The news is by your side.

د جدي شپږمه

نورمدین بلخېل

0
د جدي شپږمه د افغانستان په تاریخ کې هغه توره او بده ورځ ده چې د انساني نسل په دوام سره به هیڅ تاریخي پاڼه د دغې کرغیړنې ورځې یاد له ځانه لرې نه کړي، په ۱۳۵۸ ه ل کال د جدي په شپږمه  د ګاونډي هېواد شوروي اتحاد نږدې ۱۲۰۰۰۰ پوځیان په افغانستان ورغلل او دغه هیواد یې ونیو، د هغه وخت افغان  خلقي ولسمشر ښاغلی حفیظ الله امین سره د خپلو پوځي او ملکي همکارانو ووژل شو،  شورویانو ویل چې دوی په افغانستان کې شپږ میاشتې تیروي، خو تقریبا لس کاله په افغانستان کې پاتې شول، شورویانو په افغانستان کې خپل لاسپوڅی حکومت جوړ کړ او د شورویانو د لاس اله، خودخوا، متعصب او سمتي تاجک پرچمی ببرک کارمل چې خپله د پرچم ډلې مشر هم و، په کابل کې پر تخت کښیناوه، کارمل شوروي خپل دوست یاد کړ او ویې ویل چې د شوروي پوځ سره هیڅوک جګړه نه شي کولای، ببرک کارمل د خپلې رقیبې ډلې خلقیانو سره را واخیسته او په دې ترتیب یې زیات هغه خلقیان چې فکرونه یې ملي او وطني وو او د شوروي اتحاد د مداخلې مخالف وو، ځینې مړه او ځینې بیا بندیان کړل، خلقیان او پرچمیان که څه هم دواړه ډلې د مارکسېزم او لېنېنېزم د یوې لارې ملګري وو، خو ولې په افغانستان کې ډېر زر سره بې اتفاقه او یو له بل جلا شول، د دوی د دې اختلاف اصلي لامل ببرک کارمل و، کوم چې د خلق دیموکراتیک ګوند له تاسیسه دغه کوږ لرګی په دغه ګوند کې برابر نه شو، چې له کبله نوموړی ګوند تجزیه شو او آن تر دې چې کارمل د افغانستان د تجزیې او ویشلو برنامه  هم جوړه کړه، په اوسمهال کې ځینې پخواني تش په نوم مجاهدین او ور سره د هماغه شرمیدلي کارمل سمتي پرچمي ملکي او نظامي چارواکي سره یو ځای شوي او دغه ده عملا د افغانستان د تجزیې او وېش چېغې وهي.
د شورویانو په تیري سره په افغانستان کې جګړه لا توده شوه، افغان مجاهدینو پر شورویانو او د هغوی پر افغاني ملاتړو حملې زیاتې کړې، په دې جنګونو کې په لکونو افغانان شهیدان او ټپیان شول، په ملیونونو ماینونه په افغان خاوره وکرل شول چې تر ننه پورې ور سره د افغانستان خلک لاس او ګریوان دي، د افغانستان اقتصاد ښارونه، کلي او بانډې ور سره تباه شوي چې تر اوسه پورې د دوی د ورانیو او ویجاړیو اثرات د افغانستان په هره برخه کې لیدل کیږي، شورویان په افغانستان کې د مسلسلې ماتې سره مخ شول، زیات عسکر یې دلته مړه او ټپیان شول، په لوړه کچه پیسې او وسلې یې دلته مصرف کړې، دا مصرف او اوږد جنګ شورویانو ونه زغمه، له افغان خاورې د وتلو پرېکړه یې وکړه او بالاخره په ۱۳۶۷ کال کې د دوی وروستی عسکر له افغان خاورې ووت.
افغانانو د لوی خدای په مرسته د دغو بدو ورځو مقابله وکړه، نړیوالو او په خاص ډول امریکا او سعودي عربستان د افغانانو ملاتړ وکړ، د افغان مهاجرینو سره په پاکستان کې د همدغو نړیوالو له خوا مادي همکاري وشوه چې بالاخره د خدای په زور او د افغانانو په همت دغه سور ښامار له افغانستانه وباسل شو، شوروي اتحاد ړنګ شو، کمونیستي نظامونه په اکثرو هېوادو کې چپه شول، د برلېن دیوال ونړېد، خو سره د دې چې دومره زیات بریالیتوبونه د افغانانو له برکته وو، متأسفانه بیا هم ځینو افغانانو خپل ځانونه او خپل وطن ونه پيژندل او په دې خلکو او وطن باندې یې داسې لوبې وکړې چې آن هغه کافر کمونېستان یې هم ترې هېر کړل، وطن چور شو، نه چاته عزت پاتې شو او نه چا ته ناموس، د وطن هره خوا کې لوټماري وه، تعلیمي مرکزونه وتړل شول، خلکو په سخت وحشت او بربریت کې ژوند کاوه، د خپل وطن وسلې، فابریکې او نور امکانات په ګاونډیو هېوادونو وپلورل، پرمختګ او ترقي صفر ته راښکته شول، د خلکو حالت داسې و چې ژوند یې له مرګه بدتر و، خو په دې وخت کې یو ناڅاپه د افغانانو په پخواني پای تخت کندهار کې د طالبانو په نوم یو تحریک پیل شو، چې ډېر زر یې دغه لوټماران او انارشیان له یوې مخې پسې ډډوزه کړل او لکه د غلو موږکانو په څېر یې د افغانستان  غرونو او سحراوو په غارونو کې ورک کړل.
شورویان د ځمکې له مخه ورک شول، خو افغانان اوس هم په خپل منځي جنګونو کې ښکېل دي، هره ورځ سره وژني، ټوله دنیا ورته هک حیرانه ده چې دا افغانان ولې له دغه حالته څخه نه وزي، هره ورځ یې په جنګونو او جګړو کې هر څه خاورې اېرې کیږي، د نړیوالو په لسګونو ملیاردونه ډالر د مرستې په بڼه ورته راغلل، خو په دوی کې ځینو لکه د وږو لیوانو په څېر وازې خولې  ورته نیولي دي او د دې وطن د یتیم، بېچاره او عام ولس حق خپلې خېټې ته اچوي.
په آخر کې باید د ګران وطن افغانستان لپاره ټول لاس په دعا شو چې خدای د زموږ په خاوره کې سوله او امن راولي او نور مو له دغو بدبختیو، تعصب او سمتیت له مرضونو خلاص کړې. آمین یارب العلمین
(Visited 76 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.