The news is by your side.

د حافظې د پیاوړتیا لپاره څه وکړو؟

تمیم تکل

0

ځینې شیان مې هېر شوي دي؛ نو څنګه یې را په زړه کړم؟

د بشریت یوه آرزو دا ده چې یوه ښه او قوي حافظه ولري.ځینو منظمو څېړنو ته په کتو، چې د د حافظې په اړه ترسره شوي دي، ښيي چې له تمرین سره ډېر څه ترلاسه کولای او زده کولای شو.

 ۱ – هغه څه چې غواړئ در په زړه شي، په واقعي ډول یې په اړه فکر وکړئ!

که تاسو غواړئ خپلې اوږدمهالې حافظې ته ځینې موارد وسپارئ؛ نو په کار ده چې د هغې موضوع په اړه فکر وکړئ.په دې اړوند ځینې پوښتنې له ځان څخه وکړئ.که مو نوي مالومات ترلاسه کړي وي یا چې څه درته ویلي وي، له پخوانیو مالوماتو سره یې ونښلوئ، همدا ځل مو چې دا کار وکړ، بیا مو نه هېرېږې او دا شیان ستاسو اوږد مهالې حافظې ته سپارل کېږي.دغه یو مهم تکتیک دی چې هر مهال د مطالعې په حال کې یو هم، د هغو مواردو په اړه فکر وکړو چې غواړو زده مو شي او هېر یې نه کړو.

۲ – هغه څه چې غواړئ زده کړئ یا یې در په یاد کړئ؛ نو دقت پرې وکړئ.

ژر ځواب ولیکئ! په افغاني سلګون باندې د چا / څه شي انځور لګېدلی؟

په پنځوسیز لوټ باندې کوم تصویر دی؟

ستاسو د جومات د دروازې ښي لوري ته په لویو تورو څه لیکل شوي دي؟
د پوهنتون د عمومي دروازې په سر باندې یې، په هغې لویې لوحې باندې چې ستا سترګې هره ورځ پرې لګېږي، څه شی لیکل شوي دي؟

دا او نورې داسې پوښتنې په آسانۍ سره نه ځوابېږي. زموږ ټولو ځواب دغو پوښتنو ته منفي دی.له همدې ځایه یې در قیاس کړئ چې څه شي ته دقت و نه کړو یا مو فکر متوجه نه وي او حواس مو تیت؛ نو طبیعي ده چې مطالب مو نه زده کېږي او نه مو تېر شوي مسایل را په زړه کېږي. موږ که واقعاً وغواړو چې یو څه زده کړو یا یې حفظ کړو. هرو مرو به یې زده کړای شو ان شاء الله.

آیا تاسو تجربه کړې ده؟

ځینې وخت، ځینو شیانو ته موږ اړتیا هم نه لرو؛ خو وار په وار را په یادېږي. بله ورځ مو چې اړتیا ورته پېښه شوه، بیا یو نا څاپه رانه هېرېږي.همدا یې وجه ده چې پورته یې یادونه وشوه.

۳ – له ذهني انځورونو (لیدل شویو تصوراتو) څخه استفاده:

یو انځور یا عکس د زرو وییونو (لغتونو) ارزښت لري.څېړنې ښيي چې په ډېرو مواردو کې، د هغو مالوماتو په زړه کول آسانه دي چې موږ ترې ذهني تصورات لرو؛ ځکه چې ذهني تصویرونه ځانته حافظه لري. له دې کبله موږ چې یو مطلب لولو یا یې غواړو چې زده کړو، له مطلب لوستلو سره سره باید، یو ذهني انځور هم ورته وټاکو. بله ورځ کې مطلب رانه هېر شي همدا ذهني انځور په یاد راوړل د دې لامل کېږي چې ټول مطلب هم بیا را یاد شي.

ما خپله ډېرو کسانو ته د موبایل شمېرې، د هغوی په موبایلو کې ثبت کړي دي. د دوی لویه برخه نالوستي خلک یا سپین ږیري وو. له ډېرو سره به ساده نوکیا موبایلونه وو. په لیک او لوست خو دوی نه پوهېدل چې د شمېرې سره نوم هم ولیکم چې دغه شمېره د پلانکي ده. یو د ونې، موټر، ستوري، لمر، توپ یا سپوږمۍ تصویر به مې ورته ولګاوه. هغه به یې ذهن کې داسې ثبت شو چې هېڅ یې نه هېراوه.
دا طریقه نه یوازې دا چې د مطالبو د لا ښه زده کولو په برخه کې له موږ سره مرسته کوي، بلکې زموږ د حافظې د تقویت لامل هم ګرځي.

۴- د اضافي نښو ارایه کول:

د هغو دوو ځوانانو نومونه دې په یاد دي چې ۴ کاله په پوهنتون کې سره یو ځای وئ، او دوی به ستا تر شا  مېز کې کېناستل؟

له دوی سره دې ۴ کاله تېر کړل، اوس دې نومونه هېر شوي دي؟
زه پوهېږم چې په عامه اصطلاح، د هغوی نومونه دې زړه کې دي؛ خو خولې او ژبې ته دې نه راځي، همداسې ده؟
دا پوښتنې له ځانه وکړه، ان شاء الله ستونزه به دې ژر حل شي:

– د لومړي ځل له پاره دې چې دغه دواړه یا یې یو ولیده، کوم ځای و؟
– څنګه ورسره آشنا شوې؟
– څه ډول لباس یې اغوستل؟
– په ټولګي کې یې عادت څنګه و؟
– شوخ و که عاجز؟
– کومه خاطره ترې نه لرې؟
داسې نورې پوښتنې. دا هغه طریقه ده چې په خپله د یادو ټولګیوالو نومونه در یادوي.

۵ – د مطالبو لنډیز لیکل:
په ښوونځي او پوهنتون کې دې کله هم د ازموینې پر مهال نقل کړی؟
چپټر به ۱۰۰ مخه وي، تا به څه اندازه مطالب زده کړې وي او هغه چې ستا نه دي زده شوي، هرومرو به دې په یوه وړه پاڼه یا کاغذ کې په ډېر مهارت سره لیکلي وي.ماشاء الله دې وي، کابو ۵۰ مخونه دې په ۱ یا ۲ کاغذونو کې ځای کړي دي.
څو پوښتنې داسې راځي چې هغه تا نقل کړي دي. اوس د دې له پاره چې ځواب ولیکې، داسې فرصت ته په تمه یې چې د استاد فکر نه وي، ته په ډېره بېړه، کاغذ ته وګورې، د ځواب همدا لومړنۍ کلمه یا لومړی عبارت وګورې. نور دې ټول ځواب ذهن ته راځي.

راځئ، څنګه چې د پوهنتون یا ښوونځي په دوره کې، د ځينو سختو مضامینو، لسګونه مخه مالومات په څو کوچنیو کاغذونو کې په شفري ډول ځای پر ځای کوو، دغسې نور مطالب هم ذهن ته وسپارو، کوم چې زده کول یې سخت وي. د مطلب لنډيز چې څو څو ځله ولولئ بس هر څه ذهن ته درځي.

د جمعې په ورځ، زموږ علماء کرام، زموږ د پوهنتون استادان، پوهان او اهل خبره کسان چې د یوې غونډې یا یوه مجلس په وړاندې نیم ساعت یا یو ساعت خبرې کوي. مطالعه یې مخکې له مخکې کړې وي. او له څو ساعته مطالعې نه وروسته یې په یوه کوچني کاغذ باندې څو عبارتونه، یا څو وړې جملې یا ان کلمې لیکلې وي.یوې کلیمې یا عبارت ته چې وګوري بیا په هغې تړاو  لس شل دقیقې خبرې کوي.
راځئ چې موږ هم د مطالعې پر مهال له همدې میتود څخه کار واخلو.

۶ –  د تورو یا وییونو(لغتونو) کوډ:
آیا داسې شوي دي چې یو مطلب دې ښه زده کړی وي، په لسګونه ځله دې مطالعه کړی وي، ځان دې پرې پوه کړی وي؛ خو په سبا چې په ټَولګي کې ازموینه پیل شي، او پوښتنې هم په یاده برخه کې راشي، یو دم دې مطالب  په سره شي. مطالب دې ښه زده دي، حافظې ته دې سپارلي؛ خو یوازې چې د لومړي مخ د لومړۍ جملې لومړۍ کلمه در یاده شي یا یې څوک درته ووايي بیا دې ستونزه حل کېږي. مانا ستا ټول مشکل په دې کې دی چې د څو مخیز مطلب د لومړي پاراګراف لومړۍ جمله درنه هېره شوې ده. اوس چې څنګه یوه اشاره هم درته وشي ستا کار به روان شي. دغه ستونزه کله معمولاً درته پېښېږي؛ نو یوه لاره یې دا ده چې د هر پاراګراف یا سرلیک یا هم جملې(چې څنګه او کوم یو یې تاته ښه او آسان ښکاري) لومړي توري یا لومړي لغتونه سره یو ځای کړه او یوه جمله ورنه جوړه کړه. یا یوه کلیمه ترې سازه کړه. دغه کلیمه او جمله به درنه نه هېرېږي او داسې کار به کوي لکه پسورډ او کوډ.

د ساري په توګه ۷ رنګونه یا د ۷ ګلونو نومونه ټول نه شو زده کولای، باید چې د هر نوم لومړي توري سره یو ځای کړو او یوه جالبه مانا لرونکې کلیمه ترې جوړه کړو.اوس نو د ۷ رنګونو یا ګلانو ټول نومونه په همدې یوه کلیمه کې دي. داسې به یې هېڅ‌کله هېر نه کړو.

خاطره: د ښوونځي په دوره کې مې د جغرافیې اړوند «کسوف / خسوف» نه زده کېدل. چې لمر یې کوم دی او سپوږمۍ یې کومه ده!
بیا د یاد مضمون ښوونکي راته وویل چې «کسوف» په سر کې کاف(ک) لري، دا مانا چې لمریزه ترنځه او دا ځکه چې لمر تر سپوږمۍ «کلان» یا لوی دی. او دا بل(خسوف) یې د سپوږمۍ تندر نیولو په مانا ده، چونکه سپوږمۍ تر لمر «خورد» یا کوچنۍ ده.
دا دی اوس چې ډېر کلونو تېر شول هم زما په یاد دي او پوهېږم چې کسوف څه دی او خسوف کوم حالته ته وایه شي.

(Visited 57 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.