The news is by your side.

د حامد کرزي چپنیز ایتلاف

1

له څلورکلنې بې‌واکي او کور ناستي وروسته د پخواني ولسمشر ټلواله د پراخېدو او غوړېدو په درشل کې ده چې ټول بې‌واکه شوي پکې د سولې تر شعار لاندې را غونډ شوي دي. په دوی کې د تېرو ۱۵ کلونو د ناخوالو نږدې ټول لو اول لاس چارواکي د حامد کرزي په دربار کې کته پورته کېږي او د هغو طالبانو په دیدار د مشرف کېدو شېبې شماري چې نه یوازې دوی، بلکې ان د هغوی کورنیو ته یې د امریکا بې ۵۲ الوتکې، بمونه او زندانونه خوښول. ځینو یې د سویل شاهین پراوږو د لاسونو د اچولو او سیلفي اخیستو په هیله ځان ته نوي کالي او درېشۍ جوړې کړې دي.
یو شمېر نور یې په افغان رسنیو کې د دوحې په چکر د تلو خوښي لمانځي او د طالبانو د لیدلو، جوړ پخیر او د خبرو اترو پر مېز د وړاندې کوونکې مداحیې لپاره د کلیماتو په راغونډولو او زمزمه کولو بوخت دي. د حامد کرزي د نوې ټلوالې غړي د وروستیو دوو، دریو لسیزو په ګڼو ټلوالو کې لوبېدلي، غورځېدلي ، څنډې ته شوي، په یوه او بله سوړه ننوتي او د واک او ځواک په تنده کې د دوست او دوښمن له ګرېوانه ډېر سر را ایستونکي شامل دي.
په نوې ټلواله کې، چې دوحې ته یې د تلو موزې په پښو کړي داسې کسان هم شته چې د همدې طالبانو پر سر یې د غټو غټو بمونو د غورځولو، ګوانټنامو ته د استولو، په شخصي زندانونو کې د ځورولو، له امریکايانو سره د خپلو شخصي ګټو په موخه د تړونونو په لاسلیک کولو او د ډالرو او پروژو د ترلاسه کولو لپاره یې پر طالبانو هر ډول نادودو ته څڼې اچولې.
دوی چې دربارونه یې له لاسه ورکړي او د ناز او غرور له کلک محرومیت سره مخامخ شوي هڅې کوي چې دا ځل په مخامخ ویناوو ځانونه سوله خوښي وښيي او د طالبانو رنځونې خاطر ور خپل کړي. ښاغلي کرزي همدې موضوع ته تېره میاشت په مسکو کې ښکاره اشاره وکړه او د ټوکو په انداز کې یې خپلو بېولو ملګرو ته وویل چې طالبان پخوا یوازې دده وروڼه بلل کېدل، خو دا دی اوس د ټولو وروڼه شول. د ماسکو په ناسته کې پر نورو سربېره طالبانو ته محقق، نور او ان پدرام د وروڼو خطاب کاوو او د حامد کرزي اشاره هم همدغو څو غورځېدلو پرځېدلو په نوم سیاستوالو ته وه چې پر هغه یې څه باندې لس کاله نیوکه درلوده چې طالبانو ته ولې وروڼه وايي. په بله وینا د طالبانو سکني وروڼه د هرې ورځې په تېرېدو ډېرېږي او که حالات همداسې روان وي لیرې نه ده چې یوه ورځ ښاغلي عطا نور، محقق، قانوني، او زاخېلوال تر نورو ډېر د سهیل شاهین د ملګرو برادران شي، خو ما اورېدلي و چې بده ورځ ورور نه لري.
د ولسمشر کرزي تر چپنې لاندې را غونډو شویو څېرو چې په افغانستان کې د نوي ځوان نسل کار او پروګرام ولید؛ نو خپل پخوانی بابا یې بېرته وهڅاوو چې د سولې په نوم یوه داسې ټلواله جوړه کړي چې طالبان یې په پخوانیو کړنو سترګې پټې کړي، ملت یې سوله خوښي وبولي او په راتلونکي کې د حکومت په دسترخوان ور شریک او یوه مړۍ دولتي ډوډۍ ور ورسېږي.
د ښاغلي کرزي چپن رښتیا هم په ‌ډېرو برابره ده او هر خفه او پخلا یې په اوږو وړلای او ځان پکې را نغاړلای شي. د سولې د سیاسي پلاوي تر چتر لاندې را غونډ شوي واړه او زاړه غواړي ټولې هغه څېرې یوه او بل ته لاسونه سره ورکړي چې د ولسمشر غني له خوا یا رټل شوې او یا له حکومته خفه شوي دي. هم‌مهاله دوی له هغو قومي او ګوندي ټېکدارانو سره په لاس یو کولو بوخت دی چې له تېرو۳۰ کلونو راهیسې یې په مختلفو نومونو د افغانستان د واک تر لاسه کولو او واک ساتلو لپاره په هر ډول نا متجانسو ایتلافونو کې د ملت پر وړاندې جنډه پورته کړې. په نوي چوکاټ راغونډ شوي د اوس لپاره د سولې د بیرغ د پورته کولو په سیالي کې له یوه او بله ځانونه مخ ته کوي، خو د دوی کړنو ته په کتو سره یې ډېر د قدرت او ثروت په تنده کې تیندکۍ وهي، چې کېدای شي د خپل سیاسي ژوند او زور پای ته په خپلو لاسونو لار هواروي.
سره له دې چې دوحې ته ور وران ډېر په دې هم پوهېږي چې د ټلوالې جوړولو له ناکامو غورځو پرځو پرته نور څه نه دې ورپاته چې ورځ پرې تېره کړي او دوی ټول هغو اوبو وړو ته ورته دي چې د شګو هرې وړې او غټې ډېرۍ ته لاسونه ور اچوي او په خړو اوبو کې د نه ډوبېدو په هیله نیم ژواندې پښې ښوروي. ډېرو سر له اوسه د ولسمشري د ټاکنو په روڼتیا شک ښوولی او باور یې دا دی چې پر ځای دې یو داسې موقت دولت جوړ شی چې دوی او طالبان یې مهم اړخونه وي.

سرخط ورځپاڼه

1 Comment
  1. انجنير عطا says

    حيف دا دی چی د اماني مترقي غورځنګ په شان ملي او مترقي غورځنګ چی د بچه سقاو غوندی بيسواده کس د انګريز په ذريعی له مينځه يووړ، بيا هم همغه ډلی ټپلی په همغه نظر خو په په ډول کالی اغوستلو سره بيا په يوويشتمی پيړی کی غواړي له مينځه يوسي. او ملت ورته ګوري. اوس کرښه معلومه ده. يا دولت او مترقي او د کار خلک دي او بلی خوا ته غله، داړه ماران، انسان تيښتوونکي د بشر د حقونو څخه سرغړوونکي. ملت بايد پريکړه وکړي چی د چا تر شا دريږي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.