .

جاوید افغان د زراعتي افزارو فابریکه ، د هېواد د اړتیا د پوره کولو سربیره ګاونډي هېواد تاجکستان ته هم  زراعتي افزار صادر کړيدي په اقتصادي پرمختګونو صادرات ځانګړی مقام لري چې خوشبختانه دا زراعتي سرمایه ګذاري ددې برخې لپاره یوه ښه پېل دی .

حیواني او زراعتي آفات 

یو بل لامل هغه د زراعتي او حیواني آفاتو څپې دي چې متاسفانه د سر په سر و چکالي ددې برخې یو ستر مشکل جوړوونکی ده .

 بزګران د مسلکي توب له هنره بې برخې دي ، غیر اصلاح شوې تخمونه مروج دي ، د زراعتي افتونو په وړاندې د نه چمتو والي له امله هر کال بزګران ستر زیانونه ګوري او همدا خبره بیا راتلونکي او پسې راتلونکي کلونه بیا هم تکراریږي او د حل لپاره یې نه هم بزګر او نه هم دولت کار کوي چې دا چاره خپله د زراعتي اقتصاد د رکود او د زراعت د کم رنګه کېدو سبب ګرځي .

Leave A Reply

Your email address will not be published.